کور / شعر / د کرکې اور

د کرکې اور

دلته به مینه وه، سندرې وې او شور و دلته

همدغه خلک مینه ناک وو، نه چې نور وو دلته

خندا، خوښي مینه یې یو ځای لولپه کړل دلته

دا څوکلونه بل د کرکې، کینې اور و دلته

اوس یې وکیل دی، اوس رهبر دی، اوس یې شاته روان

د چا له لاسه چې ترې ورک د تیښتې لور و دلته

دښار امیر په هغه ځای کې اوس ماڼۍ جوړه ده

له جګړې مخکې چې د چا دمینې کور و دلته

وطن مې نه و، خو پر ما باندې ډیر ګران و، ځکه

ذهن ارام و، پکې ستا د عشق انځور و دلته

۲۳/ ۸/ ۱۳۹۰

کابل- شیرشاه مینه

علم گل سحر