د سيمه ايزي سياسي لوبو ګواښونه

د لراوبر اداره | اگست 17th, 2008


د روسيې  او ګرجستان د جګړې په هکله، د میخاییل ګورباچف تحليلي ليکنه




د پخواني شوروي اتحاد وروستی جمهور رئیس او  د سولي د نوبل جايزي وړونکی میخاییل ګورباچوف په خپل هغه تحليلي ليکنه کي چي د روسيې او ګرجستان د جګړې په هکله يې د المان د شپېګل او د امريکا د واشنګټن پوسټ په ورځپاڼو کي خپر ه کړې ده ، داسي ويل کيږي   :


په روسيې باندي د امريکا لخوا د جګړې د بلولوتور بې بنياده او ريا کارانه  دئ . واقعيت خو دادئ چي  د ګرجستان جمهور رئي ساکاشویلی  د غرب د ملاتړ  په پوره ډاډ سره دا جګړه پيل کړه . اوس بايد اروپا او  امريکا د خپلو کړو په وړا ندي  د سره غور وکړي . په ننۍ متمدنه نړۍ کي هيڅ  يوه لانجه  د سوله ایزه  لارو پرته ، نشي حلېدلای  .

د ګرجستان په جنوبي اوستيا کي د تيري اوونۍ پيښو و موږ ټولو ته دردوونکی او هېښنده وې . په زرګونه انسانان و وژل سوه، په لسهاوو زره آواره، لالهانده او کور ونه  کلی يې د خاورو خاکه سوه . دغه ورانۍ او ضایعات په هيڅ ډول سره  د توجيه کېدو وړ ندي . خو دغو  پيښو  و موږ  ټولو ته د خطر زنګ  وږغاوه .

ددې ټولو فجايعو ريښه بايد د ګرجستان  د هغه بېلتون غوښتونکي  په پریکړي کي   ولټول شي چي په کال ۱۹۹۱ کي يې  د جنوبي اوستيا د خود مختارۍ په نقضولو کي  لاس وه واهه . په واقعيت کي دغي پريکړي په ګرجستان کي  د يو ساعتي بم په څير کار کاوه .

د ګرجستان د نورو  سیاستمدارانو تلاښونه  چي  د زور زیاتيو دلاري يې  و خپلو  هدفونو ته رسېدل غوښتله   ، دې کار نه  يوازي وضعه  لا نوره هم کړکېچنه کړه   بلکه دهغوی د اعمالو په نتيجه کي لانور  نوي زخمونه پر زړوزخمو باندي علاوه شوه  .

ددې  سره سره،د اختلاف و حل ته د يوې سياسي لاري پيدا کول  ناممکن کار  نه وو . ان د يوې مودې لپاره په جنوبي اوستيا کي وضعه د آرامۍ خواته  روانه وه . د سولي ساتونکو قواو چي د روسانو، ګرجيانو او اوستيايانو نه جوړ ه وه  په دې و توانېدله چي د سولي په تأمين کي خپله دنده سرته و رسوي  .  ګرجي او اوستیايي اوسېدونکو په تدريج سره د ګډ ژوند د پاره ګډ بنيادونه ځانته پيدا کړی وو .

په تيرو کلو کي روسيې د ګرجستان ځمکنۍ بشپړتيا په رسميت و  پېژند له او داسي معلومېده چي و ټولو ته به دا خبره  روښانه سوې وي  چي د اوسنيو شرايطو په چوکاټ کي د جنوبي اوستيا مشکل يوازي د سوله ائزه لارو چارو  لخوا حل کېدای شي .

بلې، په ننۍ متمدنه نړۍ کي خو د اختلافونو د حل د پاره بېله سوله ائزه لاري  بله لاره سته نه .

خود ګرجستان دولت دغه بيخکي اصل د پامه و غورځاوه . باور کېدونکي ندي  کوم څه چي د اګست پر اوومه پېښ سوه . د ګرجستان پوځ  د جنوبي اوستیا پر مرکز تسخينوالي حمله وکړه . حمله داسي طراحي سوې وه چي پراخي سیمي نابودي کړي . په داسي يوه حالت کي روسيې ته لازمه وه چي بايد غبرګون  و ښئی  . په دې خاطر چي په اصطلاح « دکوچني او بې دفاعه ګرجستان» په مقابل کي روسيه  د جګړه مارۍ په تور  تورنه شي ، نو دا کار نه يوازي رياکاري ده،  بلکه د بشردوستۍ د احساساتو د فقدان   نښانه هم  ده .

د ګرجستان دولت ددې وعدې په  زړه خوښولو سره چي د ناټو غړی به شي نو و به کولای شی  هرڅه چي په جنوبي اوستیا کي غواړي هغه به کوي او د ناټو د برېښنایی حملې تر چتر لاندي به ځان بچ کړي . یاني ميخائيل ساکاشويلى د غرب د بې قید و شرطه ملاتړ انتظار لاره او غرب هم دداسی انتظارپه ورکولو کي و هغه ته مقصر وو .خو اوس چي د ګرجستان پوځي عملیات ماتي و خوړه هم د تفلیس مشران او  هم د هغوی متحدين مجبوره دی په خپلو دريځو کي نوې کتنه و کړي .

لازمه ده چي ډېر ژر و کينو ته د پای ټکی ور کول سي او داسي ګامونه پورته سي چي و قربانيانو ته مرستي ورسول شي او وراني سيمي بیرته د سره جوړي کړل شي .

مهمه ده چي ددې معضلې د اساسي حل د پاره نه يوازي په تدبير سره  عمل وشي بلکه په کامل احتياط سره برخورد هم وسي داځکه چي دغه مشکل د قفقاز په سيمه کي تر ټولو سخت ترينه او ځورونکی مشکل دئ .

بې له شکه پخواني اختلافونه جدي موانع شمېرل کيږي چي پر هغو باندي غلبه و يوې اوږدې او ستونزمني مودې ته اړتيا لري، چي   کېدلای شي په متانت او دسپينوخبرو اترو دلاري وهغه ته ور سيږي . خو البته لومړنۍ شرط يې دادی چي د هر رازي خشونت او زور زياتي نه بايد ډډه وسي .

د لسهاوو کلونو په اوږدو کي  اروپايانو او نورو هيوادو  و کولای شوه د قفقاز غوندي پر ورته لانجو باندي غلبه پيداکړي  خو په ځينو مواردو کي لا اوس هم د هغه نه نوي بحرانونه زيږي .

پر داسي بحران زېږونکو حالاتو باندي بری نه يوازي صبر او متانت ته  اړتيا لري  بلکه  د  هوښيارۍ کړه وړه   هم غواړي . کلونه کلونه تېر شوه چي د قفقاز کوچني ولسونه يو د بل ترڅنګ په سوله او صفا کي ژوند وکړ . هغوی و ښودله چي   دوامداره سوله ممکنه ده او هغوی  قادره دي د صبر او تعاون په روحيه  د ترقی او د آرام ژوند شرائط ځانته ايجاد کړي .

په دې ورستيو ورځو کي غربي هيوادونو او خاصتاً د امنيت په شورا کي نا سنجيده خواوي و نيول شوې چي پايله  يې د امنيت د شورا ناتواني شوه . بل داچي امريکا،  د قفقاز سيمه چي په زرهاوه کيلومتره د امريکا د قارې څخه ليرې ده، هغه  د خپلو «ملي ګټو »  د  حوزې  په نامه يادوي، دا  يوه  فاحشه خطا کاري بلل کيږي  . البته طبيعي ده چي ټوله په دې سيمه کي د سولي د تأمين غوښتونکې دي . خو هر څوک که په ککرۍ کي یو لږ شاني سالم عقل ولري نو پوهيږي چي روسيه دلته د ګاونډيتوب  او په دې سيمه کي  د  څو ګډو لسيزو نيژدې تاريخي  اړيکي لري .  د نړۍ والي ټولني اوږد مهاله هدف بايد دا وي چي په دې سيمه کي داسي يو ګډ سياسي نظام ټينګ کړي چي په راتلونکي کي د تحريک مانع و ګرځي او د داسي بحرانو د وسعت او پراختيا څخه ډډه وکړي . دداسي يو نظام ايجادول په واقعيت کي يو جدي چلنج دی چي پر هغه باندي بری يوازي دقفقاز د سيمي د هيوادو د همکارۍ په صورت کي تر لاسه کېدای سي .

ددې سيمي نه بهر، نور هيوادونه يوازي هغه وخت مرستندويه نقش لوبولای سي چي لومړۍ عيني درک ولري او بيا منصفانه دريځ .

هغه درس چي د ورستيو پيښو څخه بايد واخيستل سي هغه دادی چي سياسي سيمه ائزه بازۍ نه يوازي په قفقاز کي بلکه هرځای چي وي تل ډير خطرناکه دي !

Copyright Larawbar 2007-2024