ټکنی خيال
څه عجب شينکي ځنګل دي ښکلي ښکلي
چي په غره او په کمر پورته ختلي
که مي خيال دی که هوس دی او که فکر
کله ښکته کله پورته پکي ځغلي
که يي ښاخ دی که يي پاڼي ښايسته دي
هري څانګي ګل په موټي کي نيولي
دلته سمه ده که غر دی ټول زرغون دي
ته وا ټول د يو پر بل کي دي ټو مبلي
هم څاروي او هم مرغان پکي بسيا دي
که دغره دي که دښار او که دکلي
د وګړو يي سيالي نازک خيالي ده
هسي نه چي يو دبل ګټي ته غلي
يو پر يو مي خيال ګذر مخ پر وطن کړ
چي به بيا څو هيوادوال وي چا وژلي
بيا به کوم افغان وي ناست په لار کي ورورته
پاکه ربه چي به کوم يو ړومبی ولي
بيا به کوم کلي ته وړي غبرګ تابوتونه
چي د ورور له لاسه مړه دښمن ويشتلي
بيا به څو ميندي وي بورې، ناوي کوڼدې
بيا به جوړ په هديرو وي څومره څلي
بيا به ورک وي څو زامن له مور او پلاره
بيا به څومره ماشومان وي ژړيدلي
بيا به څومره دعزت کورونه وران وي
بيا به څو ټکري له سره وي لويدلي
ټول نا شوني خو زما پر هيواد کيږي
چي الله يو مونږ په څه ګناه نيولي
دلته ځای دګيلي نشته دی همته
چي مو وژني مونږ په خپله رابللي
31/072008