کور / تازه خبرونه / ناټو: لوړ پوړى طالب قومندان ووژل سو

ناټو: لوړ پوړى طالب قومندان ووژل سو


په افغانستان كي د ناټو ځواكونو له عمومي قومنداني څخه خپره سوې خبرپاڼه وايي يو لوړ پوړى طالب قومندان يې وژلى دئ.
د خبرپاڼي له مخي د ملااختر محمد په نوم دغه طالب قومندان يې د اګست پر ۱۲ – مه په روزګان ولايت كي د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د الوتكي په ذريعه وژلى دئ.
خبرپاڼه زياتوي چي له ملا اخترمحمد سره يې څو نور طالب ملګري هم وژلي او دوى ټولو د روزګان په ولايت كي په ځانمرګو بريدونو، د سړك د غاړي په چاودنو او پر افغان او بهرنيو امنيتي ځواكونو باندي په وسله والو بريدونو كي لاس درلودئ.بايد وويل سي چي د ملااختر محمد د مړيني د تائيد او رد په اړه طالبانو څه نه دي ويلي.