کور / تازه خبرونه / کابل – کندهار لويه لار د ۱۰ ساعته د ترافيکو پر مخ بنده ول

کابل – کندهار لويه لار د ۱۰ ساعته د ترافيکو پر مخ بنده ول

په ميدان وردګو ولايت کي تيره ورځ دلسو ساعتونو لپاره دکابل کندهار لويه لار دټرافيکو پرمخ بنده وه او په سلګونو لوي او واړه موټر په دي لار ه چي ماشومان اوښځي په کي سپاره اودکابل په لور راروان ووددراني بازار ته نيږدي دبادام په سيمه کي دغرمي له ١٢ بجونه ولاړ دشپي تر نيږدي لسو بجو پوري ولاړ وو .

دغه سيمه چي د وردګو ولايت اړوند دنرخ په ولسوالۍ مربوط کيږي چي دکابل کندهار پرلويه لار پرته ده .

په دغه سيمه کي وخت ناوخت دبهرنيو ځواکونو په کاروانونو اوبهرنيوځواکونوته په اکمالاتي موادو بار موټر سوځول کيږي اوترټولو يوه نا ارامه سيمه بلل کيږي

دميدان وردګو ولايت امنيه قوماندان جنرال مظفرالدين وايي چي دغه لاره وروسته له هغي تيره ورځ دبادام په سيمه کي دبهرنيو ځواکونو پروړاندي يوه چاودنه رامنځ ته شوه .

که څه هم مظفرالدين په دي جاودنه کي درامنځ ته شوي تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي خو په سيمي کي عيني شاهدان وايي چي په دي  چاودنه کي دبهرنيوځواک نودوه ټانګونو لمنځه تللي دي .

ګل اغا يوتن دسيمي اوسيدونکي وايي چي په دي سيمه کي دغرمي نيږدي ١٢بجي وي چي دبهرنيو ځواکونوپرکاروان چاودنه وشوه او بيا بهرنيوځواکونوپه ملکي خلکو ډزي وکړي اودوه نفره چي دسړک پرسر پرموټر سايکل روان وو هغه يي په ډزو وويشتل اوهغه يي ووژل .

مظفرالدين وويل چي په دي چاودنه کي درامنځ ته شوېوتلفاتو په اړه معلومات نه لري خو بهرنيو ځواکونو لاره  بنده کړي ده اوپه همدي خاطر يي عمليات پيل کړي د

دحزب اسلامي وسله والو کسانو ددي چاودني پړه پرغاړه اخيستي ده اودوي ادعاکړي چي دوه امريکايانوټانګون يي لمنځه وړي اوپه کي سپاره کسان يي هم وژلي دي