کور / د ډيورنډ کرښه / سېلاب قول اردو: د پاکستان د راکټي بريدونو ځواب مو ورکړ

سېلاب قول اردو: د پاکستان د راکټي بريدونو ځواب مو ورکړ

په ختيځ کي د ۲۰۱ سيلاب قول اردو منسوبين وايي، چي د پاکستان راکټي بريدونو ځواب ته چمتو دي .

د ۲۰۱ قول اردو د دوهمي لوا قومندان جنرال ميرويس ساپی وايي، چي د پاکستان د ۲۰۰ راکټي بريدونو ځواب يې ورکړی دی او په هر وخت کي د خپلو خلګو او خاوري دفاع ته تيار دی.

نوموړي وويل، چي تېره ورځ پاکستاني ځواکونو د کونړ  پر څو سرحدي ولسواليو ۲۰۰ توغندۍ راغورځولي دي چي د افغان ځواکونو لخوا ځوابي بريدونه پر سوي دی.

هغه وویل، پاکستاني لوري په ناوه پاس سیمه کې پرته له کوم سبب د افغانستان د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه پیل کړل.

ښاغلی ساپی زیاتوي: “موږ له خپل ځان څخه دفاع وکړه، تعرض مو نه ‌دی کړی. تل دوی په تعرض کي دي. غوښتل‌یې چي زموږ پوستې له ‌منځه یوسي. دا سرحدي پوسته چې هلته پرته ده د دې د بشپړ تخریب پلان‌یې درلوده، خو زموږ امنیتي ځواکونو په ډېره زړورتیا او قهرمانۍ ځواب ورکړ، موږ هر ډول ځواب ته چمتو یو.”