کور / راپور / کندهار کي د مېرمنو د لاسي صنایعو او کورنیو تولیداتو نندارتون پرانیستل سو

کندهار کي د مېرمنو د لاسي صنایعو او کورنیو تولیداتو نندارتون پرانیستل سو

 

د چهارشنبې په ورځ د دوهمي عینومېني په هرات پارک کي د سوداګرو مېرمنو د ظرفیت لوړوني او د دوی تولیداتو ته د بازار موندي په موخه د لاسي صنایعو او کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل سو، چي پر مهال یې د ولایت مقام مرستیال عبدالحنان منیب، د دولتي ادارو رئیسانو، مدني فعالانو، خبریالانو او مېرمنو ګډون درلود.

په پیل کي د سوداګرۍ او صنايعو رياست رئيس حاجي علاوالدین وويل، دغه نندارتون د دریو ورځو لپاره د سوداګرۍ او صنايعو ریاست له لوري جوړ سوی، چي موخه يې د صنعت په برخه کي د سوداګرو مېرمنو او خلکو پوهاوی او ترڅنګ يې د هغوی محصولاتو ته بازار پيدا کول دي .

 مرستیال والي عبدالحنان منيب د خپلو خبرو پر مهال د سوداګرو مېرمنو د هڅوني او ظرفیت لوړوني لپاره دغه نندارتون ګټور وباله.

ښاغلي منیب د سوداګرۍ او صنايعو ریاست څخه مننه وکړه، چي په دې برخه کي هڅي کوي او زیاته یې کړه، ولایتي اداره د مېرمنو په ځانګړي ډول ښځینه سوداګرو پرمختګ ته ځانګړي پاملرنه لري، چي د ښځو مشورتي بورډ، د ښځو سوداګریز مارکېټ او په صنعت او سوداګرۍ ریاست کي د ښځینه سوداګرو خونه رامنځته کول یې ځیني بېلګې دي.

ښاغلي منيب ښځینه سوداګرو ته ډاډ ورکړ، چي له مرکزي ادارې سره په همغږۍ یې د صنعت‌کارانو او تجارنو د اقتصادي پرمختګ او بازار موندني لپاره خبرې کړي، څو د منظمي پالیسي له مخي خپلي اقتصادي چاري ترسره کړي.

د نندارتون په پای کي ښځینه سوداګرو خپلي ستونزي، غوښتني او وړاندیزونه له مسؤلینو سره شریک کړل او د هغوی له لوري د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړل سو.