ولسي جرګې د ۱۳۹۹ کال بودیجه تصويب کړه

Aziz Rahman Hazim | جنوري 22nd, 2020


د ۱۳۹۹ مالي بودیجه د ولسي جرګې لخوا نن تصويب سوه.

که څه هم ددغي بودېجي تصويب د ننګونو او مخالفتونو سره مخ وو، خو نن په اکثريت رايو سره تصويب سوه.

د دغي بودېجې د تصويب مخالفين وايي، چي د ۱۳۹۹ کال په بوديجه کي توازن نسته.

د ۱۳۹۹ مالي کال ملي بودیجه په ټوله کې ۴۲۸ میلیارده افغانۍ ده، چې په دې کې ۲۸۹ میلیارده افغانۍ عادي بودیجه او ۱۳۹ میلیارده افغانۍ پراختیایې (۶۴ میلیارده افغانۍ اختیاري او ۷۵ میلیارده افغانۍ غیري اختیاري) بودیجه جوړوي.

لراوبر - د لوی افغانستان نښلوونکی

Copyright Larawbar 2007-2024