له جېل څخه تر خوشي کېدو وروسته د مشر منظور پښتين د تاريخي وينا بشپړ متن

Aziz Rahman Hazim | فبروري 26th, 2020


تاريخ: ۲۵/۲/۲۰۲۰

یو قوم/قبیله وي یو ملت وي قوم چي پر دوه درې ځایه کړې ددوی حالات سره بدل سي خو ملت چي سل ټوکړې واچوې بیا هم دهغوی حالات نه سره بدليږي.

ماته یاد دي چي کله د کابل او د وېش بازار کاروبار ښه وو نو زموږ د وطن او خلکو پر کرښه دې خوا کاروبار روغ وو خو چي کله پر کابل او کندهار باندي چا بمونه اچولي دي او لیکل یې کړي دي چي “کابل مسټ بي برن- کابل باید وسوځول سي” د هغې اور لمبې زما پر وجود هم بلي سوي دي، پوله پټی کرښي دغي دا قام سره بېل نه کا. زموږ حالات يو دي، یو قسم حالات په اتفاق ليري کیدلای سي.

خبر سوم، ملګرو راته وویل چي کله دوی زما لاسونو ته د فخر او  اعزاز ځنځیرونه راواچول نو پښتون قام هغه که د لر دی که د بر دی هغه په یوه نه یوه طریقه چا په احتجاج چا په جلوس چا په سوشل میډيا چا په میډيا چا په وکالت چيرته استاد خپلو شاګردانو ته کیسه چي نور وس یې نه وو، څوک آفسر وو خیر داکیسه به یې زه نه کوم هغه هم پخپله طریقه، خو پښتون قام ماته په دې تېر وخت کښي چي کومه مینه راکړه هغه مینه نه وه، هغه یو احساس وو، یو فکر وو يوه ډاډګيرنه وه، یو اعتماد وو، یو مینډيټ وو، اصل کي دا مینه دا مینډيټ دا احترام د منظور نه دی سوی، ځکه که د منظور د وجهي وای دا به د منظور د وجود کیدلای چي غټه باډۍ یې ده. دا به دده د پیسې له وجهي وه چي ډیر مالدار دی، دا به دده د عهدې له وجهي وه چي یا وزیر دی یا دا دی یا هغه دی، دا د ذات/شخص نه وو دا د هغه فکر هغه سوچ او هغه جدوجهد ته احترام وو کوم چي د منظور او د منظور د خولې نه راوتلی وو، کوم چي ددوی لاسونو، قدمونو، فکرونو، وئیلو او لیکلو بیانولو.

د ترهګرۍ ښکار پښتانه، د ترهګرۍ په نوم وژلي سوي پښتانه او ددوی سره چي کومه ډرامه وسوه، موږ دا وایو چي دې ډرامې ته د پای ټکی په خاموشي نه کښېښوول کيږي.

موږ همیشه دلته خلک په خوږو نومونو خلک دوکه کړي او خپله فایده يې راڅخه کړې خو موږ تباه کړي. دوی دلته کله د جهاد په عظیم نوم باندي، کله د پاکستانیت په نوم بادي او کله د ترهګرۍ ته شکست ورکولو په نام باندي او تر ټولو غټه خبره دا چي د امن په نامه باندي.

 ملګرو تاریخپوهان لږ خلک به ناست وي ځکه زما د وطن ځوانان دوی( ریاست) د وطن د تاریخ نه ناخبره ساتلي دي دوی ته یې صرف څو مخصوص سړي ور ښودلي دي چي ددوی په تاريخ کښي د هغوی نه علاوه نور څوک وي نه د قاعد اعظم و علامه اقبال و یو دوه نورو نه نور څوک وي نه ددوی په تاريخ کښي.هغه یې ټول ورزده کړی دی نور یې تاریخ نه دی په لوستی.

خو دا درته وايم، دا يو دور وو چي په پنځلمسه څوارلسمه صدۍ کي فرنګيان د دنيا مختلفو ملکونو ته ننوتی چي زه تاته تهذيب دروښيم، ته تهذيب يافته نه يې، ستا ناسته سمه نه ده ، ستا نوم سم نه دی، ستا خوراک سم نه دی. دا د تهذيب په نوم تهذيب نه وو، لوټل يې کول، غلا يې کول په خوږو خوږو خبرو يې خلک تېر ايستل.

يو کتاب دی جبريل ليکلی دی( د ون هنډريډ يېر اف سلوټيوټ) دې کتاب د نوبل جائزه هم اخيستې ده. زما شوق پيدا سو چي دا يوه کانې ده او په کانې باندي خلګو ته نوبل ميلاو سو، نو په کتاب کي به خاماخا يو څه وي.

نو په کتاب کي چي ما کتل هغه يوه کيسه کوي، چي داسي يو کلی دی.

دا کلی يوې خوا اوبلي خوا ته کومه لار نه لري، د کلي خلګو د نيا نه ده ليدلې. په مارچ میاشت کي کانابدوش په اونډه ټيپ خلګ راځي، چي تېرېږي د ځان سره څه سامان راوړي، او د قېمتونو په هکله چي دوی کومه مشوره وکړي هغه به سهي وي، ځکه چي د کلي خلګ خو هسي هم نه پوهېږي، نو دوی مشوره سره وکړه، چي ګيلاس ته به د سرو زرو ګيلاس نوم ورکړو او په ښه نرخ به ولاړ سي او خلګ به يې خوښ کړي. نو يو ځل چي راتلل دوی سره هيڅ نه وو، نو دا تګليشير چي کله په برف تودي کلکي سي، دا يې راواخيستل او ويې ويل چي خلګو ته به ووايو چي دغه سپين کيکونه دي او ټکس به پر ولګوو چي که چا لاس وروړ لس روپۍ او څوک چي يې ګوري پنځه روپۍ به ځني اخلو.  کلي ته چي يې راوړو د خلګو لينونه جوړ وو او يو له بله يې سره ويل چي تا په سپين کيک لاسونه ولګول، تا سپين کيک وليدی او دغه دی هغه دی.

نو اوس هم په همدې نامه باندي دوی وايي چي دهشتګردي ته شکست ورکوو، خلګ راغلي دي، موږ د دنيا ناخبره خلګو وويل، چي په رشتيا دهشتګردي ده، که په رشتيا دهشتګردي ده، خو هغه پنځلس کاله وروسته پته ولګېدل چي احسان الله احسان يې ډارلينګ دی. نن ترهګر دده ډارلينګ وي، دا يې نن نه دی. زما په شان په دې سيمه کي تاسو وخت تېر کړی دی، ددې په هکله موږ خبر نه وو، دا ډارلينګ تا روزلي دي، ددغه يوه يوه خبره موږ درته کړې ده. غل ښکاره سوی دی، خو په غله که زور دی اوس زور راسره ازمويي، دا زور ازمويي، موږ به يو يا به نه يو، د الله ذات ګواه دی، د الله په کتاب قسم دی چي شکست به خورې. شکست به خورې خويوه کيسه ده، دا چي ته پر ما کوم تکليفونه زياتوې، دومره به يې رد عمل سخت وي. دا پر موږ چي لا اوس هم جېلونه راروان دي، ملګري مو په خړ کمر او بل ځای کي شهيدان کېږي ما ته داسي مالومېږي چي که موږ تيار نه يو، خدای پاک لا نور هم څه راباندي ويني.

دده سره د ټکر اخيستلو فکر به موږ ته د خپلو دردونو څخه راوځي، د خپل هغه زخم څخه چي دی يې موږ ته پر خپله خاوره په مختلف شکل سره راکوي. ده جېل ماته نه دی راکړی، ځکه چي ظالم ته پته ده چي په جيلونو باندي منظور نه پرېشان کېږي، ده صرف پښتون قام ازمايه، چي ته زما باجوه ته هيڅ نه سې ويلای، زه ستا منظور ته چي خوښه مي سي څه ويلای سم، پښتون قام ته يې دا احساس ورکاوه، چي زه طاقتور يم، ته کمزوری يې، زه اقا يم، ته غلام يې.

چي څومره هم دا احساس زياتولای سې، زور ورکړه، زور وکړه زما هتکړو ته، زور ورکړه زما جېلو ته، چي زما د قام هر بچی په يو يو چل او د هغې پر ضد را اوچتولو ته سم تيار سه.

دا تا په پي ټي ايم پسې نه ده را اخيستې، دا تا په ځان پسې را اخيستې ده. سړی چي ډېر تنګ کړې دېوال ته ودرېږي، د دېوال څخه شاته لار نه وي، بيا يو اپشن وي چي مخ ته ولاړ سي. پښتانه ځپي، هر څوک به يې ډايرکټ نه وي تنګولی، موږ پښتون يوه داسي کميونيټي / ټولنه  يو، يو داسي سماج يو چي په يوځای کي هم د پښتون سره ظلم کوې، موږ يې درد په هر ځای کي محسوسو.

نن که عدنان شينواری دی، په والله که زه په جېل کي زه له درد څخه خلاص وم. نن که په کوټه کي دماکه کېږي، يا په باجوړ کي ميزايل د خلکو پر کورونو ولې، يا په بل ځای کي پښتنو ته تکليف ورکوې، دا موږ ټولو ته تکليف دی او دا به زياتېږي زياتېږي، دا به موږ را ويښوي، دا ويده زمری دی، ويې ټکوه، همدا لت دي زمري ته نه دی، بلکي ځان په چخوې.

ملګري په غوږ کي راته وويل، چي ډېرو خلګو ډېر همت کړی دی، شکريه چي ادا سي. د ځان شکريه څنګه ادا کېږي، ماته ددې چل نه راځي. دا قام زما ځان دی.

د اشرف غني نه راواخله، د ټانک تر ټايګري پوري چي څومره پښتانه دي، موږ يو قام يو، يو وجود يو او د ترهګرۍ ښکار خلګ يو. د دنيا خپله هوښتيارتوب به، دا عقلمندي يې پر خره سپره کړې ده. عقل به پر خره سپره کړې.

دتنيا کتابونه ولوستل، ټکنالوجي يې ولوستل اوز ما پر بربادولو يې پوري کړل، دغه ريزلټ / نتيجه به ټيک نه وي.

زموږ نه دي هېر، فرنګي چي هم پر دې وطن څه کړي دي نن سل کلونه هم زيات ووتل، فرنګی نسته، خو چي د تاريخ يوه يوه پاڼه اړوم، چي زما پر خاوره، زما پر باباګانو څه تېر سوي دي هره يوه جمله يې ما لمسوي. دنيا دي معافي وغواړي، هسي نه چي پښتون به همېشه داسي خوار وي، راپورته سوی به وي، زورور به وي، ويټو پاور به وي، يو سوی به وي، بيا به ريزلټ ټيک نه وي.

د مېرانشاه بازار نړېږې، د ميرانشاه احتجاج کوي، د لاهور خلګ وايي دا بد کوي. که ستا لاهور چا ړنګ کړلو نو بيا که دي احتجاج کولو او چا درته وويل چي احتجاج مه کوه، ګيله خو به نه کوې؟!!!

کيسه داده چي ته ما ورځ ورځ، ځان نه قام يادوم، قام پياوړی کوې، پر سر يې تېروې. موږ پر دې خاوره باندي ډېري نتېجې ليدلې دي، زه خو وايم مزيد دي دا قام تجربه نه کوي، مزيد د تجربې ضرورت نسته. دا شعور، پوهه دومره مه مينده کوی، چي ته به يو ځل د خپل کور څخه مړی اخلې بيا به ته پوهېږي، دا شعور موږ ته ډېر مېند پرېوزي. زه خو وايم پوه سئ، تکړه سئ، پښتو او پښتونوالي او د پښتنو رعب که دروغ نه وايم، خدای دی وکړي چي دروغ وي دا رعب ختم سوی دی. دا رعب چي چا ختم کړی دی د هغه د مرۍ رانيول دي، بله لار نسته.

په دې دنيا کي موږ د عزت ژوند تېرول غواړو، موږ انسانان يو، د پنجاب سره د مثل په بناد، د رنګ په بنياد، د اغوستلو په بنياد، د خوراک په بنیاد، د ناستي پاستي په بنياد زما هيڅ ضد نسته، هيڅ نفرت نه کوم، څنګه شکل چي خدای ورکړی دی، دی هم انسان دی خدای ورکړی دی، زه هم انسان يم خدای راکړی دی. ده ته خدای پر خپله مځکه څه ورکړي دي، انسان دی خدای ورکړي دی. دی زه د يو انسان په صفت پېژنم، خو قطعا يې خپل اقا (مشر) نه منم.

نو دا وايم، موږ د تعصب په بنياد نه يو راپورته سوي، تاته خدای غنم درکړي، خدای دې درته سره زر کړي. ماته خدای پر خپله خاوره څه راکړي، مه يې رانه وړه.

ګيس د کرک سيمي دی، خو فيکټري (کارخونه) يې په فيصل اباد کي ورته لګولې ده، بجلۍ د پښتونخوا ده، خو بېرته يې يونټ پر پښتونخوا پلوري. اوبه د پښتنو دي، ټولي بل لور ته ځني بوځه، جلغوزه د پښتنو ده، ځني يوسه.

تاته خو صرف يوه منډۍ نه در پرېږدي، په واڼه کي د مڼو کيلو په پنځلس شل روپۍ وي. نو ته د پښتنو علاقه نه سې وړلای، دا به لاهور ته ځي او لاهور به يې بېرته تاته په سل او يو نيم سل روپۍ کيلو رالېږي، ځکه خو زموږ خلګ په روزګار پسې مسافر دی.

په دې دنيا کي دېرش ملکونه داسي دي چي په يو کروړ اباد دي، خو يونيم کروړ پښتانه مسافر دي. په دې ښارونو کي چي څوک پالش وکړي په بله ژبه خبري ورسره مه کړه، پښتو وايه، بل څوک نه دي. پښتانه نن د خلګو څپلۍ پالش کوي.

 هغه وطن چي د وسائلو ډک دي، اوس محمود خيل د سروزرو ډک دی، يو ځوان چيري دی د وزيرستان دی په دوبۍ کي ژاړي. خلګو ټوکه ورباندي جوړه کړې ده، ژاړي وايي، نوکري نه سم موندلای، نورو ټولو ځوانانو موندلې.

تباه يې کړ، د سروزرو، سپينو زرو، جلغوزو له وطن څخه سړی تللی دی، د تېلو په وطن کي ژاړي. خلګو د شګو څخه وطن جوړ کړی دی، خو زموږ د بدر، زموږ د زرمک، زموږ د زيارت، زموږ د سوات، زموږ د تېرا په شان د جنت وطنونو څخه دوزخ جوړ سوی دی.

بښتنو! نور مزيد دا ځانځاني چي تانه ځان خلاصوي، درته وايي چي مړ به شې پي ټي ايم ته مه ځه، هلکه خپل کار کوه، روزګار وکړه.

دده ستا په روزګار زړه نه دی بد، که دده ستا په روزګار زړه بد وای، ستا د خاوري وسائل به يې تاته درکړي وای. تا د خپل قام د اتفاق څخه شاته کوي، هغه ته دي تمبوي.

وای تاته خو ما روډ جوړ کړی دی. دا روډ دي خپل تګ راتګ ته جوړ کړی دی.

وای ما خو درته  پوځي کالج جوړ کړی دی، خو سهي دی تا کالج جوړ کړی دی، ته خو له دې څخه خپل کفتانان جوړوې، ته يونورسټي (پوهنتون) ولي نه جوړوې، چي ځان ته تعليم حاصل کړم.

دغه محدود جال چي د ترقۍ په نام يادېږي، دا جال ستا د قبضه کولو، ستا د مزيد غلام جوړولو لپاره دی.

 زه خپل روزګار ښه وینم، زه خپل تعليم نه وينم، زه ړوند سوی يم؟ ستا خبري زما د باشعوره ملګرو مخي ته هڅي مسخرې دي. څومره مسخرې يې وکړې! هغه يې ځکه کولای سوای چي په موږ کی پوهه نه وه.

ما همېشه ويلي دي، زموږ بې شعوري او زموږ ناپوهي ددوی طاقت وو. نن الحمدلله چي دلته موږ ناست يو، د پوهي خبري کوو، يو بل سره هوښياروو.

نو په هره طريقه، په هر صورت کي د خپل وطن دفاع بايد وکړي.

زه چي له زندان څخه راوتلم، څه نارې مي ولګولې، ملګرو ويل چي پر دې دي ايف آي آر کاټېږي، ما ويل پرېږده چي کله بيا جېل ته راتلم، نو صرف به انقلابي راته راځي.

د پښتون وطن انقلاب ته دي هرکلی هم دومره اسان نه وي، که هر څوک وي. دا وطن، دا خاوره کي پښتانه پر سرونو باندي تېر سوي دي، نو پښتون چي يوځل پر خپله خبره ودرېږي، نو بيا به ترې شاته ځني ځې.

پاتي سوه دی څه کولای سي، دی يا زموږ سره زور ازمولای سي يا زر، يا زور يا زر، يا جېل يا عهده، يا هتکړۍ (بند لاسونه) يا خلاص. په رب مي دي قسم وي چي دا يوه حربه به يې هم ونه چلېږي.

ملګرو ښه ډاډه اوسئ، لا خو زموږ په مغزونو کي د انقلاب د سباوون انګازې ږغېږي، نغمه يې اوس داسي ورو ورو اورېدلای سئ.

اوس که نر وي نو غوږونه دي خپل پرې کړي

اوس که نر وي نو غوږونه دي خپل پرې کړي

چي زما نغمه سړه نه سوه توده سوه

د ازادۍ د انقلاب سندره ډېره ورو ورو په بکګراونډ کي ږغېږي. موږ چي ماشومان وو اسلامي سبق به يې راته وايه، ويل چي کله قيامت راځي نو شپېلۍ ږغېږي، نو هغه اول ورو ورو وي، بيا زياتېږي، زياتېږي قيامت سي.

د انقلاب شپېلۍ ورو ورو ږغېږي، څه ناڅه يې غوږونو ته ورغلې ده، دا چي څه يې لاسونه وهي، په کيسه لږ څه پوه سوي دي. نو دا به تېزېږي، څومره چي دی ظلم زياتوي، دومره به خلګ نور تيارېږي.

اوس خو دي ماته د خړ کمر شهيدان پرې ايښي دي، زه به اوس پي ټي ايم چيري ختموم؟!!!

اوس خو ماته د واڼه، اوس خو ماته د ارمان لوڼي اوس خو زما ملګرو ډېر تکليفونه ليدلي دي، اوس خو به کيسه اوږدېږي او دا ما نه کړه اوږده، تا اوږده کړه.

ما خو صرف پنځه خبري غوښتې، ته په پنځه نه يې راضي او وايې چي کمي يې کړه. زه بيا ستا په طبيعت نه يم راضي چي کمي يې کړه. په خپل طبيعت راوتلی يم، په خپل طبيعت به ژوند کوم، که ژوند وو، ژوند به د پښتونخوا پر خاوره کوم، که مرګ وو، دا خاوره زما مور ده، په غېږ کي به يې خپل ځان ښخوم. زما سکون به د خپلي مور په غېږ کي وي.

نو ملګرو کيسه را څخه اوږدېږي، زړه مي بلها ډک دی، ډېري کېسې دي پکي، د پښتنو ډېري کيسې دي.

د يار په زلفو کي مي شپه وه بېګاه

نوره کيسه به درته بيا کومه

بيا به هم ددې وطنونو، دا هوټل چي موږ به پکي د ګپ شپ او خوراکونو لپاره کښېناستلو، دا نن د وطن لپاره ناستي ته جوړ سوی دی، اوس به روډونه د وطن خبري اوري، اوس هر هغه کاڼی، هره هغه ونه، هر هغه بوټی، هره هغه لار، هر هغه بازار چي زما د بې ننګۍ لمحې يې ليدلي وې، زه به په ده باندي خپل ننګ هم ګورم.

زه چي جېل ته ننوتم، نو د باندي يې غټ ليکلي وه چي ( پي ټي ايم)، ما حوالدار ته وويل، چي د جېل دېوالونه هم پي ټي ايم سوي دي.

ماته جېل ته يوه جرګه هم راغلې وه، قدرمن، عزتمن خلګ وه. خو ددوی خپل وس به دومره وي. زما سره چي یې کيسه وکړل، ما ورته وويل چي يوه کيسه درته کوم:

که په دې خاطر راغلی يې چي ددې وطن يو سپين ږری، ددې وطن يو ځوان په دې جېل کي دی چي ورسره ميلاو سم، زنداباد ډېر خوند يې وکړ. که ته زما سره جرګه کوې، يا شرطونه دي راوړي وي، نو چي پر کومه لار راغلی يې پر هغه ځه.

الله ګواه دی، په قرآن شريف قسم کوم ما ورته وويل، چی نه په کنفرمايز باندي وځم، نه کنسيشن نه بل شی. پښتانه ځوانان سته، سپين ږري سته، خوندي مندي وکيلان هرشي سته او په خپلو ځوانانو، په خپل قام او د خپل وطن په وکيلانو پر هر څه مي باور دی چي دوی به دومره تر فشار لاندي راولي چي دا کار به کوو.

ما ويل چي ګڼي هغه به يوه ورځ ستړي سي، ما ويل چي هغوی به غلي سي، خو زما باور دی چي په دې غليتوب کي ورته يوڅه پېښه ده، زما په ګټه دی. نن همدا وايم چي که زه په جرګو راوتلی يم چي دا شرط او ها شرط دی، ماته ووايئ چي زه واپس جېل ته ولاړ سم. زه په دې نه راځم او زموږ يو ملګری هم په دې شرط نه دی راوتلی، ډېر شکونه پخوا سوي دي، خو زموږ يو ملګری هم په شرطونو له جېل څخه نه دی راوتلی. الحمدلله زموږ تربيت دا نه دی.

د پي ټي ايم په مجلسونو کي چي څوک ناسته پاسته کوي، په والله هغه پياوړی وي، ډارن سړی نه راځي. دې مېدانونو ته هرسړی ټينګه نه سي کولای.

پر خپل ولس مو ښه باور دی، نه مو ددنيا پر يو ملک باور سته، نه پر يو طاقت، نه پر پيسو، نه پر ميزايلونو، که باور مو دی که مو اعتماد دی، نو پر خپل ولس دی او تاسو ياست، خپل قام دی. زه د خپل غريب، کليوال قام په مټو کي دومره زور وينم چي خپل وطن جوړولای سي.

زه د ټول قام څخه مننه کوم چي د خپل ځان لپاره يې کوښښونه وکړل.

پښتنو! ځيني خبري د معاف کېدلو نه وي، د احسان الله احسان داسي خوشي کېدل د معاف کېدلو خبره نه ده. د راو انور داسي ارتي تڼۍ ګرځېدل د معاف کېدلو نه دي. داسي چي په يو ځای کي يوه واقعه وسي، ټول ورسره کښېنئ او ددغه ځای څخه زه درته وايم درنه که په ټانک کي وه، درنه که پر ميرامشاه وه، درنه که پر پېښور وه، د جېل له منځ نه مي هم او ددغه ځای نه هم د زړه ټولي همدردۍ  په دې شکل کي صرف اخلاقي دي، بلکي وجود به زه ددوی سره شريک کړم.

خدای مو اباد لره. پښتونخوا وطن دي خدای پاک خپلواک او داسي ښکلی جوړ کړي چي د دنيا خلګ يې د ليدلو په ارمان ګرځي او ارمانونه کوي. زموږ وطن ته خلګ داسي خوشالېږي لکه څنګه چي خلګ نن د لندن او نيويارک وېزو ته خوشالېږي. او ان شاء الله دا هيڅوک نه سي درته جوړولای، دا ته خپله جوړولای سې خو بنياد به يې په رښتيا سره وي، په دروغو په کمپرمايز، په وېره، په ډار، په بخښنګېري، په جاسوسي، په خپل وطن پسي ټوپک را اخيستل په دې بنيادونو باندي وطنونه نه جوړېږي، نه له وطن نه په منډو وطن جوړېږي چي څوک ځني په اسلام اباد کي کور جوړ کړي ، څوک ځني بل خوا منډي وهي. په منډو قامونه نه دي اباد سوي،  پر وطن به ورته درېږو. که د وطن پر ګلانو چا کاڼی را اچوی، بايد خپل سر ورته ونيسو، دا وطن ګل ګلزار پرېږدو.

خدای مو اباد لره، خدای مو خوشال لره.

ډېره مننه، چي ځينو ملګرو اوږد سفر په پښو وکړ، تل خوشال اوسئ.

  ډېر کسان به داسي وي چي استقبال ته نه وي راغلي، خو په زړونو کي يې استقبال وکړ، له هغوی څخه هم مننه.

خدای مو اباد لره، ډېري کيسې به رانه پاتي وي، نه به مي وي کړي، کېسه به رانه اوږده سوې وي، زه به بيا په بيا خپله کیسه پوره کړم.

مننه ډېره مننه.

Copyright Larawbar 2007-2024