کور / راپور / د کونړ چارواکي: د پاکستان د توغنديز بريد په هکله مو د ولسمشر دفتر خبر کړی دی

د کونړ چارواکي: د پاکستان د توغنديز بريد په هکله مو د ولسمشر دفتر خبر کړی دی

د کونړ مرستيال والي ګل محمد بيدار وايي، چي پر دانګام ولسوالۍ د پاکستاني پوځ له خوا د توغول سويو توغنديو په تړاو ئې د ولسمشر دفتر خبر کړی دی.

تېره ورځ پر دانګام ولسوالي د پاکستاني ترهګر پوځ د توغنديو په بريد کي درې ماشومان شهيدان سول او ۶ نور ژوبل دي.

ښاغلی بيدار وايي، د تېري ورځي د تلفاتو په هلکه مو د ولسمشر دفتر خبر کړی دی او اوس د هغوی لارښوونو ته په تمه يو.

د کونړ ولايتي چارواکي وايي، چي د تېري يوې مياشتي په ترڅ کي پاکستاني پوځ ۷۰۰ توغندۍ راتوغولي دي.

په ملګرو ملتونو کي د افغانستان سفارتي مامور وايي، چي د يادو بريدونو په هکله ئې د ملګرو ملتونو امنيت شورا هم  خبره  کړې ده.