اقبال خیبر له خلیلزاد سره پر سوله وږغېدی
دسولي ولسي حرکت ټاکل شوي هيئت دامريکادمتحده ايالاتو له ځانګړي استازي ښاغلي زلمي خليلزاد سره په يوه ويډيويي ميټينګ کې وويل تر هغو چي دسولي په روان بهير کې له افغان ولس او ملل متحد څخه په ګډه يو کميسيون جوړ نه سي او دا کميسيون د طالبانو او حکومت ترمنځ د فضا په رامنځته کولو کار ونه کړي حکومت او طالبان به وضعيت تر دې هم خراب کړي.
دسولي ولسظی حرکت مشر اقبال خیبر د امریکا متحده ایالاتو د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره وږغېد.https://www.facebook.com/156772534354136/posts/3321182651246426/ جزیات
Posted by Larawbar.com لراوبر on Thursday, July 16, 2020
په پيل کې دسولي ولسي حرکت مشر اقبال خيبر وويل څنګه شونې ده چي د طالبانو او حکومت تر منځ دې منځګړی نه وي او دوی دې خپله خپل مسايل سره حل کړي لازمه ده چي دواړه خواوي دريم ګړي ته مراجعه وکړي بيا شونې ده چي په څو ورځو کې اختلافات له منځه ولاړ سي بندیان خوشي سي او جنګ ودريږي.
ناستې په لړ کې د امريکا د متحدو ايالاتو ځانګړي استازي زلمي خليلزاد وويل چي موږ هم له روان وضعيت څخه رنځ وړو طالبان او حکومت هغه ډول چي بايد پروسه يې چټکه کړې وای نه ده چټکه کړې بلکې لايې ورو کړې ده يوه لوري ته حکومت بنديان نه خوشي کوي بل لوري ته طالبانو تاوتریخوالی اوج ته رسولی دی چي دا ټول موارد له توافقنامې سرغړونه ده موږ دې ته قايل يو چي افغان ولس او مدني ټولنې ته دسولې په پروسه کې فرصت ورکړل سي ، د ناستې په اوږدو کې دسولي ولسي حرکت مرستيال ښاغلي خلیل الرحمان رحماني وويل چي طالبان او حکومت دې خپلې غوښتنې د خبرو له لارې مطرح کړي نه دجنګ له لارې.هر لوری چي غواړي مقابل لوري باندې په مربوطه موضوع کې فشار راولي ولس سره دې شريکه کړي چي ولس مقابل لوري ته مخ ور واوړوي ،په ځانګړي ډول دې د جنګ لوري د سولي ولسي حرکت ته مراجعه وکړي چي د مدني حرکتونو په واسطه ناروا موارد رد کړي.
دناستې په اوږدو کي د پي پي ايم د فرهنګي کمېټې مشر عبدالاحد سرتيپ څرګنده کړه چي د جنګ پرزې د سولې په ماشين کې نتيجه نه ورکوي دسولي ماشين ته د سولې پرزې په کار دي له بده مرغه په تیرو څلویښتو کلونو کې دې ټکي ته توجه ونه سوه او پايله يې دا ده لمر غوندې ښکاره ده د ناستې په وروستيو کې ښاغلي زلمي خليلزاد يادونه وکړه چي د امريکا متحده ايالات له دواړو لورو سره مسلسل کار کوي چي نتيجه يې کافي وخت ته اړتيا لري .