کور / د ډيورنډ کرښه / لاريونوالو د چمن – کوټي لار د ترافيکو پرمخ بنده کړې ده

لاريونوالو د چمن – کوټي لار د ترافيکو پرمخ بنده کړې ده

 

د جميعت علماء اسلام (ف) او پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ غړو نن د ( ازادۍ مارچ) په ملاتړ د چمن – کوټي لار بنده کړه.

د چمن –کوټي د لاري بندېدل د هغه پلان يوه برخه ده  چي په اسلام اباد کي د حکومت ضد اپوزيسون د پلان بي لپاره اعلان کړه.

تېره ورځ په اسلام اباد کي د (ازادۍ مارچ) مشر مولانافضل الرحمن وويل، چي له دې وروسته به دوی پلان بي پيل کړي چي له مخي به يې په ټولو سيمو کي د حکومت ضد لاريونونه رابولي .

د (ازادۍ مارچ ) ګډونوال وايي، چي د تحريک انصاف په مشرۍ موجوده حکومت ورته د منلو وړ نه دی او لومړی وزير عمران خان بايد استعفا ورکړي او بيا ټاکني وسي.

نن د چمن – کوټي لويه لار د سيد حميد کراس سره  د هر ډول تګ راتګ لپاره بنده سوه.