په دي هيله چي نيمګړې خپلواکي مو بشپړه شي
آزادي يوه خوږه کلمه ده چي داسترنعمت څېښتن تعالى دخپلوبنده ګانونصيب کړى دى اوله خپل عبادت پرته يي نورخپل بنده ګان خپواک پريښي ترڅودخپل ژوندپه روانوچاروکي ښه فکروکولاى شي.
له نن څخه نهه اتياکاله پخواپه ١٢٩٨ لمريزکال دمېړنوهېواد ګران افغانستان دوخت دانګليس زبرځواک څخه دوياړلي شخصيت،دافغان غښتلي بچي اعليحضرت سترغازى امان الله خان په مشرى دخپل هېوادخپلواکۍ ترلاسه اوخپل غيرت اومېړانه يي وښوده اواستعماري زبرځواک ته ئي دپاي ټکي کېښود اودتېرى ځواب يي ديرغلګروپه وړاندي نړيوالوته وښودچي افغانان دچاغلامي نه مني اوخپلواکۍ ځانته دميرويس نيکه،ستر احمدشاه بابا،وزيرمحمداکبرخان اونوروميراث بولي چي ورته تري پاتي دى.اوپه دي لاره کي له خپل سر،ځان اومال څخه تېردي. دتاريخ شېبو داښودلي ده چي افغانان له خپل هېوادسره هومره مينه لري لکه چي ماشوم يي له مورسره کوي. هماغه شان چي وايي (وطن موردئ).
که څه هم افغان ولس داميرحبيب الله خان دسلطنت په دوران کي داپرېکړه کړي وه چي انګرېزان به له خپلي خاوري څه شړي خوداپرېکړه هغه وخت غښتلي شوه کله چي دغازي امان الله خان پلاراميرحبيب الله خان ووژل شواودهېواددمشرتابه واګي ځوان تانداوروڼ اندي امير،شاه امان الله خان ته چي دهېوادپه سياسي کړيواو قومي مشرانوکي پوره محبوبيت درلود وسپارل شوې.
افغانستان په داسي يوه سياسي څلواري کي پروت دى، کله چي دنړۍ هرغاصب غوښتى په دغه سيمه کي پرولسونوتيرۍ وکړى نوهرو مرو ئي زمونږپاکي خاوري ته يي يوځل خپل کرغېړن مخ راڅرګندکړى دى. داچي بيايي دغه پرآزادۍ مين ملت پزه په ځمکه څومره ورمښلي ده،زمونږ دهېوادوياړلى تاريخ دافغانستان ولس دداسي اتلوليو ډيري افساني له ځانه سره لري.
خو سره له دي چي نېږدي دري لسيزي جګړه او اوسنۍ شته ناخوالي او نادودي چي زمونږهېواددخپلواکۍ لمريزه څېره دپرديودسياست اوپوځ ترسيورولاندي راغلي اوهمدااوس هم زمونږهېواددبهرنۍ تړاوپه بېلابېلوبرخوکي قرارلري بياهم دهغه ملي غرورله مخي چي افغان ولس يي لري دادى يوځل بيادغه ورځ په ستونزمنو،حساسواوسوال برانګېزه شرايطوکي په هېوادکي دننه اوبهرافغانان دغه ورځ لمانځى.خوددي آزادي ترڅنګ اقتصادي آزادي هم ډېره اړينه ده اوپه غيردهغي بشپړه خپلواکۍ نيمګړي بلله کېږي.
داپه دي ماناچي دژوندپه دي حساسوشېبوکي له نړيوال پرمختګ سره پرمختګ ډېر اړين برېښي ترڅودسيالوهېوادونوسره دتکنالوژي په تله کي راشو. چي داهله ممکن کېدى شي چي دهېواد رغاونه خپله هېنداره وبولو،اوخپله راتلوونکي له دي سره تړلي وګڼو. نوافغانان بايدډېرمتين ګامونه پورته کړي اودخپلي آزادۍ ټول اړخونه په خپل واک کي راولي. اوپه ريښتيني توګه بشپړه خپلواکۍ خپله کړي چي په دي برخه کي دځوانانوونډه ډېره ضروري ده چي ځوانان بايددخپل هېواد په رغاونه اوبيارغاونه اوله ناخوالوڅخه په خلاصولوکي په پوره توګه اداکړي.
په پاى کي يوځل بياددي تاريخى ورځي درارسېدوله امله ټولوهېوادوالوته دزړه له کومي مبارکۍ وايم اودهمېشنۍ خپلواکۍ په هيله يم.
حريت دهرملت دبـــــدن زړه دى
که دانه وى هم مرى هم بقامرى
اوپه دي هيله چي نيمګړي خپلواکي موبشپړه شي
په همدي هيله