کور / د ډيورنډ کرښه / ډيورنډ تحميلي کرښې د ۱۲۶مې کليزې په مناسبت مطبوعاتي اعلاميه

ډيورنډ تحميلي کرښې د ۱۲۶مې کليزې په مناسبت مطبوعاتي اعلاميه

 

لوی افغانستان تحريک مطبوعاتي دفتر

2019/11/12

ډيورنډ تحميلي کرښې چې د يوې ژبې، يوه فرهنګ درولودونکی افغان ملت  په دوو برخو وېشلی دی، نن ددغه نامنلې کرښې ۱۲۶ کلونه پوره شول، د پنجاب سامراجي حکومت او څارګره اداره هم لا د افغان وژنې او کړونې لړۍ پر مخ وړي او د مظلوم افغان په وړاندې يې له هرې هغې کړنې کار واخيست، چې د پنجاب ظلم  په نړۍ کې هيڅ ساری نه لري، په زرګونو محکوم افغانان د پنجاب په زندانونو کې بنديان دي، په زرګونو افغان ځوانان تری تم دي او په زرګونو نور يې په شهادت رسولي دي،  د ژوند د ټولو سهولتونو پابندي پرې لګېدلې ده.

په محکوم افغانستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ  د حرکت پيل چې د لروبر افغانانو د يووالي هيلي پسې تړلې دي، روان دی، د ډيورنډ فرضي کرښې خلاف په لروبر کې عامه ذهنيتونه جوړ شوي دي.

پنجابي دښمن پر تحميلي کرښه اغزن سیمونه ودرول، ترڅو د لروبر رشته پرې کړې، خو د يوه وجود د اندامونو بېلېدنه د پنجاب  ناکامه هڅه وه.

افغان واحد ملت دی، په کرښو يې هيڅوک بېلولی نه شي، نن که پاکستان د هند کرتاپور لار خلاصه کړه او سيکانو ته يې له وېزې پرته د تګ راتګ اجازه ورکړې ده، نو همداسې به دا تحميلي کرښه هم له منځه وړل کېږي، افغان به له افغان سره د وينې او مينې رشته پالي، خو  پنجابی به له پنجاب سره د خپلې يارانې شليدلي تارونه ټينګوي.

په تېرو ۱۲۶ کلونو کې ددغه تحميلي کرښې د غندنې په تړاو سمينارونه شوي دي، غونډې رابلل شوې دي، چې لوی افغانستان تحريک هم په دغه چاره کې ترنورو وروسته نه دی او تل يې ددغه نامنلې کرښې پر ضد د لروبر د يووالي هڅې کړې دي او دا يو ستر مسؤليت بولي، چې د لروبر تر منځ د پرنګي کرښې په اړه عامه ذهنیتونه جوړ کړي

د لوی افغانستان حقيقت ته رسېدونکي يوو، د پنجاب شرير رياست او څارګرې ادارې د خلاصون وخت رانژدې شوی دی، يواځې اتحاد، اتفاق او همديلۍ ته اړتيا ده.

لوی افغانستان تحريک له امو تر اباسینه  د لوی افغانستان غوښتونکی دی، له امو تر اباسینه، د يوې وينې او خاورې باور لري او موږ به انشاء الله خپل لوی حقيقت لوی افغانستان ته رسېږو.