د احمد رشيد دنوي کتاب کره کتنه
د پاکستاني مشهور ليکوال، ژورناليسټ، او سياسي مبصر نوى کتاب “ګډوډۍ ته ور شوه کېدل” د کال ٢٠٠٨ د جون په مياشت کي په ٤٨٤ مخونو کي په متحده ايالاتو کي خپور سو. د ٥٩ کلن احمد رشيد له نامه او اثارو سره اکثره کتاب لوستونکي خلک اشنادي، او د هغه بل کتاب “طالبان” جهاني شهرت تر لاسه کړى او پرته له له پښتو څخه په ډېرو نورو ژبو ترجمه سوى هم دى. خو دلته به احمد رشيد د ژوند او کارنامو پر ځينو اړخونو باندي څه رڼا واچول سي او بيا به د کتاب د محتوا په باب څه مفصل بحث وسي.
احمد رشيد د ١٩٦٠ په کلونو کي د کېمبرج پوهنتون څخه فارغ سو. هغه د خپل وخت د نورو ځوانانو په شان د مارکس، ماوو، او د لاتيني امريکا د مشهور چپي انقلابي، چې ګورا، د افکارو تر تاثير لاندي وو. په همدغو چپي نظرياتو سمبال احمد رشيد، د پاکستان د بلوچستان په غرونو او وچو بېدياوو کي د پاکستان د حکومت پر خلاف په روان بغاوت کي ور ګډ سو. احمد رشيد د بلوچستان په وچو او سختو شرايطو کي پوره لس کاله تېر کړل.
احمد رشيد د څو نورو همفکرو او همسنګرو انډيوالانو په مټ د بلوچستان په همدغو وچو بېدياوو کي د خود مختارۍ او د بزګرانو د حقوقو د اعاده کولو په غرض د پاکستاني پوځ سره وجنګېد. هغه يو ګوريلايي جنګيالى، سياسي ناظم،او د پاکستان د پوځ سرسخت مخالف وو، او پدې لسو کالو کي په راز راز ناروغيو لکه مالريا او هېپتاستس باندي اخته سو. احمد رشيد په همدغو کلونو کي خپل اکثره غاښونه له لاسه ورکړل، او بالاخره يې خپله ماته ومنله او بېرته عادي ژوند او سياسي مبارزې ته يې مخه کړه.
خو همدغو تجربو، احمد رشيد ددې جوګه کړ چي د افغانستان، پاکستان، او مرکزي اسيا د سياسي انکشافاتو يو دقيق، مدبر، او تېره سياسي مبصر سي. احمد رشيد د همدغې سيمي په باب څو داسي کتابونه ليکي دي چي نه يوازي په غرب کي د رفرينس او ماخذونو په ډول استفاده ترې کېږي، بلکي د منطقې د څارونکو، ليکوالانو، او ژورناليسټانو لپاره هم نوي او تازه خبري لري. د احمد رشيد د “طالبان” په نامه کتاب ښايي د طالبانو په اړه که تر ټولو ښه کتاب نه وي تر هيڅ کتاب کم هم ندى.
ښاغلى احمد رشيد له ډېرو زمانو راهيسي د افغانستان سياسي تحولات څاري. هغه په کال ١٩٧٨ په کابل کي وو چي افغاني کمونسټانو د افعانستان مشروع حکومت رانسکوره کړ او پرځاى يې يو نامشروع، شډل، او ضد افغاني حکومت راوست. په کال ١٩٧٩ کي، احمد رشيد په کندهار کي وو چي د شوروي اشغالګرو قواوو د کندهار ښار ونيو، او د افغانستان د بدمرغيو او تباهيو شپې او ورځي پيل سوې.
هغه لمړى ژورناليسټ وو چي په کال ١٩٩٤ کي په کندهار کي د طالبانو له مشرانو سره وکتل. هغه وايي : زه ډېر ژر پوه سوم چي طالبان د پخوانيو مجاهدينو سره توپير لري. هغه زياتوي: “زه او د ،اې بي سي، يو عکاس کندهار ته ورسېدو. کله چي موږ غوښتل د طالبانو عکسونه واخلو، هغوى موږ لدې کاره منع کړو. د هغوى همدا اقدام زه هک پک کړم، ځکه ما مجاهدين له نژدو څخه پېژندل، هغوى په عکسونو او تبليغاتو پسې ځانونه وژل. زه هلته سمدستي پوه سوم چي طالبان له مجاهدينو سره توپير لري.”
ښاغلى احمد رشيد د طالبانو سره په ډېرو پوځي عملياتو کي ملګرى وو. دژورنالست په حيث په کال ١٩٩٦ کي، هغه د طالبانو سره يو ځاى کابل ته ننوت. هغه خپله عيني شاهد وو چي څرنګه د مسعود جنايتکاري ډلي د کابل ښار لوټ او تالا کړ، او بيا يې په تېښته د پنجشير په غرونو، تونلو، او سموڅو کي ځانونه د طالبانو له ډاره پټ کړل. احمد رشيد په همدغو کلونو کي د فار ايسټرن اکناميک رويو، انډيپنډنټ، او نورو اخبارو له لپاره د طالبانو او دافغانستان ناکراري وضع په باب مفصل رپوټونه ليکل.
کله چي بېنظير بوتو صدراعظمه وه، هغې له احمد رشيد څخه وغوښتل چي په افغانستان کي د پاکستان سفارت ومني. مګر هغه د سفارت پرځاى د تحقيق او ژورناليزم لمن خوشي نه کړه او د مېرمن بوتو دغه بلنه يې رده کړه.
ښاغلى احمد رشيد له ډېرو غربي ژورناليسټانو سره اشنايي لري. د هغوى لپاره لارښونه کوي او د افغانستان او پاکستان په اړه هغوى ته معلومات او تماسونه برابروي. پدې تېرو کلونو کي، ښاغلى احمد رشيد غربي دپلوماتانو ته هم د مشاور حيثيت غوره کړى دى. تېر کال، کله چي ښاغلي احمد رشيد دلته په واشنګټن کي د يو بل مشهور امريکايي ژورناليسټ، سټيف کول، سره به ګډه په يوه کانفرانس کي د افغانستان د رواني وضعي په باب خبري کولې. هغه وويل: “د جهاد په دوران کي، ما او سيف کول د سي اى اې او افغاني مجاهدنيو د ارتباط او وسلو د ورکولو په باب تحقيق کاوه. موږ په اسلام اباد کي په يوه مجلس کي برخه اخيستې وه. پدې محفل کي، د امريکا د وخت سفير، ښاغلي اوکلي، هم برخه اخېستې وه. ښاغلي احمد رشيد وويل : البته، همدا اوس پدې مجلس کي ښاغلي اوکلي موجود ناست دى. حاضرينو هم ټولو د ښاغلي اوکلي خوا ته وکتل. احمد رشيد وويل: کله چي په هغه مجلس کي ښاغلى اوکلي سيټف کول او زه دواړه يو ځاى ولېدو. هغه وويل: ” هغه دي دوه ډېر خطرناکه ژورناليسټان.” د واشنګټن دمجلس ټولو حاضرينو وخندل.
د احمد رشيد نوى کتاب “ګډوډۍ ته ور شوه کېدل” د معلوماتو له نظره خورا غني، موثر، او هر اړخېز کتاب دى. خو کله نا کله معلومات او جزييات دونه پکي ډېر سي چي لوستل يې ګران سي، او اصلي کيسه له لوستوکې څخه پاتي سي. د دې کتاب تيسيس يا اصلي موضوع داده: د بوش حکومت د افغانستان کار نېمکله پرېښود، او د عراق د اشغالو شوق يې وکړ. هغه پيسې او منابع چي بايد د افغانستان، پاکستان، او مرکزي اسيا د بياودانولو او ارامولو لپاره استعمال سوي واى، هغه په عراق کي حيف او ميل سوې. حال دا چي د ټروريزم پر خلاف د جنګ اصلي ميدان افغانستان، پاکستان، او مرکزي اسيا ده، نه عراق. احمد رشيد د خپل کتاب په مقدمه کي ليکي:”دا کتاب د امريکا دهغو ناکاميو په باب دى چي د سپټمبر د يوولسمي را وروسته يې و نه کړاى سول چي دا سيمه ارامه کړي. امريکا پدې کي هم ناکامه سوه چي پدې سيمه کي داسي حکومتونه جوړ کړي چي د ټروريزم او اسلامي افراطيت څخه ميدان وګټي، او د دغي سيمي د راپرځېدو مخه ونيسي. د نړيوال بانک د يوه تخمين په حساب، په نړۍ کي همدا اوس قريب ٢٦ ملکونه سته چي کېداى سي ټروريزم ځيني صادر سي، حال دا چي د همدغو هيوادونو شمېر په کال ٢٠٠٣ فقط ١٧ ته رسيده.”
که څه هم، د ښاغلي احمد رشيد تيسيس څه نوې موضوع نده_ ددې ټکو ليکوال بار بار په خپلو مقالو او تبصرو کي پر همدې ټکي ټينګار کړى دى_ خو خبره يې پخه ده او حق همدا دى. د بوش ادارې پدې باب پوره او حيرانونکى حماقت وښود او يو ګټلى جنګ يې په يوې څرګندي رسوايي او ماتي بدل کړ. عموما، د يوه مشر کمال دا وي چي يوه ماته په سوبي بدله کړي، خو د بې کمالۍ اوج دا دى چي يو مشر پخه کاميابې په ماتې بدله کړي. د بوش د ادارې کم عقلۍ ته بايد سړى توګه په غاښ ونيسي. زه يقين لرم چي تاريخ به د بوش او دهغه د نيوکان جګړه مارو انډيوالانو په باب ډېر سخت قضاوت وکړي. د بوش ادارې نه يوازي په افغانستان کي فرصت له لاسه ورکړى، بلکي د اسلامي نړۍ او امريکا تر مينځ يې موجوده اختلافات او ناندرې په دښمنۍ او مرګ ژوبلي بدلي کړې. د بوش ادارې د تمدنونو د تصادم او ټکر مفکورې ته ډېر زيات خدمت وکړ، او د ټروريزم پر خلاف مجادله يې د اسلام او مسلمانانو پر خلاف په جنګ بدله کړه. حال داچي ټروريزم او مذهبي افراطيت د مسلمانانو تر ټولو مهم او خطرناکه دښمن دى. دونه زيات مسلمانان چي مذهبي ټروريسټانو وژلي دي، بل هيچا ندي قتل کړي. مسلمانان نه يوازي مذهبي ټروريسټان او ډانګيان د خپل سر او مال دښمنان بولي، بلکي د خپل دين او ايمان اصلي تباه کاران يې هم ګڼي.
په هر صورت، احمد رشيد پخپل نوى کتاب کي ليکي چي د بوش حکومت د پاکستان د جمهورريس پرويز مشرف سره ډېر نرم سلوک راخيستې دى. امريکايانو هيڅکله پاکستان ته په جدي توګه دا و نه ويل چي پاکستان بايد د طالبانو او مذهبي افراطيانو سره خپل روابط قطع کړي، او د ټروريزم پرخلاف د مجادلې يو رشتين او مطمين ملګري سي. جنرال مشرف به تل د القاعدې د يو څو قاتلانو په نيولو سره د بوش خوله ور خوږه کړه، او د اصلي خطر څخه_ چي د طالبانو او نورو افراطيانو لپاره د پاکستان پرله پسې ملاتړ وو_ توجه بلي خواته واړوله. هغه ليکي: بوش بايد له مشرف څخه د طالبانو پوره تباه کول غوښتي واى. افغانان هم د پاکستان او امريکا څخه همدا غواړي. څرګنده خبره دا ده چي پاکستان د ټروريزم او مذهبي افراطيت مرکز دى. تر څو پوري چي په پاکستان کي د ددغه ناسور چاره نه وي سوې، په افغانستان، هند، مرکزي اسيا، او حتى په نړۍ کي دسولي را وستل يو خوب او خيال دى.
هغه ليکي: د پاکستان پوځ او د هغه هيواد مقتدر استخبارات اى ايس اى طالبان د راتلونکې منطقوي سياليو په منظور د ” ستراتيژيکي پانګي” په ډول ساتي او روزي. ځکه اى ايس اى باور لري چي يوه ورځ به امريکايان او نور خارجيان له افغانستان څخه خپلي قواووي باسي او هله به بيا هغوى له طالبانو څخه د ضربتي قوې په توګه کار اخلي. همدا سبب دى چي د پاکستان پوځ او استخبارات د پاکستاني طالبانو په ځپولو کي هم د زړه له کومي برخه نه اخلي. د پاکستان پوځ او مشرانو نه يوازي په سيمه کي دوه مخې پاليسي غوره کړې ده، بلکي د امريکايانو سره هم دوه مخې پاليسي راخيستې ده. پاکستان له يوې خوا ځان د غرب ملګري بولي، او له بلي خوا دغرب، افغانستان، او هند له دښمنانو سره مرسته کوي. هغوى ته د سېب ځاى برابروي او روزنه ورکوي. د پاکستان پوځ فکر کوي چي افغانستان او هند د پاکستان په تباهۍ پسې دي، نو بنا، د هغو د راايسارولو لپاره بايد مذهبي ډانګيان وروزل سي.
د احمد رشيد ليکني هيڅکله د اى ايس اى پر طبعيت باندي ښه ندي لګېدلي. هغه پخپل دې کتاب کي د اى ايس اى پوره مذمت کوي . هغه وايي اى ايس اى د طالبانو، کشميري افراطيانو، او د مذهبي ډلو ملاتړ کوي. هغه اى ايس اى په دوه مخې پاليسۍ تورونوي. هغه ليکي چي اى ايس اى ديموکراسي سبوتاژوي، د طالبانو سره مرسته کوي، او يوه داسي تباه کونکې خارجي پاليسي تعقيبوي چي د هند او افغانستان څخه پر ډار او بېري را څرخي. د هند څخه همدا بېره ده چي اى ايس اى يې د ذره وي وسلو جوړولو او خورولو ته هڅولى دى. هغه وايي چي د څو کالو راهيسي د مذهبي افراطيانو او اى ايس اى تر مينځ روابط خراب سوى دى، او اى ايس اى نور پر همدغو تباه کارانو باندي پوره کنټرول نلري. همدا سبب دى چي پاکستان خپله د ټروريسټي حملو ښکار ګرځېدلىدى. (کوهي مه کينده د بل سړي په لاره ___ چيري ستا به د کوهي په غاړه لار سي)
احمد رشيد پخپل کتاب ګډوډۍ ته ور شوه کېدل کي په افغانستان کي د بوش د ادارې پر پاليسيو باندي هم سخت انتقاد کوي. هغه وايي: د بوش ادارې د عراق د نيولو په مقصد د افغانستان کارونه نېمکله پرېښودل. څرنګه چي د عراق اشغالول د بوش د اداري لپاره ډېر زيات اهميت لرل، همدا وجه وه چي امريکا په افغانستان کي د بدنامو افغاني جنګسارلارانو سره مرسته پيل کړه، څو همدغه ډلي دننه په افغانستان کي امنيت وساتي او امريکايي عسکر د عراق د نيولو لپاره خلاص سي. افغاني جنګسالارانو د سي اې اى د بېشماره پيسيو او وسلو په زور خپل قدرت او نفوذ خور کړ، د ځانونو لپاره يې بنګلې ودرولې، حال دا چي افغانان د پخوا په شان د فقر، بې امنۍ، ډار، او د جنګسالارانو له ظلم او وحشت
سر ه مخامخ دي. احمد رشيد په افغانستان کي د نارکو ټروريسټانو او د شمال د ايتلاف په تقويه کولو کي د امريکا د دفاع وزارت بې خبره او مغروره افسران او د سي اې اى نااهله او مغرض جاسوسان ملامتوي. هغه وايي په افغانستان کي د امريکا پاليسى خارجه وزارت نه بلکي د دفاع د وزارت سرټمبه او سطحي افسران ټاکى. هغوى د شمال ايتلاف مشهور جنايتکارانو او د نورو سيمو محلي جګړه مارانو ته پيسې او وسلې ورکوي. امريکايي عسکر په همدغو بدنامو خلکو ځانونه ساتي. د همدغو ډانګيانو څخه د ضربتي قوې په توګه کار اخلى. افغانان همدا ويني، او ورځ په ورځ د امريکا د پاليسيو په ارتباط بدبينه کېږي. افغانان د امريکا د صداقت او ښه نيت په باب شکمن دي.
د امريکا بله اشتباه دا وه چي ډېر وختى يې کاميابي اعلان کړه. حال دا چي طالبان لا نوه ختم سوي، هغوى د پاکستان په سرحدي ښارونو او ښارګوټو کي ټنډه خوبونه کول. القاعده په پاکستان کي خپل پرهارونه تداوي کول، او د راتلونکي لپاره يې تيارى نيوى.
د احمد رشيد د کتاب له عنوان څخه_ ګډوډۍ ته ور شوه کېدل_ معلومېږي چي هغه د اوسني اوضاع په باب سخت اندېښمن دى. هغه پدې کتاب کي د هغو هيلو شنډېدل بيانوي چي د طالبانو دحکومت له نسکورېدو سره سم راسپړېدلي وې. هغه ليکي: په سيمه کي خلکو فکر کاوه چي ښايي امريکا د خپلو تېرو اشتباهاتو څخه عبرت اخيستى وي. ښايي ددې وروسته امريکا د جنګسالارانو، او مذهبي افراطيانو پر ځاى با احساسه، ښه، او ديموکرات اشخاص او ډلي تقويه او ملاتړ کړي، خو وروسته له اوو کالو څخه دا معلومه سوه چي د بوش ادارې هغه پخوانۍ تباه کونکې پاليسي بيا غوره کړې ده. احمد رشيد بوش، د متحده ايالاتو پخوانى د دفاع وزير، رمز فيلډ، او ډيک چيني د جنګسالارانو په جمله کي حسابوي.
د هغه په کتاب کي اکثره واقعيتونه، معلومات او خبري نوي ندي، خو د هغه ځيني تحليلونه او اندېښنې د غور وړ دي. په افغانستان او پاکستان کي د اوضاع خرابېدل هر دقيق او حساس بني ادم د اندېښنو او تشويش سره مخامخ کوي. ګډوډۍ ته ور شوه کېدل دونه معلومات او ا طلاعات راغونډ کړي دي چي د راتلونکو محقيقينو لپاره يې کار ډېر اسانه کړى دى.
په پاى کي، د احمد رشيد د کتاب يوه مهمه اشتباه دا ده چي که څه هم هغه کرزى يو کمزورى او ډارن مشر بولي، خو څرنګه چي پکار ده د کرزي کمزورۍ نه بيانوي. ښايي ددې وجه دا وى چي احمد رشيد او کرزي ډېر پخواني انډيوالان دي. احمد رشيد پدې ښه پوهېږي چي کرزى پدې سختو شرايطو کي د افغانستان د مشرۍ جوګه ندى. مګراحمد رشيد ددغو ټولو واقعيتونو سره سره بيا هم پر کرزي باندي هغسي چي شايداو بايد ده انتقاد نه کوي، د احمد رشيد همدا قضاوت، دريځ، او تحليل څه شکونه را پورته کوي. والسلام.