کور / راپور / هند: پاکستاني وسلوال ترهګر دهند پر بندرونو د بريد پلان لري

هند: پاکستاني وسلوال ترهګر دهند پر بندرونو د بريد پلان لري

هند وايي، چي پاکستان ميشتي ترهګري ډلي غواړي د هند پر ځينو بندرونو بريدونه وکړي.

د هند پوځي چارواکو پرون خبرو ورکړ، چي داسي استخباراتي راپورونه ئې ترلاسه کړي چي په پاکستان کي د وسلوالو ترهګرو يو ګروپ اراده لري چي د اوبو له لاري د هند پر دوو بندرونو بريد وکړي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، چي ددوی امنيتي ځواکونه د هر ډول بريد پر وړاندي بشپړ چمتووالی لري او د وسلوالو د بريد په تړاو ئې اسلام اباد ته خبر ورکړی چي د ترهګرو مخه ونيسي.

په دې هکله تراوسه پاکستان کوم غبرګون نه دی ښوودلی.