کور / تازه خبرونه / پروېز مشرف په ۲۴ ساعتونو كي خپل سرنوشت خپله ټاكي

پروېز مشرف په ۲۴ ساعتونو كي خپل سرنوشت خپله ټاكي


دوې ورځي وروسته د پاكستان د جمهور رئيس پروېز مشرف د استعفا خبر يو ځل بيا د نړۍ د مطبوعاتو سرټكى وګرځېد.
جنرال مشرف چي د واكمنۍ د دوام دپاره يې د پاكستان د حاكمو ګوندنو اتحاد له پارلمان څخه د اعتماد شرط ورباندي ايښى، وروسته له هغه زياتي مايوسۍ سره مخ سو، چي د پاكستان څلورو ايالتي اسامبلو (ولايتي شوراګانو) په يو او بل پسې د حاكمو ګوندونو وړانديز ومانه.
رسنيو ښاغلي مشرف ته د نيژدې خو نا معلومو كسانو له خولو داسي خبرونه خپاره كړي، چي جمهور رئيس به په را روانو ۲۴ ساعتونو كي خامخا خپل برخليك داسي معلوم كړي، چي يا به په لوړ سر پارلمان ته د اعتماد د رايو دپاره حاضرېږي او يا به په ټيټو سترګو ميدان پرېږدي.
ښاغلى مشرف په دې تمه و چي په بلوچستان او سند ايالتي اسامبلو كي به يې پلويان د عدم اعتماد د پرېكړه ليك د تصويب مخنيوى وكړي، او يا خو به دى خپله د اساسي قانون د دوهم فصل ۵۸ – مه ماده استعمال كړي چي له مخي به يې ايالتي اسامبلې او مركزي پارلمان ړنګ سي، خو داسي ونسوه.
د پاكستان د اطلاعاتو وزيره شيري رحمان وايي ښاغلى مشرف ته لا اوس هم د استعفا لاره خلاصه ده.
بلي خواته د سعودي استخباراتو رئيس پرون له جنرال مشرف، شجاعت حسين، نوازشريف او آصف علي زرداري سره جلا – جلا كتني درلودې چي ښايي موخه به يې په سوله ايز ډول د مشرف او حاكمو ګوندونو ترمنځ د روانو ناندريوداسي اوارول و، چي جمهور رئيس مشرف د پارلمان له تورونو څخه خلاص او د استعفا لاره ورته پرېښودل سي. 
د پاكستان حكومتي سرچينې وايي دا چي تر پروېز مشرف وروسته به څوك د پاكستان ولسمشر وي، په اړه يې د بلوچستان ايالت څخه د يوه مشهور سياستوال پر نوم له مخكي لا هوكړه سوې ده.