کور / تازه خبرونه / افغان سفارت د رحمت شاه سایل قدر او ستاینه وکړه

افغان سفارت د رحمت شاه سایل قدر او ستاینه وکړه

‏پېښور او کابل دواړه دوه ياران دي
‏لکه دوه سترګي په یومخ د جانان دي
په اسلام اباد کي افغان سفارت دپښتونخوا دلېري غرونو په منځ کي دپښتو ژبي دوتلي او انقلابي شاعر ښاغلي رحمت شاه سایل دعلمي زیار او چوپړ درناوی او ستاینه وکړه.
یاده علمي غونډه دروان کال ۲۰۲۰ دجولای دمیاشتي پر یولسمه نېټه په اسلام اباد کي دافغانستان دلوی سفارت دکلتوري اتشې حضرت ولي هوتک په نوښت جوړه سوې وه .
یادي علمي او درنې غونډي ته داسلام اباد او پښتونخوا دبېلابیلو سیمو څخه ادیبان او لیکولان راغلې وه .
غونډه دملکنډ پوهنتون دپښتوژبي داستاد ډاکټر نور البصر امن لخوا دقرانکريم دڅومبارکوايتونو په تلاوت په اورېدلو پيل سوه.
تر هغه وروسته یاده علمي غونډه دعبدالولي خان پوهنتون استاد ډاکټر ظفر الله بخشالي په وینا او ښاغلي رحمت شاه سایل ته دمعنوي ستایلیک په ستایلو او داعزاز دبګړۍ ورپر سر کولو په نیامت پرانیستل سوه .
 وروسته لیکوالانو او شاعرانو په خپلو شعرونو کي دپښتو ژبي دحقدار لیکوال او شاعر رحمت شاه سایل ستاینه وکړه ،دغونډي ګډونوالو ځيني وړاندیزونه هم وکړه چي پر هغه به په رسمي کچه غور کیږي.
دغونډي په پاي کي ښاغلی رحمت شاه سایل دافغانستان دلوی سفارت ددې ګام څخه مننه وکړه.
 ښاغلي هوتک دپښتنو دویښتیا په ډګر کي دښاغلي رحمت شاه سایل دنه ستړي کېدونکو هڅو او بیساري خدمتونو  قدر داني وکړه.
له ښاغلي  هوتک سره په دې سفر کي د پښتو ژبي دشاعر ښاغلي اقبال حسين افکار ،ډاکټر نور البصر امن او ډاکټر ظفرالله بخشالي ددې سفر ملتيا کوله.

.