د محقق تکلفي اعتصاب!؟ [پکه دا دې لا بله سپکه] – قلموال
ټول خلک پوهېږي چي حاجي محمد محقق څوک دى؛ څه يې کړي؟ او څه کوي؟ په افغانستان کې که د پنځو جنګسالارانو نومونه ذکر کېږي، نو يو خو به په کې خامخا محقق يادېږي.
د کابل، مزار او نورو سيمو پخواني جګړه ماران اوس غواړي خپل پخواني بشري ضد جرمونه په نورو نومونو پټ کړي، دوى پر دې پوهېږي چي که دوى د ټول ملت شعار پورته کړي، نو بيا خو يې نه وړتيا لري او نه استعداد، نو ځکه خو دوى د قوم او قبيلو، ولايتونو، ولسواليو او کليو د حقوقو په نامه ځان له عامه ذهنيت او ټول ملت څخه پټوي، څومره د شرم خبره ده. کله چي په يوه ولسوالۍ کې يو چېرته ستونزه پيدا شي، دا ستونزه د اشخاصو، ډلو، يا قومونو ترمنځ وي، خو د کابل پارلمان مېشتي جنګسالاران بيا يو ځل سر راپورته کړي او خپل ذره بين عيار کړي او ګوري چي په کومه خوا کې د دوى د قوم او نسب خلک ولاړ دي، نو دوى ترې فوراً پلوي اعلان کړي، مخکې تر دې چي تحقيق وکړي، ژر تر ژره فتوا ورکړي، يو سم د لاسه مجرم اعلان کړي او بل بې ګناه سپينه کوتره.
د ميدان وردګو په بهسودو کې د يو شمېر سياسي شويو هزاره ګانو او کوچيانو ترمنځ را ايجاد کړاى شوې لانجه کې د سيمه ييزو قومي او اصلي هزاره ګانو پرځاى سياسي شوي هزاره ګان، لکه محقق، خليلي، اکبري او نور ډېر ګرم دي، اصلاً ددې شخړو او جګړو اعلى سر قومنداني په کابل کې د دغو دريواړو قومندانانو په لاس کې ده، چي غواړي زموږ هزاره ورونه په اينده کې د خپل مشرتابه د اسارت په منګولو کې راګير کړي.
په افغانستان کې ډېرې شخړې او لانجې تېرې شوي، پر هر چا هر ډول ظلم شوى، خو يو جنګسالار هم کومه ورځ اعتصاب ونه کړ، کله چي ټول افغانستان په وينو او لمبو کې سوزېده، دې ښاغلو پرې نور تېل پاشل او کله به هم ورته د لذت پر غونډۍ ناست وو، ننداره به يې کوله، اوس چي د هزاره ګانو پر مشرۍ، د محقق، اکبري، خليلي او نورو فاشيستانو مقابله ده، غواړي د بهسودو له يوې حقوقي موضوع څخه يوه لويه سياسي موضوع جوړه کړي او خپل ځانونه پرې مطرح کړي. له ښاغلي محقق څخه که وپوښتل شي چي په کابل کې په لسګونو انتحاري حملې وشوې، زموږ په سلګونو هېوادوال په کې شهيدان شول، تر دې دمخه د شوروي يرغل په کلونو کې په مليونو افغانان شهيدان شول، ستاسو د ايتلافي حکومتونو په دوره کې چي له اسلامي جمعيت سره به کله پخلا او کله مرور وئ، په لسګونو زره کابل ښاريان شهيدان شول، کله دې هم اعتصاب ونه کړ، اوس څه درپېښه شوه چي د بهسودو له موضوع څخه دومره ((سود)) اخلې! دې کې حتمي څه چل دى، که چل نه وي نه د بهسودو موضوع د کابل، کندهار، هرات، بغلان ، ننګرهار، نورستان او نورو ولايتونو تر ستونزو غټه ستونزه او پېښه نه ده، نه يې مړي د هغوى نيمايي دي او نه تاسو ښاغلى د بهسود د ولسوالۍ اوسېدونکى يې چي دومره سخت اعتصاب! ته ((مجبور)) شوئ!
زموږ ولس اوس د سياسي مداريانو پر دا ډول تکلفي اعتصابونو او بې ځايه قسمونو نه غولېږي، محقق بايد د ګېډې د اعتصاب پر ځاى چي هسې هم دې ډول اعتصاب ته خپل ضرورت لري، د خولې او لاس اعتصاب وکړي، ځکه چي زموږ ولس خو دده د خېټې د اعتصاب کفاره ورکړې، اوس يې ولس د لاس له هغو ګوتو په تنګ دى چي ده پخوا پرې ماشې چلولې او بيا يې هم نيت دى چي ويې چلوي او د ده له ژبې څخه چي د نفاق بوى ترې راځي، د دې پر ځاى چي پر ګېډې فشار راوړي، ښه ده چي په لاس او خوله يا ژبه يې راوړي.
د کاغــذ پــر ګل بلبلې نه ټولېږي
بــې مــېوې دى باغ و بڼ د ريا کار