کور / نوميالي / غازي محمدجان خان وردګ مېړانه اومبارزه

غازي محمدجان خان وردګ مېړانه اومبارزه

ليکوال:  بشرمل ناصر

د افغان وطن په هرټبرکې مېړني تېرشوى دي چې دژوند په پاڼو يې تور داغ نشته په رښتني ډول سره يې ژوند تېر کړى دى چې دغلامۍ زنځيرونه يې مات کړى دى دوياړني ژونديې کړى دى چې تاريخونه باندې وياړې دننګ شملې يې جګې ساتلې وې او لاتراوسه پوري دملي اتلانو او مېړنو په نوم يادېږي چې نوم به يې ترقيامته پورې ځلانده وي ديو چا له ياده به نه وځي او ټول ولس په زړونو کې ځانګړى مقام لري دخپل هېواد افغانستان لپاره يې ودښمن ته غاښ ماتونکي جوابونه ورکړي دي ـ
پېژندګلوي
غازي محمدجان خان وردګ د سيدال خان زوى داکرم خان لمسى و په1835 او1880 ميلاد کلونوترمنځ يې ژوندکاوه د وردګ ميدان ولايت د اوسنۍ جغتو دولسوالۍ دبيدموشک دکلي اوسېدونکى و او هغه مهال اوسني ولايتي او سيمه ييز تشکيلات موجود نه و خو يوه کلايې دجغتو دسعادت خېلو او کمال بابا خيلو دکليو ترمنځ هم شته چې ختيځ لورته يې کاريز بهيږي او لوديځ لور ته يې دغازي محمدجان خان په نوم دلېسې انګړواقع دى

په انکريزانو يرغل
ددوهمي نړيوالي جګړې په وخت کې دعسوي  1879کال و په دغه وخت کې دکورنيو جګړو خپلې او استعمار ټوټې ټوټې کړى د افغانستان زړه کابل ددښمن تر پښو لاندې و او غازي محمدجان خان پوځي زده کړې کړې وي او تکړه توپچي او جنرال و هغه وخت افغانستان دانګريز استعمار په منګولو کې راشکېل و او هېواد يې اشغال کړى و ـ غازي محمدجان خان وردګ ځيرک انسان و کله چې په اردو کې شامل شو د خپل توان سره يې دخاورې او ولس لپاره له دښمن سره مبارزه وکړه دډلي مشرتوب يې ورپه غاړه کړ چې له خپل لښکرسره دکوهستان له لارې په اسمايي غره کې يې پرانګريرانوبريدوکړ هغه وخت دغازې محمدجان خان وردګ لشکر ډېر کوچنى و اوډېره کلکه جګړه وشواوترسختې جګړې ورسته وردګو دغرو وخواته يې بېرته شاتګ وکړ چې کله بېرته راستاته شو هلته يې له دينې عالمانوسره مشورې وکړې لکه دغزني د شلکر له ملا دين محمد چې مشهوره په مشک عالم و او دخوات له ملا عبدالغفور لنګري سره يې سلاشريکه کړه او مشورې يې ورسره وکړې
بېرته يې لشکر چمتو کړ ـ
غازي محمدجان خان دګوربت (عقاب ) دغره په لمن کې خاپوړې کړې او لوبېدلى دى او زړه يې ډېر پرېښانه و چې دلوى افغانستان دټوټې کېدو خطر يې احساسوه او دوطن په غرونو يې نظر و دهغه لپاره دوطن غرونه او خاوره مهيمه وه دخپل او کلي دنوم په کيسه کې نه و دمقام او رتبې په خاطر يې هڅه نه کوله چې وځان ته نوم وګټې يوازي موخه يې له استعماره دوطن ساتل و ديو موټي افغانستان غم يې په زړه درلود ـ چې دګوربت په خپل ټاټوبى او دمېړني ولس عزت او ارمان خوندي وساتل شي هغه نه غوښتل چې دانګريز استعمار داسونو په پښو کې دافغان ځمکه پرېوځي غازي محمدجان خان وردګ يو جرنيل و خو افغانانو هغه وخت لا نه پېژندلى چې دکابل ښکلى ښار دانګريز استعمار داسونو ترپښو لاندې شوى نه و ـ ددښمن پوځونو غوبل جوړکړى و او غازي محمدجان خان وردګ خپل توپونه دبابر دغونډۍ په سر کې و او داستعمار پوځونو ته نژدې و او غازي جرنيل په خپله له کابل څخه لري د وردګو په منځ کې په خپله کلاکې په داسي فکرونو کې ډوب و چې په څه ډول دښمن له وطن څخه وشړي او خپل ولس له دې ناورين څخه خلاص شي په وطن مين ځوانان دلري اونژدې څخه په ډلو د غازي محمدجان خان ولور ته راتلو او سره غونډېدل او ددښمن لپاره يې لښکر جوړ کړ او د لښکر شمېر يې دېرشو زرو نه زيات شو او زړه تسلي وکړه دايې يقين وشو او دځوانانو راغونډېدلو يې مورال لا قوي کړ سم دلاسه مخ دکابل په لور يې لښکر ور روان کړ داستعمار او دغازي پوځونو ترمتځ سختي خونړۍ جګړې وشوې او ډېر زورور جنګونه و د غازي محمدجان خان پوځونو ته ددښمن پوځونه تم نه شو ددښمن پوځونه له  ماتې سره مخامخ شو او دکابل له ښاره دتل لپاره ووتو ـ ديوالي زور څوک لرلاى نه شي او درښتني لارښود لښکري يو وخت پرشا نه راځي لکه څرنکه چې دجرنيل پوځونو و استعمار ته ماتې  ورکړه ـ دانګريز پوځونه يې ودې  ته اړ کړل چې دکابل ښار پرېږدي د کابل خلکو دغازي محمدجان خان هرکلى يې په ورين تندي کاوه چې حماسې يې په خپلوستايلې چې په دري او پښتو ژبه کې دي ـ

اميرعبدالرحمن واکمني

کله چې اميرعبدالرحمن خان له انکريزانوسره ديوتړون په بسټ افغانستان خپلواک شو او پر وطن مين غازي محمدجان خان وردګ او نورو ډېرو غازيانو يې په مينه ملاتړ وکړ دوخت په تېرېدو سره غازې جرنيل په تلوسه کې شو چې دازادۍ دلارې له نورو غازيانو چې دشهرت خاوندان و چې دغه پېژندل شوې څېرې به دباچهي په لاره کې به ورته خنډ شي او لا به باچهې ځينې ونيسي او دوخت هغه نوموتي غازيان يې پرله پسي له منځه يووړو چې انګريز استعمار ته يې ماتې ورکړې وه ـ

شهادت
سترغازي محمدجان خان وردګ يې له ملکرو سره په 1881 کال د اکتوبر دمياشتي په دويمه نيټه په ابدو کوتل کې دهغو ازبکو مليشو په لاس شهيد کړ چې امير عبدالرحمن خان دهغوى دشهادت لپاره ګومارلي و ـ

مقبره ـ

دملي اتل غازي محمدجان خان وردګ مقبره دبلخ ولايت مرکزمزارشريف ښارختځ لورحيرتانودووه لارې ته څېرمه دښته کې ده ـ کله چې دوردګوقومي مشرانوله ولسمشرمحمداشرف غني سره ولېدل او هغوى ورته  وويل  دغازي په نوم دي  مېډال جوړشې او  دمقبرې درغېدو غوښتنه يې وکړه هغه په ورين تندي ورسره ومنله اوپه خپل شخصي لګښت يې ژمنه ورسره وکړه چې شل زره ډالريې ورکړل ـاومقبره يې ورغېده ـ

اخځليکونه:

1-  حليم حيات الله ـ د وردګو مشاهير،
2-  دوردګ ولايت  مقام،
3-  ګل اغا احمدي وردګ ـ ليکنه،
4-  سليمي محمد ارسلان ـ  غازي محمدجان خان وردګ ليکنه،
5-لراوبربريښنا پاڼه