کور / سياسي / موقته اداره چاته ګټه کوي؟

موقته اداره چاته ګټه کوي؟

ليکوال:  بشرمل ناصر

دستړې افغانستان ولس  به بيا دپرديو په درشل کې خيراتونه ټولوي چې سم جوړشوى دولت يې په موقت ورته بدل کړي داسي ترخه تجربه افغانانو تېره کړې ده او دبل په غوښتنه وشوه که چيري دپنجاب دزړه خوښي ومنل شوې دافغانستان دردېدلى ولس به دجنګ ولور ته ورټيل وهل شو وخلکو ته اسانه خبره ښکاري يوازي سوله يې په نظر کې نيولې ده ـ هو څنګه سوله ؟ دڅه لپاره سوله ؟ دچا لپاره سوله ؟ که سوله له ځان سره ډېرې بدبختي راوړي او امريکايان دخپلې  ګټې په خاطر کوي دافغان ولس په مرګونو او دولت په کيسه کې نه دي او تراوسه چې جنګ روان دى چې امريکا په افغانستان کې شتون لري او دجنګ ميدان يې تود ساتلاى دى اوس څنګه حالات دى چې دسولې خبره له امريکې سره کېږي او افغان انجنيران ، ډاکټران او ښوونکي په دې تور وژل کېږي چې تاسو د امريکې ملاتړي ياست ـ نن ولي له افغان  سره مخامخ خبرې ولي نه وشوې او له امريکې سره خبرو کې ټينګار ولي په دې کېدو چې موقته اداره دي اعلان شي دهغه په راز کې دپنحاب لاس دى چې داشرف غني زغمل ورته ګران کار دى ـ او ترهرچا سولې ته دولت او ملت دي چې هره ورځ له کلي جنازې پورته کېږي او دغه جنازې نه له پنحابه او نه له امريکې پورته کېږي دافغان بچي مري او دګناه سبب يې دادى چې دخپل هېواد دښېګړي لپاره کار کوي او دامريکې په ملاتړ تورن شوى دي موږ لاتراوسه نه سره پوهېږو ـ چې دافغان په ګټه څوک دي او څه وکړو ـ که چيري له طالب مشرانو سره افغان دولت مخامخ خبره وکړي هغوى دود ، ژبه ، کلتور او مذهب يې يو دى د استوتزي به حل شي چې پرديو خلکو سره لري کړي دي او دهغو تجارت په افغان وژنه روان دى ددوى ټولې فابريکې تړل کېږي دمېوې باغونه وچېږي د ايټمي طاقت په نوم به نه يادېږي د افغان په خاوره په جنګ کې ورته دجنت لاره هوارېږي ددوزخ له اوره ساتل کېږي ـ دا ټول هغه کارونه دي چې دافغان ملت په زيان کې دي دجنګ بل پړاو به ديوه نوي سريال (ډرامې ) په ډول پيل شي د ښوونځيو دروازې به وتړل شي دښځو حقوق به تريښو لاندې شي دتېر وختونو کساتونه به سره اخلي له نړۍ سره به تجارتي اړيکي وښلول شي دتعليم کچه به راټيټه شي ـ دسولې ټول طرفداره دي خو دبل په خوله سوله ودې وطن ته له ځان سره يو بل ناورين راوړي چې له هغو بدبختيو به سل کاله ځان ايستلاى نه شي او په دې وخت پسي به ارمان کوي.