دخپلواکۍ د ٨٩ کاليزي په وياړ د مبارکۍ پيغامونه

د لراوبر اداره | اگست 19th, 2008



 


 


د لوى كندهار د زده كوونكو د ټولني د مباركۍ پيغام



درنو او پتمنو افغانانو د هيواد د خپلواكۍ 89 كليزه مو مبارك سه !


د لوى كندهار د زده كوونكو د ټولني مشرتابه او ټول غړي په هيواد كي دننه او له هيواد څخه د باندي ټولو زړه ورو او باتورو افغانانو وروڼو او خويندو ته د هيواد د خپلواكۍ د 89 يمي كليزي بېشمېره مباركۍ وړاندي كوي او د خپلواكۍ په لار كي د سرښندونكو ارواح ته دعا كوي .

درنو افغانانو ! راځى چي د هيواد د بيا رغولو او ابادولو لپاره په ګډه مټي راونغاړو او د خپلو نيكونو په څېر د ملي ګټو او ارزښتونو د ساتلو په خاطر هر ډول قرباني وركړو .

راځى چي نه يوازي د توري له لاري بلكي د قلم له لاري نړۍ ته وښيو چي افغانان په هيڅ ډګر كي له چا كم نه دي .

راځى چي د خپل راتلونكي نسل په فكر كي سو او د هغوى د نيوكي ګوته پرېنږدو چي زموږ په لور كږه سي .

د ګران افغانستان د ابادۍ او سرلوړۍ په هيله

د ټولني مشر

عبيدالله تسل


 
بسم الله الرحمن الرحيم

په اروپا کښي د افغان ځوانانو د پيوستون موسيسې دهيواد د خپلواکی ۸۹کاليزی په وياړد مباره کی پيغام !

درنو هيوادوالو او ګرانو دوستانو  په اروپا کی  د افغان ځوانانو د پيوستون موسيسی  لخوا د ګران هيواد د خپلواکی د ۸۹ کاليزي د رارسيدو له امله تاسو ټولوته  د زړه له کومی مباره کی او نیکی هيلی وړاندي کوي. درنو دوستانو پوره ۸۹ کاله وړاندی  افغان باتور ولس اوددی ولس باتورو شاه ځلمو د  لوئي نړیوال ستر زبر ځواک څخه  خپله خپلواکي په پوره ميړانه تر لاسه کړه .  افغان ولس هرکال په همدی ورځ د خپلو وتلو او په هيواد مينو  شاه ځلمو د وياړنو لپاره جشنونه نسي د اذادی د لارۍ شهيدانو په مزارنو د ګلونو ګډی ګدي او د هغوی درناوی کوي . افغانان  د هيواد ازادی  او خپلواکی ته زيات ارزښت ورکوي. تراوسه د افغانستان حق پالونکي او حق پلوی ولس  چی پر هر قوم ،سيمی او کلی پوری تړاو لری د شاه امان الله خان دغه ستر ملي ولسي  شخصيت په ژور درنښت يادوي . اود زړه له کومي ورته  درناوی لري . د غازي امان الله خان نوم د هيواد له خپلواکی سره نه شليدونکی تړاو لري . اود هغه دروند شخصيت ته سپکاوی کټ مټ د هيواد ازادی او خپلواکی ته سپکاوی دی . ځکه چي د هيواد ټولووګړو د هيواد بيرته تر لاسه کولو لپاره ددغه هيوادپاله تر مشری اوسروالي د پوهي تر سيوري لاندی خپلی سپيڅلي ويني توی کړي اوخپله خپلواکي ئي د نړی د ستر زبر ځواک له ستوني راويستله  او ګران هيوادئي خپلواک کړي دي.

درنو دوستانو راځی چي  دوطن د يو موټی ساتلو په خاطر  خپل د يوالي لاسونه سره ورکړو او هغه چا ته اجازه ور نکړو چي ددی هيواد  د وجاړ يدو لپاره  کار کوي او  زموږ  يووالي ته زيان رسوي . داهيواد د ټولو ميشته افغانانو ګډ کور دی. ساتل ئي هم پر ټولو اقوامو او مليتونو حق دئ  .

دټولو  هيوادپالو هيوادوالو دسوکالی او بريا په هيله

په اروپا کی د افغان ځوانانودپيوستون موسيسی دمشرتابه او ټولو غړو په استازيتوب

اجمل شينواری – هالنډ ٢٠٠٨ اګست ١٨



د خپلواکۍ د نهه اتيايمي کاليزي په وياړ د مرڅلي مجلي د چلونکو د مبارکۍ پيغام


(اشرف غيرت)-له غزني ولايت څخه د خپرېدونکي خپلواکي مياشتنۍ مجلي مرڅلي اداره او چلونکي د ګران هيواد افغانستان د نهه اتيايمي کليزي د رارسېدو په وياړ د افغانستان مسلمان ، شريف او نجيب ملت او ددي هيواد وياړلو بچيانو ته خپلي د زړه له کومي مبارکۍ وړاندي کوي. او د ټولو افغانانو لپاره د لوى خداى (ج) له دربار څخه د خپلواک، سوکاله، او هوسا ژوند غوښتنه کوي.

همدارنګه د خپلواکۍ د ډګر د غازيانو او شهيدانو روح ته د دعا لاسونه پورته کوي . تل دي وي خپلواکي، او وياړلى دي وي زموږ مېړنى اولس.

په ادب او درنښت

د مرڅلي مجلي اداره







دغندني او خواخوږۍ پيغام


په شمالي کليفورنيا کي د افغاني کلتوري ټولني  مشر تابه  او غړي د هغه تروريستي بريد له کبله چي د هېواد د ښووني او روزني په وزير ښاغلي اتمر او د ولسي جرګي په ځينوغړو  تر سره شو په کلکه غندي او د ښاغلي اتمر او کورنۍ سره يي دخپلي ژوري خواخوږۍ دڅرګندووني تر څنګ دوی ته  د لوی خدای له  دربار ه د روغ صحت او اوږده ژوندانه  او ګران هېواد ته د خدمت په لاره کي ورته د لا برياليتوبونو غوښتونکي يو ٠په درناوی


څه د سر وهلو توره ښيي ماته           لکه شمع  تازه کېږم په بل، بل سر


د ټولني مشر  ښاغلۍ الحاج عزيزالله زمريالۍ





د هيواد د خپلواکی ۸۹کاليزی د مباره کی پيغام  !


درنو هيوادوالو او ګرانو دوستانو  په سويډن کښي  د افغاني کلتوري ټولنی خپرونی  (نوی هيلی  » د مسولينو لخوا د ګران هيواد د خپلواکی د ۸۹ کاليزي د رارسيدو له امله تاسوته  خپلی نیکی هيلی او مباره کی وړاندي کوي. درنو دوستانو پوره ۸۹ کاله وړاندی  افغان ولس اوددی ولس باتورو شاه ځلمو د برطانيا د لوئي نړیوال ابر قدرت څخه  خپله خپلواکي په پوره ميړانه تر لاسه کړه .  افغان ولس هرکال په همدی ورځ د خپلو وتلو او په وطن مينو  شاه ځلمو د وياړنو لپاره جشنونه  نسي  د شهيدانو په مزارنو د ګلونو ګډی  ګدي د هغوی درناوی کوي . افغانان  تر هر څه د وطن ازادی  او خپلواکی ته زيات ارزښت ورکوي. هيڅکله داسی افغان پيدا نه شو چي دوطن پلورلو ته تسليم شي .

تراوسه د افغانستان حق پالونکي او حق پلوی ولس د شاه امان له خان دغه ستر ملي ولسي او سرښيندونکي شخصيت په ژور درنښت يادوي . اود زړه له کومي ورته  درناوی لري . د غازي امان له خان نوم د هيواد له خپلواکی سره نه شليدونکی تړاو لري . اود هغه دروند شخصيت ته سپکاوی کټ مټ د هيواد ازادی او خپلواکی ته سپکاوی دی . ځکه چي د هيواد وګړيو د هيواد بيرته تر لاسه کولو لپاره ددغه هيوادپاله تر مشری اوسروالي  پوهي تر سيوري لاندی خپلی سپيڅلي ويني توی کړي اوخپله خپلواکي ئي د نړی د ستر زبر ځواک له ستوني راويستله  او ګران هيوادئي خپلواک کړو .

درنو دوستانو راځی چي  دوطن د يو موټی ساتلو په خاطر  خپل د يوالي لاسونه سره ورکړو او هغه چا ته اجازه ور نکړو چي ددی وطن  د ټوټه کيدو لپاره  کار کوي وطن پلوري  اودبل په لمسون  زموږ د وطن يووالي ته زيان رسوي . داوطن د ټولو افغانانو ګډ کور دی. ساتل ئي هم پر ټولو حق دئ  .

سرلوړی او رپانده دی وي زموږ د هيواد رپانده بيرغ

محمد اقا شيرزاد
د نوی هيلی دخپرونی مسول
مالمو سويډن ۱۳۸۷کال د اسد ۲۷ نيټه



دلراوبر ويب پاڼي ټولو كاركونكو او هيوادوالو ته دګران او غيرتي هيوادد خپلواكي ۸۹ مي كليزي مباركي وايم اوتاسي ټول پخپلو كارونو كښي بريالي غوارم او همداراز ددې ويب پاني د جوريدو مباركي هم ومنئ.
په مينه
ضياالرحمن ((حسرت))
د ننګرهارعالي دارالمعلمين

حريت دهرملت دبدن زړه دئ
چي دامه وي هم ملت مري هم بقامري


ارواښاد پوهاند علامه  رشاد




ازادي

مونږ تل په سرو وينو سنګرساتلئ، تل موپه وينوازادي ګټلې
مونږ ته وياړدئ افتخارپرې كوو ، دمټ په زورخوخپلواكي ګټلې

خپلواك پيدايوخپلواك ژوندكړوپه خپلواكه خاوره
په توره سپر مو سوبه  تل له هرپردي ګټلې

زمونږ په تاريخ نورملتونه وياړي ، بس دئ همدغه افتخارزمونږه
زمونږدنيكوپه څيرميړونه غواړي ، بس دئ همدغه افتخارزمونږه
زمونږ شهامت ټولې نړۍ ليدلى ، بس دئ همدغه افتخارزمونږه

دې خاورې غيږ كې اتلان روزلي ، دادتورزنوپښتنوخاوره ده
دلته غليم په زورشړلى مونږه ، دادميرويس اوايوب خان وطن دئ
دلته باننګه اكبرخان لوي شوى ، دادميوند دايوب خان وطن دئ

دلته ملالې جنګ په توره كړى دلته يوسترښامارمات كړى مونږه
چې باداري يې په نړۍ كوله دنړۍ ستر بادارمات كړى مونږه
چې دتسخيرپه نيت راغلى دلته هغه په كلك ګذارمات كړى مونږه

عبدالرحيم زى غواړي تل مدام خپلواكي
تل مبارك شه دافغان خپلواكي

محمد جعفر( عبدالرحيم زى) دشمشادتلويزون دجنايي پيښودخپروني چلوونكى




دملي ګوند دلوی ننګرهار دولایتی شورا دمبارکی پیغام

دګران او خوږ افغا نستان داســــــتقلال د زمری( 89)کلیزی درا رسیدلو په منا سبت مونږدافغانســـتان دمــلی ګوند د لوی ننــــګرهار د ولایتی شورا لخـــوا ګرانو هـیوادوالو ته محترم جمهور ریس ښاغلی حامد کرزی ته دکابینه ټو لو غـــړو دملی شورا غړود مشرانوشوراغړی .قاضی والقضا ت  لـــــوی څارنوال او سیاسی احـزابواو دننګرهارمحترم والی صاحب ته مبا رکی وړاندی کوو.او دلـــــوی څښتن تعالی ته لاس په دعایو چی هیوادوال مو داسلام او هیواد ترسپیڅلی بیرغ لاندی یو موټی‘سوکا له‘غښتلی او دملی وحدت په لبا س سمبا ل شي .

په درناوي

تل دوی ازادی او خپلواکی
په هیواد کی دسولی او امن د لا ټینګښت په هیله
دافغا نستان دملی ګوند دلوی ننګرهارد ولایتی شورا لخوا



د لراوبرافغانستان  دويب پاڼي محترمو مسولينو ته

د لوى او مهربان خداى په نامه !
د افغانستان دخپلواکۍ د٨٩ کاليزي  په وياړ  په ډېراحترام سره  د لراوبرافغانستان دويب پاڼي ټولو مسولينو ته او د ستاسې له طريقه د افغانستان ټولو وروڼو او خويندو ته د زړه له کومې مبارکي وايم، اومتعال خداى ته دعا کوم چې دافغانستان د خلکو د بيارغونې، ابادۍ او سوکالۍ کارکې تاسو ته ستربريالي توبونه در په برخه کړي اوپه ګران هيواد افغانستان کې سوله رامينځ ته شي ، د دغې موقعې نه په استفاده سره تاسو ته ښه صحت اوسلامتي غواړم .

په درناوي
سيدعثمان سنجش
پېښور

Copyright Larawbar 2007-2024