کور / راپور / مولانا فضل الرحمن: د پاکستان حکومت ناجائز دی، د چا پلار به يې هم راباندي جائز ونه مني

مولانا فضل الرحمن: د پاکستان حکومت ناجائز دی، د چا پلار به يې هم راباندي جائز ونه مني

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کي نن د څوارلسمي ورځي لپاره هم د ازادۍ مارچ په نوم لاريونونه روان دي.

مولانافضل الرحمن چي د (ازادۍ مارچ) مشري کوي وايي چي د عمران خان د استعفا پرته به له دې ځایه ولاړ نه سي.

د اکتوبر پر ۳۱ نېټه د حکومت مخالفو ګوندونو د تحريک انصاف په مشرۍ د موجوده حکومت د ړنګلو غوښتنه کوي او وايي چي له سره دي بيا ټاکني وسي.

بل خوا د پاکستان د کورنيو چارو وزیر ويلي، چي په اسلا م اباد کي يې د مولانا پلويانو ته اسانتياوي برابري کړي دي ترڅو د هغه څخه د عمران خان د استعفا خبره هېره سي.

حکومت وايي چي د عمران خان د استغفا پرته پر نورو موضوعاتو د مخالف ګوندونو سره خبري کولای سي.

مګر مولانا وايي ،چي د عمران خان استعفاء ددوی لومړۍ غوښتنه ده.

مولانا فضل الرحمن ويلي، چي د تحريک انصاف په مشرۍ حکومت ناجائز دی او د چا پلار به يې هم پرې جائز ونه مني.

نوموړي تېره ورځ په اسلام اباد کي خپلو پلويانو ته په وينا کي وويل، چي اوس ددې وخت رارسېدلی چي د ملک د ناجائز حکمرانانو سره حساب وکتاب وسي.

هغه وويل، ددې ناجائز حکومت څخه د خلاصون وخت رارسېدلی دی او ددې واکمنانو راتګ د خدای يو عذاب دی او ددې عذاب څخه د خلاصون لپاره به خپلي هلي ځلي جاري ساتي.

په پاکستان کي دا مهال د موجوده حکومت ضد د (ازادۍ مارچ) په نوم لاريونونه راپيل سوي دي او غوښتنه کوي چي د عمران خان دي استعفا ورکړي او بياځل دي انتخابات وسي.