کور / #PTM / د فبرورۍ دوهمه د شهيد ارمان لوڼي لومړی تلين

د فبرورۍ دوهمه د شهيد ارمان لوڼي لومړی تلين

ليک: عبدالله احسان

د فبروري دوهمه د شهيد ارمان لوڼي د لومړي تلین سره برابره ده.
پوهاند ابراهیم ارمان لوڼی دلوی افغانستان شهید دی.
هغه د افغانانو د ژوند، یووالي، پرمختګ او سوکالۍ دپاره مبارزه کوله.

پکار ده چي له کابل څخه شروع بیا د نړۍ په ټولو ښارونو کي پښتانه افغانان هغه که د پي ټي ایم سپورټرز/ ملاتړکوونکي وي او که خپلي کلتوري او فرهنګي ټولني یا سياسي حزبونه لري، ددې اتل شهید په ياد د هغه د ارمانونو په اړه غونډي او جلسې جوړي کړي.

د هغه قاتل په ګوته کول او نړۍ ته د پاکستان د قاتل او جنایتکار ریاست توره څېره یوار بیا ور وپیژندل پکار دي.

د ارمان فکر او د ازادۍ د لاري جذبه یې ولس او په ځانګړې توګه ځوان نسل ته روښانه کول پکار دي او لازمه ده چي په داسي غونډو او پروګرامونو جوړولو د محکوم افغان ولس د ژوند، امن او خپلواکۍ دلاري د مبارزینو ملاتړ ته خلک راوبلل سي، په دې توګه به د ژوند، امن او خپلواکۍ د لاري غورځنګونه غښتلي سي او زموږ ولس د محکومیت او بربریت څخه د تل دپاره خلاصون ومومي.

لراوبر نسته افغان یو دی

لالا؛ زما د بچو غم به خورې که نه راغلمه
ځم پرې کوم دا اغزن تار ما احتجاج کړی دی