کور / اقتصادي / بازارموندنه څه شی ده؟

بازارموندنه څه شی ده؟

ليکنه: ګلاب بهار

د کاروبار لپاره هغه که په لویه سطحه وي او که په کوچنۍ، د بازارموندنې د مفهوم سمه پېژندنه ورته يو ګټور ګام دی. هغه مفهوم چې کېدای شي له علم او هنر نه يې ترکېب شوی وبولو، چې د اوسني عصر نويو تحولاتو او پرمختګونو ته په کتو سره د يوه کاروبار د بقا او پايښت لپاره لومړنی شرط دی.
په هر صورت، لومړی بايد پر دې پوه شو چې د بازارموندنې ډېر انعطاف منونکی مفهوم له کاروبار سره دا مرسته کوي، چې له هرې زمانې او هر ډول بدلونونو سره په ښه توګه مبارزه وکړای شي. په اوسني عصر کې هم بايد دې ته پام وشي، چې بازارموندنه د کاروبارونو د پايښت او بقا لپاره څه ډول لاره پرانيزي؟
نن ورځ چې پېرودونکي په کاروبار کې لومړنۍ خبره کوي او ټول کاروبارونه د خپلو رقيبانو پر وړاندې د هغوی د ساتنې او جذب په هڅه کې دي، له دې ستونزې سره مخ کېږي، چې پېرودونکي ډېر توانمند، ځیرک او په اسانۍ سره نه پيداکېدونکي دي او دا په داسې حال کې ده چې د دوی د جذب لپاره د سيالو کاروبارونو ترمنځ رقابت يو ستونزمن کار دی؛ نو د دې لپاره چې نوموړو ستونزو ته د حل لاره پیدا شي، تر هر څه اړینه يې دا ده چې په دې فکر کې شو چې د بازارموندنې په کومه لاره فکر وشي، څو يو توليدي کاروبار یا تصدي د ازاد بازار له لارې خپل کاروبار ته پایښت ورکړې.
پس د دې لپاره اړینه ده چې لومړی د بازارموندنې پر مانا او مفهوم وپوهېږو.

د بازارموندنې تعریف
ډېر خلک خرڅلاو او د خرڅلاو لپاره د تبليغاتو په څېر نور ورته فعاليتونه بازارموندنه بولي؛ خو خرڅلاو د بازارموندنې له دندو څخه يوه دنده ده او د بازارموندنې د اجزاوو یو مهم جز بلل کېږي. د پېټر ډاکر (Dakher Peter) له نظره، د بازارموندنې هدف دا دی چې ډېر خرڅلاو تر سره کړای شي او دا شايد ممکنه نه وي، چې پېرودونکي دې د هغه له غوښتنو سره د سمو توليداتو د وړاندې کولو له مخې وپېژندل شي، دا په دې مانا نه ده چې خرڅلاو او تبليغات مهم نه دي، ځکه پر دې برسېره چې د بازارموندنې د ځنځیري فعاليتونو له ډلې څخه دي، د بازارموندنې د اوزارو په توګه هم کار ترې اخيستل کېږي؛ څو پر بازار باندې اغېزه وښيندي.
د بازارموندنې کلاسيک تعريف په هغه ډله فعاليتونو کې شامل دی، چې توکي او خدمات له توليدي او خدماتي واحد نه مصرف کوونکو ته رسوي، داسې تعريف ناقص او نيمګړی دی او د بازارموندنې فعاليتونه يوازې د مصرف او توليد ترمنځ په تر سره شويو دندو پورې محدودوي. د دې فعاليتونو له ډلې کېدای شي د توکو بسته بندي، د محصولاتو تجارتي نښې او نوم اېښودنې، د توضیع کانالونه، عمده فروشي، دلل او جلاب، پرچون فروشي، حمل او نقل، تجارتي معلومات، قېمت اېښودنې او مصرفي اعتبارات يادولای شو.
د توکو له خرڅلاو وروسته دندې کېدای شي د پلورل شويو توکو ساتنه او تعیمر، د توکو د ضمانت قرارداد برابرونه، محصول او يا جنس، پېرودونکو ته د خدماتو وړاندې کول او د پلورل شوو توکو په اړه د پېرودونکو د خوښۍ او ناخوښۍ په اړه د اطلاعاتو راټولونه او د سازمان د ټولو چارو، په ځانګړې توګه د توکو د ډيزاين په اړه د پېرودونکو د وړانديزونو راټولونه يادولای شو. له توليد، توضیع او خرڅلاو نه پر وروستنيو فعاليتونو سربېره، په بازارموندنه کې د بازار مديريت هم ځينې فعاليتونه لري چې د هغو لمنه له پورتنيو دريو حوزو څخه په يوه پورې هم ځانګړې نه ده. د بازارموندنې د دغو فعاليتونو له ډلې نه کېدای شي د بازار په اړه څېړنې، د بازار محيطي شرایط، د بازار قوانین او مقررات، د بازار د اطلاعاتو سيسټمونه، د بازارموندنې په چارو کې اخلاقي تعهدات او نړیواله بازارموندنه يادولای شو. نو په دې ترتيب روښانه کېږي، چې د بازارموندنې لمنه ډېره پراخه ده او ډېر لوی او پراخه اقتصادي فعاليتونه پکې شامل دي، په همدې سبب د پرمخ تللو هېوادونو شاوخوا نيمه برخه د بازار د چارو کسبګر جوړوي. په مخ پر وده هېوادونو کې ټولې يادې شوې دندې د شرکتونو او فابريکو په وسيله، چې په بازار کې لوی لاس لري، تر سره کېږي؛ خو سياسي، اقتصادي او ټولنيزو فعاليتونو ته په کتو سره دغه هېوادونه د نورو فعاليتونو په پرتله، د بازارموندنې په برخه کې ډېر فعاليتونه تر سره کوي.
د بازارموندنې لپاره د بېلابېلو پوهانو له لوري بېلابېل تعریفونه شوي دي، چې ځینې هغه یې په لاندې ډول دي:
بازارموندنه يو اقتصادي بهیر دی، چې مانا يې د ټاکلو بيو او پولي ارزښت په مقابل کې د اجناسو، خدماتو او توليداتو تبادله او معاوضه ده.
د بازارموندنې لپاره دلته بايد ووايو چې په عمومي توګه بازارموندنه د خرڅلاو، تبليغاتو، نشراتو، توضيع، د خرڅلاو توکو په اړه د مشتريانو تشويق او همدارنګه په دې اړوند د پلان شويو عملياتو او د فعاليتونو او هڅو ته بازارموندنه ويل کېږي.
بازارموندنه د توليداتو او د اجناسو لپاره د مطلوبه خدمتونو تر سره کول، په مناسب وخت کې د اجناسو عرضه او بازار پيدا کول او د پلانونو طرح او تطبيقول
دي. د دغه ډول پلانونو په ترڅ کې د مال التجاري خاوند اجناس په آسانه مستهلکېنو ته وړاندې کوي او بازارموندنه د مستهلک او مؤلد ترمنځ يوه اتصالي کړۍ جوړوي.
بالاخره ویلی شو چې بازارموندنه د خرڅلاو، توضیع او دې ته ورته کارونو سره سروکار لري، په دې منظور چې د بشر د اړتياوو او غوښتنو د پوره کولو سبب وګرځي.
لاندې کړنې د بازارموندنې اصلي فعاليتونه بلل کېږي:
محصول ته پراختيا ورکول
څېړنه
اړيکې
توضیع
قېمت اېښودنه
خدمتونه
سره له دې چې موږ بازارموندنې ته د پلورونکي په واسطه د کسب د ادامې د عنوان په سترګه ګورو؛ خو پېرودونکي هم د بازارموندنې فعاليتونه تر سره کوي، مصرف کوونکي هغه مهال بازارموندنه کوي، چې د خپل توان وړ توکي د پېرودلو لپاره وپلټي.
د يوه شرکت نماينده ګي هغه مهال بازارموندنه کوي، چې د پلورونکو په لټه پسې وي او د ښو شرايطو لپاره چنې وهي. د پلورونکو بازار داسې يو بازار دی، چې هلته پلورونکي د ډېر توان درلودونکي وي او پېرودونکي اړ دي، چې ډېر دقيق او ځیرک وي. د پېرودنې په يوه بازار کې پېرودونکي د ډېر توان درلودونکي وي او پلورونکي مجبور دي، چې ډېر فعاول او هڅاند واوسي.