کور / راپور / کابل کي ځانمرګي بريدګر ۷ ملکي وګړي وژلي دي

کابل کي ځانمرګي بريدګر ۷ ملکي وګړي وژلي دي

د کورنيو چارو وزارت وايي، چي د کابل ښار په پنځلسمه حوزه کي يوځانمرګي بريد ۷ اولسي وګړي وژلي او د ۴ بهرنيانو په ګډون يې ۱۰ کسان ژوبل کړي دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي، چي دغه چاودنه نن سهار پر ۷:۳۰ بجو د ورلډګاډ په نوم د امنيتي کمپنۍ پر موټر وسوه، خو د چاودني له امله د ماشومان په ګډون ۱۷ ملکي وګړو ته مرګژوبله واوښتل.

ښاغلی رحيمي وايي، چي په پېښه کي ماشومانو ته هم مرګژوبله اوښتې ده.

د رحيمي په خبره، د قربانيانو شمېر د لومړنيو مالوماتو له مخي ورکول سوی او کېدای سي زيات سي.

د پېښي پړه کومي وسلوالي ډلي پر غاړه نه ده اخيستې.