کور / راپور / ټرمپ: په افغانستان کي به تل د امريکايي ځواکونو يوه ډله موجوده وي

ټرمپ: په افغانستان کي به تل د امريکايي ځواکونو يوه ډله موجوده وي

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، چي د امريکا د ځواکونو يوه ډله به تل په افغانستان کي وي.

ټرمپ دا خبري تېره روځ په يو کنفرانس کي وکړې او وئې ويل، که چيري د طالبانو سره د سولي هوکړه وسي بيا به هم په افغانستان کي يوه ډله امريکايي سرتېري موجود وي.

نوموړي دا خبري پر داسي مهال کړي چي په قطر کي د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولي هوکړه ليک نهايي کېدونکی دی.

په ورته مهال د امريکا د پوځ لوی درستيز جنرال جوزف ډانفورډ ويلي، چي له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو خبره به له وخته وړاندي وي او دا به د امنيت د خرابيدو لامل سي.

تېره ورځ  نوموړي د امريکا دفاع وزارت پنټګان ته په يوه غونډه کي وويل: “فعلاُ به زه دپوځي”‌انخلا” ټکی نه کاروم”، خو د امريکايي ځواکونو وتل ستونزي رامنځ ته کولای سي.

خو نوموړي وويل، چي د طالبانو سره د سولي هوکړه به د افغانستان ۱۸ کلنه جګړه ختمه کړي.

ډانفورډ دا هم وويل، بايد دا يقيني سي چي افغانستان به بيا د ترهګرو په ځالي نه بدلېږي او بايد له دغه هيواده د بريدونو اندېښنه ونه لرو.

دجنرال ډانفورډ په وینا “دا به له وخته مخکي وي چي افغانستان کي دترهګرۍ دمخنیوي په اړوند زموږ موجودیت به دکومې بڼې وي خو دا هرڅه به هله کیږي چي وروسته معلومه شي دافغانستان وضعیت څنګه دی”

نوموړي دا څرګندوني پر داسي مهال کړي چي په قطر کي د امريکا او طالبانو ترمنځ د نهم پړاو خبري پر بشپړېدو دي او داړه لوري يوې هوکړي ته نژدې سوي دی.