کور / تازه خبرونه / وسله والو په هرات كي دوه اېرانيان وتښتول

وسله والو په هرات كي دوه اېرانيان وتښتول


برتانوي رسنيو د هرات د ولايتي وياند له خولې داسي خبرونه خپاره كړي چي وسله والو كسانو په هرات كي دوه اېراني تبعه تجاران تښتولي دي.
رضا عثماني او حسين پارسياني هغه وخت د اسلام كلا او هرات ښار ترمنځ وتښتول سول چي له هرات څخه اسلام كلا ته روان وه.
د هرات د والي وياند وايي د تښتوونكو په اړه پلټني رواني دي، خو تر اوسه يې كومه پته نه ده لګېدلې، چي دا كسان به غلو او كه د دولت ضد وسله والو مخالفينو يرغمل كړي وي.
د رضا عثماني په اړه ويل كېږي چي د يوې ساختماني كمپنۍ رئيس دئ او حسين پارسياني هم يو اېرانى سوداګر دئ.