کور / راپور / طالبانو د سولي ولسي حرکت غړي شکنجه کړي دي

طالبانو د سولي ولسي حرکت غړي شکنجه کړي دي

د سولي ولسي حرکت وياند بسم الله وطندوست وايي، وسله والو طالبانو د پي پي ایم یو غړی تر مرګه وهلی او د مرګ ګواښونه ئې ورته کړي دي.

ښاغلی وطندوست وايي، د سولي ولسي حرکت غړی سید رحیم امېد چي د هلمند په چانجیر سیمه کي استوګن دی، طالبانو نهه ورځي بندي کړی او ډول، ډول شکنجې ئې ورکړي دي.

د وطندوست په خبره، ښاغلي امېد ته ویل سوي چي موضوع به پټه ساتي او تر څنګ به له سیمي څخه کډه کېږي، که چېري سرغړونه وسي، دئ او د کورنۍ نور غړي به ئې ووژل سي.

امېد وروسته تر هغه طالبانو بندي کړی چي د سولي ولسي حرکت غړي موسی کلا ته د تګ پر مهال د وسله والو طالبانو ټولي اندېښنې ورحل کړې.

وسله والو طالبانو تر دې وړاندي یو بل غړی عبدالرازق پکیتاوال په پکتیا کي یوه میاشت بندي کړی و.

د حرکت وياند بسم الله وطندست وايي، تر دې څو ورځي مخکي د سولي ولسي حرکت نابینا غړی زهیراحمد زنداني طالبانو پورته کړی و او د لښکرګاه په عینک سیمه کي ئې د ټوپک په زور خبري په کړي وې.

همدا راز په غزني کي عبدالمالک، احسان الله، سیدي او یو شمېر نور غړي د طالبانو له لوري په سیمو کي نظربند ساتل سوي وو.

موده وړاندي په زابل کي وسله والو طالبانو د پي پي ایم غړی انعام الحق کتاب ورغوښتی او ګواښ ئې ورته کړی و چي نور باید حرکت پرېږدي.

وطندوست زياتوي، وسله والو طالبانو له لومړۍ ورځي څخه تر نن پوري په کندهار، هلمند، زابل، غزني، کندز، روزګان، پکتیا، کابل، بغلان، ننګرهار او یو شمېر نورو سیمو کي د سولي ولسي حرکت غړو ته د ګواښونو تر څنګه ویلي و چي که ژوند غواړئ نور د سولي چیغي مه وهئ!

خو طالبانو تر دا مهاله د يادو څرګندونو په غبرګون کي څه نه دي ويلي