کور / تازه خبرونه / هارون چخانسوری د بهرنيو چارو وزارت سرپرست وزير ټاکل سوی دی

هارون چخانسوری د بهرنيو چارو وزارت سرپرست وزير ټاکل سوی دی

.

له ارګ څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي چي  هارون چخانسوری د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين او د نوي وزير تر ټاکل کيدو پوري د ياد وزارت سرپرست ټاکل سوی دی.

اعلامیه وایي چي د وزارت سرپرست د اصلاحاتو د بهیر مشري په غاړي لري او “مکلف دی چي ټول کارکوونکي ارزیابي او ګمارنې معیاري کړي. ” د ارګ په اعلامیې کي همدغه راز ویل سوي دي چي سرپرست وزیر باید د “یوېشتمې پېړۍ سیاسي او اقتصادي ضرورتونو ته په کتو په وزارت کي تشکیلاتو ته بیا کتنه وکړي. “

تر ښاغلي چخانسوري مخکي محمد ادریس زمان د دغه وزارت سیاسي معین او سرپرست و. ښاغلي چخانسوري د ښاغلي زمان کارونه ستایلي او ویلي دي چي د هغه له لوري پیل سوي اصلاحات به روان ساتي.