کور / #PTM / د علي وزير او محسن داوړ د ضمانت اوريدنه ونه سوه

د علي وزير او محسن داوړ د ضمانت اوريدنه ونه سوه

ټاکل سوې وه چي تېره ورځ د اګسټ پر ۲۹ نېټه به د پېښور په های کورټ کي د علي وزير او محسن داوړ د ضمانت اورېدنه وسي خو عدالت په يوه بهانه د هغوی د مقدمې اورېنه وځنډول.

دا څووم ځل دی چي په يوه او بله بهانه د علي وزيراو محسن داوړ د مقدمو اورېدنه ځنډېږي.

ترهګر پال رياست علي وزير او محسن داوړ د مي مياشتي له ۱۶ نېټې څخه بنديوان کړي دي او پر هغوی ئې د رياست خلاف نعرو وهلو تور پوري کړی دی.

د پښتون ژغورني غورځنګ فعالان وايي، چي د رياست له خوا په دې وروستيو کي ددوی پر ضد د تشدد څخه کار اخلي او ددوی ډېر غړي ئې بنديوان کړي دي.

د پاکستان ترهګرپال رياست وروسته له هغه د پښتون ژغورني غورځنګ د فعالانو د نيولو لړۍ چټکه کړې چي دغورځنګ مشر منظور پښتين په دې وروستيو کي د جنوبي وزيرستان خلګو ته ويناوي وکړې.

ښاغلی پښتين په دې وروستيو کي د جنوبي وزيرستان په سفر تللی وو او هلته ئې تود هرکلی وسو.

د پاکستان ترهګرپال رياست او ترهګر پوځ د منظور پښتين تود هرکلي حيران کړي او له دې ويري چي پښتانه بيا سره راغونډ نه سي د غورځنګ د غړو په نيولو ئې پيل کړی دی.

رياست يو ځل بيا د پښتون ژغورني غورځنګ پر مشر منظور پښتين درې مقدمې درج کړي دي او ددغه غورځنګ نور غړي ئې نيولي دي.

په يادو مقدمو کي ویل سوي چي د منظور پشتين په مشرۍ غونډو کي د رياستي ادارو او پوځ پرضد نعرې او پي ټي اېم په حق کي نعرې وهلي او خبرې کړي.

خو د پي ټي ايم يو فعال رحمت شاه وایي دوی نه کومې نعرې وهلي او نه يې غونډې جوړې کړي دي.

د پي ټي ايم بل فعال شاه فېصل غازي وويل د مقدمو وروسته د دوي په کورونو چاپې وهل کيږي. هغه زياته کړه دوي کوم داسې کار نه دی کړی تورونه پرې لګېدلې دي او دوي به دغه تورونه په عدالتونو کي ناسم ثابتوي خو په ضلع کي يې عدالت نشته، عدالت يې په ټانک کي دی او چي هلته ځي په لاره یې ګرفتاروي.

د پښتون ژغورني غورځنګ چي د پښتنو د حقوقو د غوښتني لپاره ئې مبارزه پيل کړې ده د پاکستان د ترهګر پال رياست او ترهګر پوځ لخوا ورباندي سخت بنديز لګېدلی دی او په لسګونو کسان ئې بنديان کړي دي.

د پي ټي اېم مشره فعاله ثنا اعجاز وايي دا وخت د پي ټي اېم دوه مخکښ مشران او د قامي اسمبلۍ غړي علي وزير او محسن داوړ، حنيف پشتين، عالمزېب مسيد، بلال مسيد، عارف وزير، جمشيد وزير، امان الله وزير، دوست محمد، زبېر، اسماعيل مسید،قاضي طاهر، عبدالحۍ وزير دا ټول کسان د ملک په بېلابيلو زندانونو کي په تورونو کي بنديوان دي.