د سيمه ايزي سياسي لوبو ګواښونه
د روسيې او ګرجستان د جګړې په هکله، د میخاییل ګورباچف تحليلي ليکنه
د پخواني شوروي اتحاد وروستی جمهور رئیس او د سولي د نوبل جايزي وړونکی میخاییل ګورباچوف په خپل هغه تحليلي ليکنه کي چي د روسيې او ګرجستان د جګړې په هکله يې د المان د شپېګل او د امريکا د واشنګټن پوسټ په ورځپاڼو کي خپر ه کړې ده ، داسي ويل کيږي :
په روسيې باندي د امريکا لخوا د جګړې د بلولوتور بې بنياده او ريا کارانه دئ . واقعيت خو دادئ چي د ګرجستان جمهور رئي ساکاشویلی د غرب د ملاتړ په پوره ډاډ سره دا جګړه پيل کړه . اوس بايد اروپا او امريکا د خپلو کړو په وړا ندي د سره غور وکړي . په ننۍ متمدنه نړۍ کي هيڅ يوه لانجه د سوله ایزه لارو پرته ، نشي حلېدلای .
د ګرجستان په جنوبي اوستيا کي د تيري اوونۍ پيښو و موږ ټولو ته دردوونکی او هېښنده وې . په زرګونه انسانان و وژل سوه، په لسهاوو زره آواره، لالهانده او کور ونه کلی يې د خاورو خاکه سوه . دغه ورانۍ او ضایعات په هيڅ ډول سره د توجيه کېدو وړ ندي . خو دغو پيښو و موږ ټولو ته د خطر زنګ وږغاوه .
ددې ټولو فجايعو ريښه بايد د ګرجستان د هغه بېلتون غوښتونکي په پریکړي کي ولټول شي چي په کال ۱۹۹۱ کي يې د جنوبي اوستيا د خود مختارۍ په نقضولو کي لاس وه واهه . په واقعيت کي دغي پريکړي په ګرجستان کي د يو ساعتي بم په څير کار کاوه .
د ګرجستان د نورو سیاستمدارانو تلاښونه چي د زور زیاتيو دلاري يې و خپلو هدفونو ته رسېدل غوښتله ، دې کار نه يوازي وضعه لا نوره هم کړکېچنه کړه بلکه دهغوی د اعمالو په نتيجه کي لانور نوي زخمونه پر زړوزخمو باندي علاوه شوه .
ددې سره سره،د اختلاف و حل ته د يوې سياسي لاري پيدا کول ناممکن کار نه وو . ان د يوې مودې لپاره په جنوبي اوستيا کي وضعه د آرامۍ خواته روانه وه . د سولي ساتونکو قواو چي د روسانو، ګرجيانو او اوستيايانو نه جوړ ه وه په دې و توانېدله چي د سولي په تأمين کي خپله دنده سرته و رسوي . ګرجي او اوستیايي اوسېدونکو په تدريج سره د ګډ ژوند د پاره ګډ بنيادونه ځانته پيدا کړی وو .
په تيرو کلو کي روسيې د ګرجستان ځمکنۍ بشپړتيا په رسميت و پېژند له او داسي معلومېده چي و ټولو ته به دا خبره روښانه سوې وي چي د اوسنيو شرايطو په چوکاټ کي د جنوبي اوستيا مشکل يوازي د سوله ائزه لارو چارو لخوا حل کېدای شي .
بلې، په ننۍ متمدنه نړۍ کي خو د اختلافونو د حل د پاره بېله سوله ائزه لاري بله لاره سته نه .
خود ګرجستان دولت دغه بيخکي اصل د پامه و غورځاوه . باور کېدونکي ندي کوم څه چي د اګست پر اوومه پېښ سوه . د ګرجستان پوځ د جنوبي اوستیا پر مرکز تسخينوالي حمله وکړه . حمله داسي طراحي سوې وه چي پراخي سیمي نابودي کړي . په داسي يوه حالت کي روسيې ته لازمه وه چي بايد غبرګون و ښئی . په دې خاطر چي په اصطلاح « دکوچني او بې دفاعه ګرجستان» په مقابل کي روسيه د جګړه مارۍ په تور تورنه شي ، نو دا کار نه يوازي رياکاري ده، بلکه د بشردوستۍ د احساساتو د فقدان نښانه هم ده .
د ګرجستان دولت ددې وعدې په زړه خوښولو سره چي د ناټو غړی به شي نو و به کولای شی هرڅه چي په جنوبي اوستیا کي غواړي هغه به کوي او د ناټو د برېښنایی حملې تر چتر لاندي به ځان بچ کړي . یاني ميخائيل ساکاشويلى د غرب د بې قید و شرطه ملاتړ انتظار لاره او غرب هم دداسی انتظارپه ورکولو کي و هغه ته مقصر وو .خو اوس چي د ګرجستان پوځي عملیات ماتي و خوړه هم د تفلیس مشران او هم د هغوی متحدين مجبوره دی په خپلو دريځو کي نوې کتنه و کړي .
لازمه ده چي ډېر ژر و کينو ته د پای ټکی ور کول سي او داسي ګامونه پورته سي چي و قربانيانو ته مرستي ورسول شي او وراني سيمي بیرته د سره جوړي کړل شي .
مهمه ده چي ددې معضلې د اساسي حل د پاره نه يوازي په تدبير سره عمل وشي بلکه په کامل احتياط سره برخورد هم وسي داځکه چي دغه مشکل د قفقاز په سيمه کي تر ټولو سخت ترينه او ځورونکی مشکل دئ .
بې له شکه پخواني اختلافونه جدي موانع شمېرل کيږي چي پر هغو باندي غلبه و يوې اوږدې او ستونزمني مودې ته اړتيا لري، چي کېدلای شي په متانت او دسپينوخبرو اترو دلاري وهغه ته ور سيږي . خو البته لومړنۍ شرط يې دادی چي د هر رازي خشونت او زور زياتي نه بايد ډډه وسي .
د لسهاوو کلونو په اوږدو کي اروپايانو او نورو هيوادو و کولای شوه د قفقاز غوندي پر ورته لانجو باندي غلبه پيداکړي خو په ځينو مواردو کي لا اوس هم د هغه نه نوي بحرانونه زيږي .
پر داسي بحران زېږونکو حالاتو باندي بری نه يوازي صبر او متانت ته اړتيا لري بلکه د هوښيارۍ کړه وړه هم غواړي . کلونه کلونه تېر شوه چي د قفقاز کوچني ولسونه يو د بل ترڅنګ په سوله او صفا کي ژوند وکړ . هغوی و ښودله چي دوامداره سوله ممکنه ده او هغوی قادره دي د صبر او تعاون په روحيه د ترقی او د آرام ژوند شرائط ځانته ايجاد کړي .
په دې ورستيو ورځو کي غربي هيوادونو او خاصتاً د امنيت په شورا کي نا سنجيده خواوي و نيول شوې چي پايله يې د امنيت د شورا ناتواني شوه . بل داچي امريکا، د قفقاز سيمه چي په زرهاوه کيلومتره د امريکا د قارې څخه ليرې ده، هغه د خپلو «ملي ګټو » د حوزې په نامه يادوي، دا يوه فاحشه خطا کاري بلل کيږي . البته طبيعي ده چي ټوله په دې سيمه کي د سولي د تأمين غوښتونکې دي . خو هر څوک که په ککرۍ کي یو لږ شاني سالم عقل ولري نو پوهيږي چي روسيه دلته د ګاونډيتوب او په دې سيمه کي د څو ګډو لسيزو نيژدې تاريخي اړيکي لري . د نړۍ والي ټولني اوږد مهاله هدف بايد دا وي چي په دې سيمه کي داسي يو ګډ سياسي نظام ټينګ کړي چي په راتلونکي کي د تحريک مانع و ګرځي او د داسي بحرانو د وسعت او پراختيا څخه ډډه وکړي . دداسي يو نظام ايجادول په واقعيت کي يو جدي چلنج دی چي پر هغه باندي بری يوازي دقفقاز د سيمي د هيوادو د همکارۍ په صورت کي تر لاسه کېدای سي .
ددې سيمي نه بهر، نور هيوادونه يوازي هغه وخت مرستندويه نقش لوبولای سي چي لومړۍ عيني درک ولري او بيا منصفانه دريځ .
هغه درس چي د ورستيو پيښو څخه بايد واخيستل سي هغه دادی چي سياسي سيمه ائزه بازۍ نه يوازي په قفقاز کي بلکه هرځای چي وي تل ډير خطرناکه دي !