سلفي
Aziz Rahman Hazim
لیکوال: محمد نسیم مومند
موږ ډېر مهربانه یو، تل یو بل ستایو او کله هم ځان ستایو، د دري ژبي متل دی: “مُشک آن است. که خود بوید، نه آنکه عطار ګوید.” دا خبره که څه هم زړه ده؛ خو خپل ځای یې له لاسه نه دی ورکړی او زموږ په ټولنه کې لا د تطبیق ځای لري، په انګریزي کې Selfei خپل انځور اخیستو ته وایي او Selfish هم خود پسندۍ او ځان پالنې ته وایي، چې موږ هم په دې مرض اخته یو، دا منم چې انسان باید پر ځام مئین وي او هغه د نرګسیت فلسفه وپالي، خو دومره نه چې د سلفیش تر بریده ځان ورسوي ځان ورڅخه هېر وي او نه هم د بل په ستاینه تر حده ډېر بوخت شو.
د آناکسیماندروس په وینا: “زموږ جهان د زرګونو نورو جهانونو په څېر دی چې لایتناهي کې موجود دی او دسلګونو نورو جهانونو په څېر د ورکېدو سره مخ دی.” دا چې د یاد غربي فیلسوف هدف د خپلې وینا څخه هر څه وي، خو زما موخه دلته دا ده چې موږ د یو کس او یا هم د ځان خوشالولو لپاره کیفیت د کمیت قرباني کړی دی. د ټولنې د بقا او د لا ښه ځلېدو لپاره باید د ځان ستاینې او نورو بې ځایې ستاینې څخه ځان وژغورو او د حقایقو بیان ته اوږه ورکړو، تر ډېره بریده د شته ناخوالو څخه نقاب لیري کړو.
انسان په ژوند کې هڅونې ته اړتیا لري، هڅونه د دې لامل ګرځي چې یو څوک دې پر خپل کارونو نور هم غښتلی شي، خو دغه ستاینه او هڅونه به ځان ته یو مشخص چارچوب ولري، د حق او نا حق وسیله د انسان عقل دی.
انساني فعالیتونه د سرو او سپینو په څېر دی، چې ده ته ارزښت ورکوي، موږ باید په ژوند کې دې شي ته پوره پوره پام ولرو، سره انساني نوم دی او سپین هم انساني فعالیت، کله چې نوم او فعالیت سم و، بویه چې د ستاینې یو. ځکه خو رښتینی بصیرت په وجود کې دننه دی.
قید او ستاینه هغه څه دي چې نوم او فعالیت سره وصلوي دا دواړه د نښلوونکو دنده پر غاړه لري، خو چې سره او سپین نه وي، بویه چې قید او صفت به دلته یو بې مانا څېز وي د سقراط په وینا: “د خپل معرفت لپاره قوي ودانۍ جوړې کړو، باوري و چې د دغې ودانۍ بنسټ د انسان عقل دی.”، نو پرته له سرو او سپینو څخه د وصف کارول به مو عقل تر پوښتنې لاندې روالي او هم به مو کیفیتونه د کمیتونو قرباني کړي وي.
د عقل څخه باید د بشپړ بصیرت په موندلو کې کار واخلو، ځکه عقل د (احساس کوم) او (فکر کوم) جملو پر وړاندې ولاړ دی.
۱۳۹۸/۱۲/۶