" /> " /> " /> " /> دسرطاني ناروغيو د پېژندني کلینیکي فرمول (TNM)   – لراوبر ویب پاڼه
کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دسرطاني ناروغيو د پېژندني کلینیکي فرمول (TNM)  Fotos

دسرطاني ناروغيو د پېژندني کلینیکي فرمول (TNM)  Fotos

(طبي لکچرنوټ : لومړۍ برخه )


لیکوالان  :   پوهنوال ډاکټرنظرمحمد سلطانزی   ځدراڼ

دانېستیزي څانګې متخصص ډاکټرصالح محمد ځدران

دجرمني هیواد، نېټه : ٦ /٧/٢٠٠٨

١. سریزه :

نن ورځ  په نړیواله کچه دطبي ډاکټرانوترمنځ دسرطاني ناروغيودپېژندنې اود کلینیکي بشپړو مالوماتو د راکړې ورکړې په موخه دیوه عمومي فرمول څخه ګټه پورته کیږي چې دټي این ایم  سیسټم  (TNM)  په نامه سره یادیږي . نوموړی فرمول  دکانسردکنترول نړیوال سازمان) Cancer (Union International contre le له خواپرلیکه شوی دی اولنډيز يې په (UICC) سره ښوول کیږي .

دټي این ایم فرمول په بدن کې دیوه خبیث ډوله تومور دزیان کچې اودخبیث تومورارتیدلو په اړوند یوډول  درجه بندي اویا په بله ژبه ټولګۍ بندي ته ویل کیږي  . دکانسردکنترول نړیوال سازمان دسرطاني ناروغيودپېژندنې ، درجه بندی اودبدن دیوه ځای نه وبل ځای ته دسرطاني ناروغیود غزیدنې په تړاو لاندنۍ کلینیکي ستانداردفرمول ټاکلی دی . 

ټي این ایم  سیستم (TNM)

دټي این ایم  سیستم  ددریو ټکودلنډیز په بڼه ښوول کیږي اوعبارت دی له :

خبیث تومور  (Tumor=T)  ، غده (Node =N) او میتاستازیس (Metastasis = M)


دټي این ایم فرمول  (TNM) په تیره بیا دهغوداخله ډاکټرانوترمنځ چې  دخبیث تومورپه پيژندنه اودرملنه کې مسلکي پوهه لري  لکه (اونکولوګیست   (Oncologists اورادیوتیراپیست(Radiation therapists) خوراډیرکارول کیږ ی . دساري په توګه یواونکولوګیست ډاکټر دټي این ایم فرمول په مرسته سره ناروع ته ددرملنې پلان جوړوي ، دناروغۍ داحتمالي برخلیک په تړاووړاند وینه کوي ،ددرملنې  پایلې ارځوي اودنوروطبي مرکزونوسره د خپلو مالوماتوراکړه ورکړه چمتوکوي . 


٢. د تومورډولونه :

تومور دنسجونوداناتومي حجم هراړخيزپړسوب ته ویل کیږي . ددې پړسوب لاملونه کیدای شي چې التهاب ، انتاني ناروغۍ دبدن په بین البیني فضاګانوکې  داوبوغیرنارمل راټولیدل اونور وي .  دنسجونوتازه وده چې په هغې کې دحجروډیرښت پرمختلونکی اودکنترول څخه وتلی وي د خبیث اویانیوپلازم پړسوب په نامه سره یاديږي . داپه دې ناچې که د بدن يوې برخې نسجونه وپړسيږي نو کېدای شي چې د نسجونو دحجم  وده او غټوالی دسرطان  ناروغۍ سره هېڅ تړاوهم ونه لري . له دې کبله دغه ډول پړسوب ته د نسجونو ښه ډوله پړسوب او يا ښه تومور (Benign tumors) وايي . خو که چېر ته د نسجونو پړسوب د سرطان ناروغۍ له کبله منځته راغلی وي، نودنسجونودغه ډول حجم غټوالي ته خبيث يا خراب ډوله پړسوب (Malignant tumours) ويل کيږي .     

دنسجونوښه ډوله پړسوب دا مانا لري چې د  سرطان ناروغۍ موجوده نه ده . د ښه ډوله پړسوب يانې ښه تومور خواص په لاندې ډول دي :

دا په دې مانا چې ښه ډوله تومور د داسو حجرو څخه جوړشوی دی چې د نارمل حجرو سره بيخي ورته والی لري . خو دغه پړسوب هغه وخت د انديښنې وړ دي کله چې :

دومره غټ شي چې په گاونډيو غړو باندې فشار راولي .
داسې هارمونونه ازادوي چې د بدن نوروغړو په دنده باندې ناوړه اغېز ه کوي .
 

دنسجونوخبيث ډوله پړسوب يانې خراب ډوله تومورونه (Malignant) د سرطان ناوړه حجرو څخه جوړشوي وي . دنوموړي تومور خواص په لاندې ډول دي :

د ښه تومور (Benign)  په پرتله دير گړندی ستريږي .
د شاوخوا نسجونه خرابوي او پکې   ننوځي .
د بدن نورو برخو ته هم ليږدي . 


 
  Cancer Cell  دسرطان حجرې آره بڼه


 



 


١-شکل : د نسجونو ښه ډوله (Benign)  او خبيث ډوله  (Malignant) پړسوب ( 6)   
 
٣. دټي این ایم  سیستم (TNM) کلینیکي فرمول :


 
THE TNM FORMULA
y r c p Tis,1-4 (m)(4) X; N0-3(mi)(sn)(i)(mol)(3/17)X; M0-1(mi)(i)(mol)X; V0-2; L0-1; G1-4; R0-2
 
yrcp


y  دسرطان ناروغۍ ددرملنې په ترځ اویا وروسته ټولګۍ بندي شوی ده  
r    دسرطان ناروغۍ دیوځل درملنې نه وروسته  بیرته راګړځیدلې اوبیا ټولګۍ بندي شوی  ده
c    دسرطان ناروغۍددرملنې ترمخه په کلینیکي بنسټ ټولګۍ بندي شوی
p  دسرطان ناروغۍ دپتولوژیکې څيړنوپر بنسټ ټولګۍ بندي شوی ده

 


T= Tumor

دلومړني تومورپراختیا ( Extent of Primary Tumor = T):

دT توری دسرطان ناروغۍ غټوالی اود شاوخوا نسجونوسره اړيکې ښيي او قيمت يې د يوه نه ترڅلوروپورې دی . (T=1- 4) . يو دا مانا لري چې دتومور غټوالی کوچنی  او څلور په دې مانا چې تومور ډېرغِټ دی .

دلومړني تومورارتوالی  اویا په بله ژبه دتوموردری بعده غټوالی په لاندې  ډول درجه بندي کیږی .

T1- 4 = توموردیوسانتي مترنه  تر څلورسانتي متره پورې لوی دی . بلخوا دکارسینوم ارتوالی یوازې  په نومول شووواناتومي جوړښتونواودهغوی په برخوکې غزیدلی دی.
T0   د کانسر(Cancer)  ناروغي په لومړي پړاو کې ده او د ومره کوچنی ده چې پيژندل يې سخت تماميږي .
T1   کا نسر د دوه سانتي مترو څخه کوچنې دی   ( < 2 cm ) .
T2   کانسر ددوه سانتي مترو څخه ستر دی (> 2 cm) خود پينځو سانتي مترونه کوچنی دی
T3  کانسردغړي سرحد ي برخې ته رسيدلې اود پينځو سانتي مترو ( > 5 cm) څخه هم اوړي .
T4  کانسر گاونډيو غړو ته ليږديدلی دی .
Tis/Ta   =   کارسینوم په همغه اخته شوي غړي کې دننه پروت دی اوګاونډیوغړوته نه دی غزیدلی 
(m)    او/یا (4)   = ملټيپل  (متعدد= پریمانه ) لومړني تومورونه او/یا  دلوموړنیوتوپيرلرونکوتومورونوشمیرښيي . تومورداخته شوي غړي څخه ګاونډیونسجونوته غزیدلی دی .
په ینه اودتایئرایدپه غده کې دمتعددوالي کچه د pT1-4 په ټولګي بندي کې نیول شوې ده
TX =  دلومړني تومورارتوالی نه شي ټاکل کیدای 
 

په درنښت

پوهنوال ډاکټرنظرمحمد سلطانزی  ځدراڼ

دانېستیزي څانګې متخصص ډاکټرصالح محمد ځدران


اخذلیک:

Sauer, Rolf: Strahlentherapie und Onkologie  2004 (Urban & Fischer)
http://en.wikipedia.org/wiki/Cancer_staging
http://www.prostate-cancer.org/education/staging/Dowd_GleasonScore.ht
http://www.cancer.org/docroot/ETO/content/ETO_1_2X_Staging.
www .sprawls .org/ppmi2/RAD
http://www .cancer-info .com