په ادبیاتو کې د ملنګ په اړه شته تصور
Aziz Rahman Hazim
ليکنه: ماهر احسانزی
ملنګ ظاهرا هماغه څوک ، چې هیڅ نه لري ، بې وزلی وي ، له دنیا سره يې کار نه وي او چرته د زیارت په کونج کې ناست وي .
زمونږ ټولنه معمولا له بې وزلانو سره جوړه نه ده او موخه مې له دې ډلې سره د شتمنو او یا نسبتا د هغه خلکو نه مرسته کول دي ، چې بلاخره یو بې وزله انسان سوال ته مجبوریږي .
مونږ له سوالګر سره دومره په تضاد کې یو ، چې حتی خیرمار يې بولو ، خو ملنګ ته نه خیرمار وایو ، نه ورته په هغه سترګه ګورو ، چې سوالګر ته پرې نظر کوو.
مونږ معمولا د شته تصور له مخې ملنګ د خیر ، کمال ، د دعا او د ستونزو په حل کې د واسطې په توګه منو .
قیام ته راشه ګرېوان وشلوه او چیغه وکړه
کړه د سپېرې جګړې دا دېو په پرزېدو ملنګه
له ډېره درده دې لښتی د اوښکو و بهوه
چې مو افغانه وینه شي په ودرېدو ملنګه
چې د نجات بېړی مو ډوبه په ګرداب کې نه شي
بادبان د امن یې کړه بیا په رپېدو ملنګه
پيرمحمد کاروان
دا تصور له مذهبي اړخه زمونږ ټولنې اخیستی .
ملنګان چې له همدې تصور سره د خدای له مینې او د دنیا له کرکې سره د ژوند ګردابونو کې ورک دي ، هر څه ته د لارې د مساپر په توګه ګوري او ځانونه لکه د خدای د لارې سالکان ګوښه خوښوي .
ټول عمر په عبادت بوخت وي او بوختیا يې د خپل حقیقي معشوق یادونه وي .
دا ملنګان نو بیا داسې هم شول ، چې کلیو ته راغلل ، دم دوا يې وکړه او خلکو ورباندې نذرونه ومنل ، دعاوې ترې وغوښتې او ازار ورسول يې ورته بده وګڼله .
د چا دنګه ځواني رانړوې په اسويليوـ
ښېرا دې په دعا واوړه ملنګه ځوانيمرګه
شرر ثاپی
پراته خو دې كچكول كې بلا زړونه دي ملنګه!
منلي درته څو جونو نذرونه دي ملنګه!؟
د سترګو، د خبرو، د مچكو او د غېږو
ويلي دې پۀ ټول كلي حالونه دي ملنګه!
سعید شینواری
دا ملنګي دومره پیاوړي شوه او د کار شوه ، چې د دود په اوسپنیزو کلاګانو کې هم ورته لارې وشوې او د خپلو مینو د دیدن لپاره اسانه بهانه او لاره همدا وګرځیده .
ځان دې ملنګ کړه په ما راشه
د ملنګانو لارې چا نیولي دینه
ملنګان مونږ د رازونو بیانوونکي ، د فطرت د مغلقو پيښو سپړونکي او له هغه څه خبردار ګڼو چې عوام یا نور خلک يې په اړه معلومات نه لري .
ملنګه چې دا خلک پۀ تُندۍ چرته روان دي؟
وئېل ئې، دا د خپلو خواهشونو غلامان دي
ملنګه! د لونګو څانګې لارې د چا څاري؟
وئېل ئې، څو کم سنه دي، لۀ قافه را روان دي
ملنګه! دا ګټان زلفې، درانۀ باڼۀ اؤ ډک زړۀ؟!
وئېل ئې، دغه ټول علامتونه د باران دي
ملنګه! کوم يوسف ته دې ليدلی خوب بيان کړ؟
وئېل ئې، بس يو زۀ اؤ دېوالونه د زندان دي
ملنګه! محبت ګني بېخي دلته ناياب دی؟
وئېل ئې،چې ناياب نۀ دی؛ خو ډېرئې پۀ ارمان دي
ملنګه! ستوري څۀ وائي چې زمکې ته راګوري؟
وئېل ئې ،د ساه ګانو جوارۍ وته حېران دي
ملنګه! يو تسنيم پۀ سخن فهمو پسې مړ شو
وئېل ئې ،دلته واړه دَ غالب طرفداران دي
ریاض تسنیم
د ژوند نورې برخې چې له په ټپه ولاړ حالت را ووتې نو ورسره د ملنګ د ژوند په اړه هم فکر بدل شو .
ملنګ دې ځان ته دعا وکړي
چې په پردو کوڅو کې نه غواړي خیرونه
له همدې ورځې وروسته بیا ددې خبرې ویل ګران شو چې
ځان دې ملنګ کړه په ما راشه
د ملنګانو لارې چا نیولي دينه
بیا نو خبره دوه زړیتوب ته لاړه او د بد دعاوو ، ازار او ښیره په کیسه کې يې څوک نه و ، ځکه خو لرو :
د دروازې ملنګ ته واېه
الله دې مل شه، مونږه ور پورې کوونه
ملنګ چې هم ځان ته وکتل او هر ځای او هر مهال يې خپلې غوښتنې نه شوې پوره کیدای ، له ځانه تنګ شو چغه يې کړه :
د ملنګۍ کچکوله مات شي
چې در په در دې ګرځوم تش دې راوړمه
سره له دې چې ملنګ لا هم زمونږ په شعرونو کې د شته ادبي دود له مخې خپل ځای او نوم لري ، په ټولنه کې هم ځینې ځوانان چې ډېر خپل ځان او یا ژوند او تفریحي اړخ ته پام نه کوي ، خوشاله نه ګرځي ، د څه پروا نه لري ( دا پروا په دې مانا ، چې کبر نه کوي یا پر چا ځان پورته نه ګڼي ، بلکې له هیڅ څه سره کار نه لري ) ځان ته ملنګان وايې .
په لیکلیو ادبیاتو کې به د ملنګ ځای لا هم د ادبي دود له مخې وي خو ولسي ادبیاتو اوس د ملنګ تصور کې بدلون راوستی .
دا بدلون کله راغی ؟
په دې بدلون سره څومره نوې موضوعګانې راغلې ؟
د ملنګ په اړه لومړني تصور او که دوهم تصور ټولنې ته ګټه ورسوله ؟
اوس د ملنګانو د کمرنګۍ وجه څه ده ؟
اوس د ملنګانو بدیل څه او څوک دي ؟
دا خبرې زمونږ د ادبیاتو او هغو لیکوالو د ځوابونو انتظار باسي ، چې له ولسي ادبیاتو سره اړیکه لري .