کور / هراړخیز / جرګه څنګه پکار ده؟

جرګه څنګه پکار ده؟

ليکوال:   بشرمل، ناصر
 
دپښتانه قام له وخته دود پاتې شوى دى چې په هره پېښه  ستونرمنه وي جرګه راغواړي چې هغه ستونزي ته دحل لاره پيدا کړي  ـ(دملي اتل ميروس نيکه په وخت کې يې جرګه  دکوکران سيمه کې دکندهار دختيز په شل مايلي واټن کې دمانجه په سيمه کې وګړي راوبلل چې دمکې دديني پوهانو فتوا يې ورښکاره کړه چې دګورګين او دهغه دناتار ګري ډلي پر وړاندې دي پاڅون ته شرعي بڼه ورکړل شي په دغې جرګې کې دغه ولسي مشران او خانان و ، سر لښکر سيدال خان ناصر ، بابوحان بابى ، بهادرخان ، ملاپيرمحمدميا جي ؛ نورمحمدهوتک چې د انګوپه نامه مشهور و ، يوسف خان هوتک ، عزيزخان نورزى ، ګل خان بابړ ، نورخان بړيڅ ، نصرو الکوزى ، ميرويس نيکه ورور يحى خان دهغه وراره محمدخان او يونس کاکړ و) ـ
دجرګې جوړول يوهدف لري چې يوې نتجې ته ورسېږې چې دخپل  قام   له پاره  په ګټه تمامه شي او اولسي پاڅون وي ـ داولسي پاڅون له پاره جرګه جوړه شوه چې لومړى دي د کاکړو ، بلوڅو ، ترينو خانان دې وهڅول شي چې صفوي حکومت ته دماليې ورکولو څخه ډډه وکړي هغو داسي وکړل ـ ګورګين خپل شپږزره کسيز لښکر ږوب او بلوجستان ته وليږه په خپله پسي رهي شو او دميرويس نيکه څخه يې وغوښتل چې هغه ورشي ميرويس نيکه هم اوو زرو پښتنو عسکرو سره هلته ځان ورساوه دشپې پر ګورګين حمله وکړه دهغه کنډک يې له منځه يووړ په خپله يې دګورګين کالي واغوستل او دهغه وژل شوو پوځيانو کالي يې په خپل پوځيانو واغوستل   دکندهار ساتونکو چې کله خپل عسکرپه راتلو وليدل دکتدهار دښار دروازې يې ورته خلاصي کړې ميرويس نيکه دکندهار په ښار ننوت اوايراني پوځيانو په وژلو يې لاس پوري کړ ښاريې ونيو او ملي جرګه يې راوبلله ملي جرګې دى په کې دباچا په توکه وټاکه ـ
زموږ مشرانو ډېرې جرګې کړې دي چې له هغې جرګې يې ګټه اخيستې ده ـ چې ژوندى مثال يې د افغانستان لويه جرګه چې په بن کې وشوه د افغانستان په غېږکې سرې لمبې وې د افغانانو ژوند تريخ و د خپل وطن له خوږلت څخه ناخبره و ـ چې کله په بن کې پرېکړې وشوې دافغانانو له پاره په ګټه تمامه شوه که څه هم له هغه وخته تر نن ورځ پوري دسري لوګى خېژي خو دومره وشو چې خپله خاوره دپرديو له لاس وهني وژغول شوه چې دبل چا واکداري باندې کېدله ددوى خپل منځکې شخړې دوام لري هغه دبدبختۍ کچه يې راټيټه شوه چې په مستقل ډول به دکرنل امام حکم چليده ـ دااوسني حالات ته په کتو سره په پښتونخوا وطن کې دوزيرستان پښتانه په دوزخې لمبو وسوځېدل دهغو مشرانو شهيدان شو او کورونه يې لوټ شو او ټول بې کوره شو چې ځينه وګړي لاتراوسه پوري ورک دي چې چرته پښتون وي هغه  وژل کېږي او که دخپلو ګټو په خاطر دپښتانه وژنه ورته هيڅ ښکاري دپښتانه قام مشرانو جرګه راوغوښتې ده او جرګه کې په کوم ډول هدف لري او څه به وايي که چيري دعدم تشدد سياست شي تر هرچا پښتنو ښه کړى دى چې مثال يې باچاخان بابا و او د زندان زولنې خان شهيد تېري کړې دي دوينو ويالې دپښتنو له وجوده بهېدلي دي دبشرحقوق په قانون کې دپښتانه دبشر يو حقوق نه دى ورکړل شوى ـ تراوسه پورې يې په خپله ژبه کې تعليم نشته چې دکرکې په نظر ورته ګوري که چيري يو ځوان دلراوبر خبره وکړي په دوى بده لګېږي بيا که چيري دپنجاب د پوهنې  وزير داخبره وکړي چې په هند کې چې کوم پنحابي پراته دي موږ دواړه يو  يو او څه توپير مو نشته د ا دنوازشريف د واکمني په دوره کې يې ويلي و ـ  موږ پښتانه لاهم په خواږه خوب ويده يو تل بې ګناه وژل کېږي کابل يې په وينو درته ولړلى  پېښور او کوټه کې هرځاى پښتون مېښت په کراره ژوند کولاى نه شي او ته لا تراوسه داسي ګام نه اخلې چې ستا راتلونکى روښانه وي او ترڅو به داسي ژوند وي چې پښتانه جرګه کوي دپښتنو درد بايد په کې شريک شي د نورو قامونه ګډون به څه ګټه ولري چې په بدن زما درد  دي او درملنه دده په مشوره کوم او ګولۍ دى خوري ـ دپښتنو له پاره دا اخري چانس دى دا چانس له لاسه مه ورکوئ اوس لا خپل حق ترلاسه کولاى شئ دباچاخان بابا او خان شهيد ارمانونو ته رسېدلاى شئ که چيري هغه پخوانۍ خبره تکرارشي چې د بابړې په جنګ کې څو زره پښتانه شهيدان کړ هغه دي حق نه مني او ستا پر حق پښې ږدي دپښتونستان غوښتنې ته دي په ټيټ نظر ګوري او ستاسو سالمي پرېکړې ته  دردېدلى  ولس دانتظارشېبې باسي  لکه ميرويس نيکه چې په جرګه کې کړې وه او خپل پاڅون يې وکړ تاڅو به دوخت د ګور ګين په خلاف پاڅون کوئ او بله لار دخلاصون نه لرئ هغه دي خامخا وژني ستا وژنه يې فرض کړې ده او تل دي غلام ساتي دمنظور پښتين ګناه داده چې رښتنى سياست يې پيل کړ چې د خلکو په زړونو کې ځاى پيدا کړ ـ دجرګې رابلل يو ګټه پښتنو ته ورسېږي او تاريخ کې ثبت شي.

ـــــــــــــــــــــــــــــ
اخذ ـ
1-افغانستان لنډ تاريخ
2-دافغان باچهانو لنډ ژوند
3-دافغان ملي تاريخ لومړى ټوک
ـ قدرت الله احدادفرهاد