کور / راپور / د بشر د حقونو کمېسون: د روان کال لومړیو شپږو میاشتو کي  ١٢١٣ تنه ملکي وګړي وژل سوي

د بشر د حقونو کمېسون: د روان کال لومړیو شپږو میاشتو کي  ١٢١٣ تنه ملکي وګړي وژل سوي

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وایي، د روان کال لومړیو شپږو میاشتو کي  ١٢١٣ تنه ملکي وګړي وژل سوي دي.

د بشر حقونو کمېسیون وایي، چي د روان زېږدیز کال په لومړیو شپږو میاشتو کي د تېر زېږدیز کال سره د ملکي وګړو مرګ ژوبله یو سلنه کمه سوې.

یاد کمېسیون وایي د ١٢١٣ تنو وژل کيدو په څنګ کي ١٧٤٠ تنه ملکیان ټپیان سوي دي.

د بشر حقونو د کمېسیون په خبره په منځنۍ کچه هره ورځ په افغانستان کي ١٦ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.