کور / تازه خبرونه / رحمت الله روفي په کندهارکې به اداري فسادنه پريږدم

رحمت الله روفي په کندهارکې به اداري فسادنه پريږدم

دکندهارنوي والي تورنجنرال رحمت الله روفي دسيمه يزواورګانونودخپلواک کميسيون دمرستيال عبدالماليک صديقي له لوري دکندهارولسي مشرانواوچارواکوته وروپيژندل سو.


دمخکني والي اسدالله خالددنوي دندي په اړه  لاپه رسمي توگه تراوسه څه ندي ويل سوي خوداسي اوازې دي چې دولايت ترچوکې لوړه دنده ورته په پام کې نيول سوي ده .


دکندهاردولايتي شوراريس احمددولي کرزي دمخکني والي اسدالله خالدله ماموريت څخه خوښي څرګنده کړل اووې ويل چې نوموړي په ډيرحساسوشرايطوکې دکندهاردوالي په توگه دنده ترسرله کړل .


نوموړي کندهارله هره پلوه زيات مهم وباله اووې ويل چې که دولت دکندهاروهري برخي ته پاملرنه ونکړي نوزيان به يې ټول هيوادته متوجه وي .


ښاغلي کرزى وويل چې ،،دکندهارارامي دتول هيوادارامي ده ،،


دکندهارلپاره نوي والي چې پخوايې دکندهارد٢٠٥ اتل قوال اوردودقومندان په توگه دنده ترسره کول دملي پوځ دپياوړوافسرانوڅخه بلل کيږي .


جنرال رحمت الله روفي دکندهاردنوي والي په توگه اعلان وکړچې دکوکناردکښت اوقاچاق ،ادارې فساداوناامنيومخه به نېسي .


نوموړي دولسي همکاريوپراړتياپه تکرارسره خبري کولې اوغوښتنه يې وکړه چې په هره برخه کې دي دولسي مشران ورسره همکاره وه اوسي .


اسدالله خالدپوره درې کاله اوڅومياشتي دکندهاردوالي په توگه دنده ترسره کړل خودبيارغاوني دپروسي په برخه کې ورباندي دولسي خلګونيوکي وې .


اسدالله خالدنن په ډاگه کړل چې دبياروغاوني په برخه کې يې کارونه کړي خودخپل ماموريت پرمهال يې ترډيره پوري پام امنيتي حالت ته اړولي وو.


نوموړي دپنجوايې اوژړي والسواليوامنيتي پېښتوته اشاره وکړل اووېې ويل چې په کندهارکې اکثره وخت له زياتوستونزمنوحالاتوسره مخ سوي  .


مخکني والي اسدالله خالدچې له کندهارڅخه يې دمخه ښې پرمهال خبري کولي وويل چې په هرډول حالاتوکې ورسره دکندهاردخلگوهمکاري په بشپړه توګه موجوده وه .
په ورستيو کې داسې اوازې وې چې ښاغلى خالد په خپلو رسمي کارونو کې له يو لړستونزو سره مخامخ دى او په امنيتي مسالو کې له بهرنيو ځواکونو سره اختلاف لري .
خوښاغلي خالدپه کندهارکې دخپل ماموريت پرمهال له کاناډايي ځواکونوسره هم خپل هرډول مخالفت ردکړاووې ويل چې په هره برخه کې يې ورسره همکاري کړې .


کندهارچي دهيوادله مهموستراتيژکوولايتونوڅخه بلل کيږي له څوکلونو وروسته بياورته بيانظامي افسردوالي په توگه ټاکل کيږي .


دطالبانواومجاهدينوله ريژيمونوڅخه مخکې  هم په کندهارنظامي افسرانو دواليانوپه توگه دندي ترسره کړي دي .
شهيدسردارمحمدداودخان هم دکندهاردوالي په توگه دنده ترسره کړې  .