ګلالۍ اسماعيل: که مي په پلار څه وسول، د پاکستان رياست به ئې ذمه وار وي

Aziz Rahman Hazim | اکتوبر 25th, 2019


 

د بشري حقونو فعاله او د پي ټي ايم مخکښه ګلالۍ اسماعیل وايي، چي که ددې په پلار پروفيسر اسماعيل څه وسول، نو ذمه وار به ئې د پاکستان رياست او خفيه ادارې وي.

تېره ورځ ښاغلی اسماعيل په پېښور کي د های کورټ (ستري محکمې) مخي ته استخباراتي کسانو وتښتوی او نامالوم لوري ته ئې بوتی. نوموړی د پوليسو لخوا دده د ځورني پرضد په های کورټ کي مقدمه ورکول، خو کله چي له هغې خوا راووتی د مليشه په ورديو کي کسانو د تورو ښيښو په موټر کي نامالوم لوري ته بوتلی.

ګلالۍ اسماعيل وایي: “سړو تورې ملېشه جامې اغوستې وې د عدالت د مخې نه یې زما پلار اوچت کړ او اغوا یې کړ”.

ګلالۍ اسماعیل وایي د اکتوبر په 18مه نېټه هم په اسلام اباد کي د دوی له کوره د دې د پلار د تښتولو هڅه سوې وه، خو وایي هغه ورته نه وو را وتلی او د تښتولو هڅه یې ناکامه سوې وه:

“موږ ته اوس لږ وخت مخکي له خپلو سرچینو پته ولګېده چي زما پلار یې د ایف ای اې دفتر ته بوولی دی خو دا خبره لا تایید سوې نه ده، موږ نه یو خبر چي څه مقدمه به پرې جوړوي خو زه د خپل پلار په اړه ډېره اندېښمنه یم او په دې هم اندېښمنه یم چي هغه به ته اذیت ورکړي”.

د پروفیسر اسماعیل وکیل شهاب خټک وايي، هغه د عدالت له کمرې تر را وتلو وروسته ور څېرمه کينټین ته تللی وو، خو پروفیسر اسماعیل او د ده ملګری وکیل فضل الهی له عدالته تلل چي په دې وخت کي ځینو ناڅرګندو کسانو په موټر کي یووړل:

“نه سو ویلای چي کومې ادارې دا کار وکړ که پرایوېټ خلکو وکړ، هایکورټ به هم خامخا دلچسپي پکي اخلي ځکه چي دا ښه کار ونه سو. موږ به د هغه د اغوا رپوټ [ایف ای آر] هم درج کوو او سبا به یې هایکورټ ته د اغوا کيدو درخواست هم ورکوو”.

پر نوموړي له دې وړاندي هم د پوليسو لخوا بيځايه مقدمې درج سوي وې او هره اوونۍ به عدالت ته وړاندي کيده.

ګلالۍ اسماعيل چي  د بشري حقونو فعاله ده  د پاکستاني اسخباراتو له خوا ورته د مرګ ګواښ وو او د هغې پرضد ئې مقدمې درج کړي وې، خو د يادو ګواښونو له امله ګلالۍ اسماعيل امريکا ته ولاړه.

Copyright Larawbar 2007-2024