کور / راپور / قطر کي طالب استازو د خليلزاد او سکاټ مېلر سره کتلي دي

قطر کي طالب استازو د خليلزاد او سکاټ مېلر سره کتلي دي

طالب مرکچيانو تېره شپه د قطر په پلازمېنه دوحه کي د امريکايي چارواکو سره کتلي دي.

د طالبانو د قطر دفتر وياند سهيل شاهين وايي، چي تېره شپه طالب استازو په قطر کي د امريکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او د ناټو د عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر سره ليدلي دي.

شاهين پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چي تېر ماښام طالب مشرانو  ملا عبدالغني برادر، شېر محمد عباس ستانکزی او مولوی امیر خان متقي د خليلزاد او سکاټ مېلر سره د سولي د موافقتنامې د راتلونکو ګامونو په هکله ږغېدلي دي.

نوموړي ويلي، چي دا خبري به نن سه شنبه هم رواني وي.

په دې وروستيو کي د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د سولي د هوکړي خبري ګرمي سوي دی.

افغان حکومت وايي، چي د سولي د موافقتنامې وړاندي اوربند لومړنۍ شرط دی او له اوربند پرته سوله نه سي کېدای.