کور / تازه خبرونه / د سولي ولسي حرکت وايي طالبانو يې ملګری شکنجه کړی دی

د سولي ولسي حرکت وايي طالبانو يې ملګری شکنجه کړی دی

PPM د سولي ولسي حرکت د سولي ولسي حرکت وياند ادعا کوي جي طالبانو په هلمند کي ددوی يو غړی سيدرحيم له کوره بيولی، ۹ ورځي يې بندي کړی او وهلی ټکولی دی.

پخپله سيدرحيم هم د ويډيو او تصويرونو په وړاندي کولو دا ادعا کړې ده خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا د سولي ولس حرکت ياد⁩  غړي سيدرحيم دا ادعا رد کړه چي ګواکي طالبانو ۹ ورځي بندي کړی او شکنجه کړی دی.

‏ذبيح الله مجاهد لراوبر ته وويل:

‏”داخبره حقیقت نه لری.کومه سیمه چې د دغه کس د وهلو او بندي ساتلو ادعا پکې کیږي هغه سیمه زموږ په ولکه کې نه ده، د کابل ادارې تر ولکې لاندې ده”

د سولي ولسي حرکت غړي او وياند بر خپله ادعا ټينګار کوي او د سيدرحيم د خوشي کيدلو د ضمانت پاڼه د سند په توګه ښيي ، پر دې پاڼه د طالبانو د امارت نوم ليکلی دی.

په دې اړه نور جزيات او ويډيوي زموږ پر فېسبوک پاڼه وګورئ.

https://www.facebook.com/larawbar.net/videos/2399722536909576?sfns=mo