کور / تازه خبرونه / د وزيرانو شورا د مصوباتو ريپوټ (۲۵)د زمري ۲۶ كال ۱۳۸۷

د وزيرانو شورا د مصوباتو ريپوټ (۲۵)د زمري ۲۶ كال ۱۳۸۷

د وزيرانو شورا نوبتي غونډه د قرآن كريم د څو مباركو آيتونو په تلاوت، دافغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس حامد کرزي  په مشري  دجمهوري رياست د ارګ دګلخاني په ماڼي کي جوړه شوه.

   له اجندا سره سم، د درملو او طبى لوازمو د توليد او واردولو د مقرري د پنځلسمي مادي د لومړي فقري د تعديل په باب د وزيرانو شورا د قوانينو د كميټي پريكړه، د عدليي وزير لخوا غونډي ته داسي طرحه شوه: د دغه مقرري د لومړي فقري له مخې، دولتي ادارو ته د درملو او نورو طبي لوازمو واردول دعامي روغتيا وزارت د فارمسي په تصدۍ پوري اړه درلوده، چي دغه انحصار د درملو د واردولو په برخه كي د ټولو وزارتونو او دولتي ادارو لپاره يو لړ ستونزي رامنځته كړي وې، چي له همدي امله نوى تعديل په لاندي متن سره وړانديز شو: ((لومړۍ فقره: وزارتونه او دولتي اداري كولى شي د تداركاتو د قانون او د دغه فقري له حكمونو سره سم، خپل د اړتيا وړ درمل او نور طبى لوازم وارد او برابر كړي.))

   دغه تعديل د وزيرانو شورا لخوا پرځاى وبلل شو او د تائيد وړ وګرځيد.

   د اجندا په بله برخه كې، د كابل ښاروال د كرني او اوبو لګولو له وزارت څخه د كابل ښاروالۍ ته له منظور شوي بودجې، د پغمان د تپي د ملكيت د ليږدولو په باب غونډي ته ريپوټ وركړ، وي ويل: د وزيرانو شورا د ثور د دېرشمي نېټي په مصوبه كي د پغمان د تپي د جوړولو او بيا سمسورولو په باب د كابل د ښاروالۍ وړانديز وڅېړل شو او داسي پريكړه وشوه: د كرني او اوبو لګولو او دښاري پرمختيا وزارتونه او د كابل ښاروالۍ دې، د پغمان تپي د بيا سمسورولو په خاطر اړوند طرحه وڅېړي او تر موافقي وروسته دي موافقه شوي نهايي طرحه د وزيرانو شورا محترمي غونډي ته وړاندي كړي.

   له دغو لارښوونو سره سم موافقه وشوه، چي د پغمان تپه دي د واحد تفريح ځاى او سمسوري ساحي په توګه وساتله شي او هم دي د قرغي او چمتلي ترمينځ په ساحه كي د نباتي بڼ (بوتانيك ګارډن) د پرانيستلو پروګرام په پام كي ونيول شي.

   د وزيرانو شورا، د ريپوټ له اوريدلو وروسته، د كرني او اوبو لګولو له وزارت څخه كابل ښاروالۍ ته له منظور شوي بودجي څخه د پغمان د تپي د ملكيت ليږدول تصويب كړل. او دكابل ښاروالۍ يي موظفه كړه ترڅو د پغمان تپي د پخوانۍ نقشي په پام كي نيولو سره، د دغه تپي د جوړولو او سمسورولو په برخه كي اقدام وكړي، د ښاري پرمختيا او د كرني او اوبولګولو وزارتونه دي د قرغي او چمتلي ترمينځ په ساحه كي د نباتي بڼ د جوړولو په خاطر د اړتيا وړ ځمكه تثبيت او د هغي دليږدولو وړاندېز دې، د جمهوري رياست مقام ته وړاندي كړې.

   وروسته كابل ښاروال د پخوانۍ حجاري او بتون فابرېكي په ساحه كي د احسان الله بيات د ملكيت د (۱۲۱۴۹) مربع متر ځمكي د ساحي د تعديل په باب، چي پكي له پخواني پلان سره سم د وړكتون، شيرخوارګاه ودانۍ او شنه ساحه اصابت كوي او متاسفانه تر اوسه پوري ندي جوړي شوې، غونډي ته معلومات وركړل.

   د وزيرانو شورا د ريپوټ له اوريدو وروسته پريكړه وكړه چي كابل ښاروال دي د بيات له ټولني سره د كابل ښاروالۍ لخوا د دغه ساحي د استملاك په باب او يا د كلينك او شيرخوارګاه د ودانيو د جوړولو او د شني ساحي په ساتلو سره د بيات له ټولني سره تفاهم وكړي. او نتيجه يي د وروستي تصميم د نيولو په خاطر د وزيرانو شورا راتلونكي كومي غونډي ته وړاندي كړي.

   وروسته كابل ښاروال د مرنجان او بى بى مهرو غونډيو د احاطه كولو او د دغو ساحو د ونو او بوټو د ساتني په مقصد خپله طرحه وړاندي كړه، او د دي كار د بشپړولو لپاره يي د اتوو مليونو ډالرو غوښتنه وكړه.

   د وزيرانو شورا د دغو غونډيو په پرتو ساحو كي د موجوده بوټو او ونو ساتنه د ژوندانه د چاپيريال د ساتني لپاره ضروري وبلله، د ماليي وزارت يي موظف كړ، چي د كال د دويمي نيمايي د بودجي په څېړنه كي د اړتيا وړ پيسي د دقيقو محاسبو پر بنسټ تدارك او دكابل ښاروالي په واك كي يي وركړي.

   دغونډي په پاى كي دغه نړيوال تړونونه د بهرنيو چارو د وزير لخوا غونډي ته وړاندي او د تاييد وړ وګرځيدل.

د قطر په دولت كي د افغاني كاري ځواك د استخدام د سمون او د افغاني كارګرانو د ټولو اصنافو لپاره د سوكالۍ او ملاتړ د برابروني په خاطر د دوستانه اړيكو او د متقابلو همكاريو د ټېنګښت په مقصد، په قطر كي د افغاني كارګرانو د استخدامولو په باب د افغانستان د اسلامي جمهوريت او د قطر د حكومت تر مينځ موافقه ليك د افغانستان د اسلامي جمهوريت د شهيدانو، معلولينو، كار او ټولنيزو چارو د وزارت او د قطر دولت د كار او ټولنيزو چارو د وزارت ترمينځ د ۱۳۸۷ هجري لمريز كال د ثور د مياشتي په دويمه نېټه، چي د ۲۰۰۸ ميلادي كال، چي د اپريل د مياشتي له ۲۱مي نېټي سره سمون خوري، لاسليك شوى دى، چي ۱۸ مادي او ۱۳ فقري لري. 
 د افغانستان- هند د ټولني د جوړولو په باب تفاهم ليك، دغه تفاهم ليك په ۱۵ مادو او ۱۴ فقرو كي د ۱۳۸۶ هجري لمريز كال د وري د مياشتي په ۱۴مه نېټه، چي د ۲۰۰۷ ميلادي كال د اپريل د مياشتي له ۳مي نېټي سره سمون خوري، د افغانستان د اسلامي جمهوريت او د هند جمهوريت ترمينځ په نوي ډهلي كي لاسليك شوى دى.
د دغه ټولني د جوړولو هدف، د هند او افغانستان ترمينځ د تعليمې، فرهنګې، علمي، او تخنيكي همكاريو پياوړتيا ده. همدارنګه دښووني او روزنې، فرهنګ، زراعتي څېړنې، ساينس او تكنولوژي، روغتيا، تخنيكي زده كړې، پرمختيايي مطالعات، د ښځو د چارو مطالعات او ساحوي مطالعات د دغه ټولني د فعاليتونو مهمي برخي دي.

د افغانستان د اسلامي جمهوريت او مالتا د دولت ترمينځ د ديپلوماتيكو اړيكو د رامينځ ته كولو په باب پروتوكول چې، د ۱۳۸۶كال د دلو دمياشت په ۱۹مه نېټه، چي د ۲۰۰۸ ميلادي كال د فبروري دمياشتي له ۸مي نېټي سره سمون خوري، په نيويارك كي د افغانستان د اسلامي جمهوريت په دايمي نماينده ګۍ كي لاسليك شوى دى.
د دغه پروتوكول له مخي دواړه لوري د دوه اړخيز رضايت په څرګندولو سره په سياسي، اقتصادي او فرهنګي برخو كي د دواړو هيوادونو ترمينځ د دوستانه اړيكو او همكاريو د پراختيا غوښتنه كړي ده، او دغه راز موافقه يي كړې، چي د دولتونو ترمينځ د برابرو اصولو پر بنسټ، د متقابل درناوي، خپلواكۍ او ځمكنۍ بشپړتيا او د يو بل په كورنيو چارو كي د نه لاس وهني پر بنسټ او د ملګرو ملتونو د سازمان د منشور له مخي خپلي اړيكي پراخي كړي.