د پاکستاني ترهګر پوځ په توغنديز بريد کي درې افغان ماشومان شهيدان سوي
Aziz Rahman Hazim
د کونړ چارواکي وايي، چي د کرښي له ها غاړي د پاکستاني ځواکونو لخوا په راتوغول سويو توغنديو درې ماشومان شهيدان سوي او شپږ نور ژوبل دي.
د کونړ د والي وياند عبدالغني مصمم وايي، چي د کونړ ولايت پر دانګام ولسوالۍ پاکستاني ځواکونو توغندۍ توغولي چي په نتيجه کي ئې د درې ماشومان په شهادت رسېدلي دي او شپږ نور ئې ټپان کړي دي.
نوموړي وويل: “د ماپښين دوې نیمي بجې وې چي دپاکستاني نظامیانو له لوري یوه مرمۍ دکرښې له هغي غاړې څخه را وویشتله او د دانګام ولسوالۍ په خارا او خوږې سیمه کي دهغو ماشومانو ترڅنګ ولیګده چي لوبي ئې کولې.”
ښاغلی مصمم وايي، چي د ژوبل ماشومان روغتيايي حالت ښه دی.
پاکستانی ترهګر پوځ د پولي له ها غاړي هره ورځ توغندۍ را وغورځوي چي په نتيجه کي ئې سيمه ايزو خلګو ته درانه زيانونه اوړي.
څېړونکي وايي، چي پاکستان د توغنديو په توغولو سره غواړي چي په سيمه کي د اوبو د بندونو، برېښنايي سټېشنونو او نورو ټولګټو پروژو مخه ونيسي.