ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان
Aziz Rahman Hazim
ليکنه: عبدالنافع همت
۱: پېښه رامنځ ته سوه – حادثه به ميان امد
ايا پېښه لومړی په څنډه کي وه چي اوس منځ ته راغله؟ پېښه رامنځ ته کېږي نه، بلکي کېږي. دا جمله کټ مټ د فارسي ترجمه ده. موږ وايو ډېره بده پېښه سوه، بده پېښه وسوه، خطرناکه پېښه ده، سخته ناروغي راپېښه ده، تر اوسه داسي نه وه پېښه سوې چي زموږ کور ته دي غله راغلي وي.
۲: د ځوانانو وده تر نامه لاندي کنفرانس جوړ سو – کنفرانس تحت نام رشد جوانان برګزار شد.
په پښتو ژبه کي تر نامه لاندي بده مانا لري، موږ کولای سو ووايږ: د ځوانانو وده په نوم کنفرانس، د ځوانانو وده نومي کنفرانس جوړ سو.
۳: احمد د ماين په يوه چاودنه کي ژوند، پښه، سترګه، لاس … له لاسه ورکړ – احمد در حادثه ماين زندګی، دست، پا، چشم از دست داد.
ژوند، پښه، لاس او سترګه د چا په لاس کي نه وي چي له لاسه يې وزي. موږ په پښتو کي مرګ او هر ډول معلوليت ته خپل ولسي او ساده نوم لرو، ووژل سو، پښه يې پرې سوه، ړوند سو، لاس يې پرې سو. دا جمله هم له فارسي څخه ټکي په ټکي ترجمه سوې ده.
۴: پېښه تر څېړني لاندي ده – حادثه تحت بررسی قرار دارد.
پېښه تر څېړنه لاندي نه نيول کېږي نه، بلکي څېړل کېږي.
۵: لاسرسی – دسترسی
دا کټ مټ فارسي او ترجمه سوی ترکيب دی. د دې پر ځای چي ووايو ( نيټ ته لاسرسی نه لرم) ، کولای سو ووايو چي: نيټ نه لرم، نيټ په واک کي نه لرم، د نيټ اسانتيا نه لرم، زما سره نیټ نسته، نيټ نسته…
۶: يو باب ښوونځی، يوه حلقه ماين – يک باب مکتب، يک حلقه ماين
دا يو ډېر له موډه لوېدلی ميرزايي ترکيب دی. دا ډول مقياسي واحدونه اوس په فارسي کي هم له کاره لوېدلي او په ادبياتو کي عيب بلل کېږي. د دې پر ځای که ووايو (يو ښوونځي، يو ماين) نو په مانا کي يې هیڅ توپير نه راځي. البته په دې بحث کي د پښتو ژبي ځيني محاورې يا اصطلات مستثنا دي لکه يو ه سترګه خوب، يوه مشوکه جنګ، يوه ګوته انډيوالي، يو نس ډوډۍ او داسي نور.
۷: لاس ته راوړنه – دست اورد.
موږ بری، بريا، برياليتوب، سوبه، ګټه او نوري کلمې ورته لرو چي دا ترکيب د جملې په موقعيت او کيفيت پوري اړه لري. مثلا وايو سږکال مي هندوستان ته انار يووړل، ډېره کټه مي پکښي وکړه. سوبه مي نصيب سوه، په کانکور کي بريالی سوم، د افغانستان د کريکیټ ټيم په خپل لنډ تاريخ کي ډېري برياوي لري، توري وهه بری به مومي.