کور / سياسي / د خان شهيد مدافعت او انفرادي استعداد

د خان شهيد مدافعت او انفرادي استعداد

ليک : فضل اشنا

مدافعت او انفرادي ټېلنټ په نشنلزم (ملتپالنه) سياست کې د لېډر دپاره يو اصطلاح ده.
فلسطیني ليکوال او اديب ايډورډ سعيد په خپل کتاب ” ثقافت اور سامراج ” کې د سامراج په خلاف ديو قامي خپلواکۍ د مخکښ دپاره د نورو ډېرو اصطلاحاتو او شرائطو سره سره يوه هم دغه اصطلاح کارولې ده ، چي د قامي سياست مخکښ به څومره مدافعت يا ويل پاور لري ، او انفرادي ټيلنټ به څومره ورسره وي ، په شلمه پېړۍ کې يې د سامراج په خلاف د ګڼ شمېر خپلواک خوښه لېډرانو مدافعت او ځانګړي ټيلنټ يا معيار يې حتمي بللی دی. چي هغه لیډران پرمختګ کوي چي خپل غښتلی مدافعت او ځانګړی ټېلنټ لري او هغه لیډران چي يادي ځانګړني نه لري هغه يې شکست خورده بللي دي.
په شلمه پېړۍ کې يو هم خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزی دی چي په داسې سيمه کې ژوند او سياست کوی. چې قام يې هر اړخيز غلام دی مستعمره دی،قبائلي جمود د سامراج ساخت مزهبي رجعت او بې سوادي يې عروج ته رسېدلې وه، خان شهيد به دغه مستعمره قام د انګرېز د غلامۍ څخه خلاسوی خو نتيجه يې داوه چې خپل قام به په کاڼو ويشتی.
د ګوند مرکزي ماليات سيکتر ښاغلی ډاکټر کليم الله خان کاکړ خپله په يوه وينا کې داسي وويل چې خان بابا کله زموږ کلي ته راغلی موږ کوشنيانو وو، د مسجد و څنګ ته مو بيتي کولې نو په هغه کوشنيانو کې زه هم ورسره وم چي د کلي خان او ملا د خان شهيد په خلاف لمسولي وو، خپلو لاسو ته يې وکتل سترګي يې د اوښکي ډکي سوې ، چي ما په دغه لاسو خان بابا په کاڼو ويشتلی دی خاموش سو ؛ ښه ګړی پس ولاړی پر خپل ځای کشېنستی.
خو خان شهيد سبا ته کتل چې يو وخت به داسي راسي چي زما قام به زما خبره ومني . خو د کفر فتواوو او د خپلو پښتنو ډبري يې وخوړلې ښه د خانۍ او اسرحت ژوند يې د غلامي په خلاف و خپل قام ته وقف کړ، د ځوانۍ مست او ښه ژوند يې د قام دپاره د سره او تور زندان په تورو کوټو کې تېر کړ، دغه يې انفرادي ټېلنټ يا ځانګړی معيار ؤ چي نه يې د ازادۍ لا پرېښول او نه يې پر قام د خپلو تکلفاتو او زحمتونو احسان واچوی.
خان شهيد او مدافعت: هغه وخت چي پښتون قام د ليک لوست او سياسي پوهي څخه لري ؤ ، خان شهيد بابا به قام ته د جمهوري سياست او پرله پسې د مبارزې درس ورکاوه هغه وخت يې خپله جغرافيه ، خپله ژبه ، خپل معشيت او خپل وسائل په فهم کې نيولي ؤ ، خو د هم دغه پښتانۀ نالوستي ورځي خان شهيد بابا کافر کړ ، غدار يې کړ ، شوروی يې کړ ، د اسلام دښمن يې ، د پښتني قبيلوي شخړو مسئول يې کړ خو قوت يې مدافعت يې وګوره يوازي به ګرځیدی په کوشني لوډسپېکر کې به يې نعرې وهلې چې پښتنو ويښ شئ.
د پښتو اکېډمۍ رئيس ښاغلي خير محمد عارف صېب په يوه ځانګړې مرکه کې راته وويل چې په بوري کي جلسه روانه وه چي يو سړی ( ….. ) او نور ملګري ورسره ؤو ، جلسه يې په ډبرو وويشتل، ډېر ملګري خوږ يا ټپيان سول ، ځايې پوليسو هغه کس ونيوی ، تاڼې ته يې بوتلی ، کله چي جلسه ختمه شوه ، خان شهيد تاڼې ته ورغلی او هغه کس يې راويستی د تاڼې انتظامي چارواکو ته وويل چې، دا زما بچی خلکو خطا کړی دی، پروانه نه لري يو وخت به پوه سي ،خو دا ماته خوند نه راکوي چي زما د قام يو بچی ستا سو په زندان کې ناست وي ، هغه کس يې راويستی او پر سر يې مچ کی مخ يې په دواړو لاسو کې ونيوی ، داسي يې ورته وويل چي ، زويه ! کور ته ولاړ سه .
سبا به خلک وايې چي صمد يو پښتون په جېل کې اچولې دی .
دغه ته قوت مدافعت وويل کيږي چي نه د قام ډبرو او نه د قام سرکاري فتوا ؤ د خپل لاري څخه وګرځوی او نه هم کله مايوسه يا پښېمانه سو.
مړ يې مه بوله ژوندی دی خان شهيد

د خان شهيد اوونۍ

ليک. فضل اشنا

#khanshaheedweek