د ښځو شعوري خوځښت غورځنګ (واک) د فخرافغان باچاخان ۳۲م تلين ولمانځی
Aziz Rahman Hazim
تېره ورځ د ښځو د شعوري خوځښت غورځنګ (واک) د عدم تشدد د مبارزې د سالار خان عبدالغفارخان ۳۲ تلين ولمانځی.
په دغه تلين غونډه کي چي د پښتنو سياسي فعالانو او مدني بنسټونو استازو ګډون کړی وو، د فخر افغان باچاخان پر ژوند، فکر، تګلارو او مبارزې باندي بېلابېلي ويناوي او بحثونه وسول.
باچاخان چي د عدم تشدد د مبارزې سالار بلل کېږي د خپل قام د پرمختګ لپاره په بېسارې توګه مبارزه وکړه.
ارواښاد باچاخان په ۱۹۸۸ ع کال کي له دې نړۍ څخه وکوچېدی.