کور / نوميالي / خان عبدالغفار خان هلمند ته ولې راغلی وو؟

خان عبدالغفار خان هلمند ته ولې راغلی وو؟

دا ليکنه  بدلون اونيزي څخه را اخيستل سوې ده

د دوو مشرانو [عبدالستار جرار او محمد عمر قانع] سره د اقبال مرکه…
“زه به په څلورم يا پنځم ټولګي کې وم چي(( مکتب ابتدايه لشکرګاه)) چي اوس ورته دهلکانو يا ذکورو ابتدايي ښوونځي ويل کيږي راغلی وو، دې ښوونځي هغه وخت ديوال نه درلود شاته يې يو لوی ناجو ولاړ وو چې اوس هم ولاړ دی ، کله کله اوس هم ورځم او خپل کوچنيوالی پرې رايادوم موږ ناجو ته ختلي وو ډير زيات خلک ورته راغلي وو دا اوس چې مارکيټونه پرې جوړ دي دا ځای ټول له خلکو ډک وو.
د کلونو حساب که ورته وکړو نو ۱۳۴۴ لمريز يا ۱۳۴۵ لمريز کال به وو، اجمل خټک هم ورسره وو غفار خان جګ قد درلود ،سپين ګردي کالي يې اغوستي وو،سپينه جګه خولۍ يې په سر وه ،لکړه ورسره وه لمړی ده خبرې وکړې بيا اجمل خټک خبري وکړې.
ډير ساده غږېده،ارامې خبرې يې کولې ،هيڅ لغاتونه يې نه کارول خبرې يې پام اړونکې وې او موږ ته به يې ويل بچوړو تاسو زما خبرې سمې واورئ دا دبچوړو لفظ به يې ډير کاراوه .
يوه يې په مکتب کې وکړه ، او يوه غونډه يې دښار په منځ کې وکړه دا اوس چې فتح یا لغړی مسجد دی په دې څلور لارې يې خلکو ته خبري وکړې چې هلته هم بيخي ډير کسان ورته راټول سوي وه .
بيخي د ډير وخت خبره ده خو دومره مې په ياد دي چي موږ ته به يې ويل (( بچوړو دا پختانه داسي دي چي يو هغه بل ته کوهي کيني،هغه بل يې هغه بل ته ، زه کوهی کينم تالره ته کوهی کينې مالره ،بچوړو که دا بې اتفاقي ورکه نه کړو نو موږ به ورک کړي غرب خو رارسېدلی شرق هم راځي ، که پختانه سره يو سي هيڅوک يې هم دجواب نه دي )).
بيا اجمل خټک خبري وکړې ده بیا ډيري جذباتي خبري وکړې سپين کالي يې اغوستي وو تورې چوټې يې په پښو وې ويل يې چي ما په لندن کې تعليم وکړ چيري مې پي ايچ ډي وکړه خو چي بيرته راتلم نيک ټايي مې په غاړه وه، له ځان سره مې وويل چې ښه دا دريشي دي چي اغوستې نو له سرکار(دپاکستان حکومت) سره به ډپټي(دنده) کوې نو مې وويل چې دپښتنو لپاره دې څه وکړل هغه وو چې نيک ټايي مې له غاړې ايسته کړه او دادی تر تاسو راغلم، ده به هم ويل چې دپښتنو ستونزه دريشي نه سی حل کولای دپښتنو ستونزه د دوی پوهول حل کولای سي .
اصلي موخه يې دا چي افغانان ويښ کړي که ويښ نه سئ دشرق وغرب خوراک به سئ دا دی همداسې سو،دا چي ده عملاً لاس په لاس له انګريز سره مبارزه کوله له ديرشو زيات کلونه يې په زندان کې تېر کړي وو دهغوی نيت يې له هر چا ډير درک کړی وو او په سیمه کې دانګريز له چپاو نه وروسته دنورو چپاوونو وړاندوينه يې هم کوله چې غرب خو په افغان وطن کې ريښې ښخې کړي شرق هم راځي نو ځکه يې دافغانانو دراويښولو لپاره کلي په کلي ګرځېدل پيل کړل هغه دی موږ په سترګو وليدل چي شرق هم راغی او افغانستان دشرق او غرب دجنګ تود ميدان وګرځيد چې اوس هم دافغانانو کباب په کښې روان دی.
دا دښوونځي غونډه چي خلاصه سوه دبست ميلمستون خانه سامان راغی ابراهيم عطايي ته یې وويل چې خان صيب خو ساده خواړه خوري وګره مو ورته پخه کړې ده بيا هغه و چې ولاړل له هغه وروسته بيا ناوې ولسوالۍ ته هم تللي وو هلته يې هم له مشرانو سره ليدلي وو.
دا وه کټه مټه مرکه، ددې تر څنګ مې له عبدالستار جرار سره هم خبرې وکړې له ده مې هم لمړی پوښته دا چي په کوم کال غفار خان هلمند ته راغی ؟ ښاغلي جرار وويل(( زه هغه وخت دمکتب ابتدايه لشکرګاه په لسم (ب) ټولګي کې ووم چې دی ښوونځي ته راغی په ټولوټولګيو وګرځېد له هر زده کوونکي سره يې بيل بيل دلاس روغبړ وکړ ما يې لاس هم ورمچ کړ))
ـ دډير وخت خبره ده خدای مې دي غاړي نه بندوي ۱۳۴۶ يا ۱۳۴۷ لمريز کال به وو اوازه سوه چې دپښتونستان باچا راځي.
– ده په خپلو خبرو کې ويل چې زده کړه اوتعليم وکړئ بې له زده کړې رښتينې ازادۍ نسته دنيا دتعليم په زور له موږ څخه غلامان جوړوي او يوازې دتعليم په زور ځان له غلامۍ څخه خلاصولای سو، دی په قد لوړ سړی وو ، سپين اوږده کالي يې په تن وو لکړه يې په لاس کې وه ډيرې مهربانې او اغيزمنې خبرې يې کولې چې له دې ځايه بياددهلمند اطرافو ته روان سو ))
📝 بدلون اوونیزه۱۳۹۳