کور / راپور / شمالي وزيرستان کي بمي چاودنې څلور پاکستاني پوځيان هلاک کړل

شمالي وزيرستان کي بمي چاودنې څلور پاکستاني پوځيان هلاک کړل

 

نن غرمه مهال د شمالي وزیرستان په ټيټي مداخېل سيمه کي د پاکستاني پوځ پر ګاډي ريموټ کنټرول بم  چاودنه کړې چي څلور پوځيان يې سمدستي هلاک کړی او دوه نور سخت ژوبل سوي دي.

د سرچينو په حواله پېښه هغه مهال رامنځ ته سوه چي کله د پوځ ګاډۍ د ګزمې په حالت کي وو او له ليري کنټرولېدونکی بم ورباندي چاودنه وکړه.

د پېښي وروسته پاکستاني پوځ د سيمي خلګ نيولي او ځيني يې د ځان سره بېولي هم دي.

د پېښي مسؤوليت د تحريک طالبان په نوم ډلي پر غاړه اخيستی دی.

خو د سيمي اوسېدونکي وايي، چي په دې وروستيو کي په ښکاره د پوځ تر څار لاندي طالبان په سیمه کي ګرځي او وسلوال فعاليتونه کوي.