کور / راپور / جنرال ډانفورډ: له افغانستان څخه به د ځواکونو وتل له وخته مخکي خبره وي

جنرال ډانفورډ: له افغانستان څخه به د ځواکونو وتل له وخته مخکي خبره وي

د امريکا د پوځ لوی درستيز جنرال جوزف ډانفورډ ويلي، چي له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو خبره به له وخته وړاندي وي او دا به د امنيت د خرابيدو لامل سي.

تېره ورځ  نوموړي د امريکا دفاع وزارت پنټګان ته په يوه غونډه کي وويل: “فعلاُ به زه دپوځي”‌انخلا” ټکی نه کاروم”، خو د امريکايي ځواکونو وتل ستونزي رامنځ ته کولای سي.

خو نوموړي وويل، چي د طالبانو سره د سولي هوکړه به د افغانستان ۱۸ کلنه جګړه ختمه کړي.

ډانفورډ دا هم وويل، بايد دا يقيني سي چي افغانستان به بيا د ترهګرو په ځالي نه بدلېږي او بايد له دغه هيواده د بريدونو اندېښنه ونه لرو.

دجنرال ډانفورډ په وینا “دا به له وخته مخکي وي چي افغانستان کي دترهګرۍ دمخنیوي په اړوند زموږ موجودیت به دکومې بڼې وي خو دا هرڅه به هله کیږي چي وروسته معلومه شي دافغانستان وضعیت څنګه دی”

نوموړي دا څرګندوني پر داسي مهال کړي چي په قطر کي د امريکا او طالبانو ترمنځ د نهم پړاو خبري پر بشپړېدو دي او داړه لوري يوې هوکړي ته نژدې سوي دی.