کور / تازه خبرونه / سيدآباد : وسلوالو طالبانو پر اکمالاتي موټرو بريد کړئ

سيدآباد : وسلوالو طالبانو پر اکمالاتي موټرو بريد کړئ

وسله والو طالبانو نن له غرمي وروسته دسيداباد ولسوالۍ په مربوطاتو کي ١٥اکمالاتي موټر سوځولي اودري صرف موټر يي له ځان سره بيولي دي .

ذبيح الله مجاهد وايي چي بريد ددوي ملګرو له غرمي وروسته دبهرنيو ځواکونو په کاروان کړي دي او١٥موټريي سوځولي دي چي اوس هم په سيمه کي پراته دي .

دسيمي نه عيني شاهد دادمحمد وايي چي په دي سيمه دڅلورو بجو نه وروسته دطالبانو لخوا بريد پيل شو او او  ١٠ موټر يي په خپلو سترګو ليدلي دي خو دپنځونورو موټرو سوځيدل هم نوورو موټرچلوونکو ورته ويلي دي

هغه ويل چي دوه صرف موټر هم چي دامنيتتي کمپنۍ دي طالبانو له ځان سره بيولي دي .

دميدان وردګو والايت يوتن امنيتي چارواکي دنوم دنښودل په شرط وويل چي بريد شوي دي خو دلسو نه کم موټر سوځيدلي دي .